له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د دوام ډاډ

نوید احمد څرک

د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به ډيرو سره دا انديښنه وي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د لوژستکي، روزنیز، اکمالاتي او هوايي برخو کې له ستونزو سره مخ شي، خو دا اندیښنې ځکه بې ځایه دي چې افغان حکومت له بیلابیلو هېوادونو سره هوکړې لري او په دې برخه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره کار کوي.

تازه د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب قزاقستان ته د سفر پر مهال د هغه هېواد له دفاع وزیر سره یوه هوکړه لاسلیک کړې په په اساس به یې قزاقستان د مشترک تمرینونو، روغتیایي همکاریو، د تجهیزاتو ترمیم، لوژستیکي او فني ملاتړ، د جګړې روزنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ نظامي اطلاعات ، هغه موضوعات دي چې په دې هوکړه کې شامل دي.

دا یواځې قزاقستان نه دی چې افغان حکومت ورسره نظامي برخه کې هوکړه لري، له امریکا سره امنیتي هوکړه لیک شته، د دې سربیره له امریکا سره ستراتيژيک هوکړه لیک شته دی چې له مخې به یې امریکا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره بیلابیلو برخو کې مرستو ته دوام ورکوي.

د امریکا د ملاتړ د دوام ژمنه

کله چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان څخه د ټولو سرتیرو د ویستلو اعلان وکړ، ورسره یو ځای یې له افغان ځواکونو سره د دوامداره همکاریو او مرستو ژمنه بیا تازه کړه او ډاډ یې وښود چې امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

امریکايي ځواکونه د سپتمبر تر ۱۱مې نیټې له افغانستان څخه په بشپړ ډول وځي، خو دا په دې مانا نه ده چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د دې هېواد هر ډول همکاري پای مومي، په دې برخه کې هوکړې او ژمنې شته چې عملي کیږي او دوام به پيدا کوي.

له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون کې هم واضح دي چې امریکا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاریو ته دوام ورکوي او یواځې پوځي حضور به افغانستان کې پای ته رسوي.

امریکا ځکه د افغان ځواکونو دوامداره همکاري غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو سربیره نورې ترهګرې ډلې امریکا او متحدینو ته یې ګواښ دی او امریکا غواړي چې دا ګواښ په افغانستان کې له منځه لاړ شي او یا ورسره دوامداره مبارزه وشي.

افغانستان کې طالبانو بهرنیو ترهګرو ډلو ته د فعالیت بستر برابر کړی او افغان ځواکونه دي چې د سیمې او نړۍ په نماینده ګۍ هم له دې ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي، په دې مانا چې بهرني ترهګر په افغانستان کې یواځې افغانستان ته ګواښ نه دی، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته هم لوی خطر دی.

امریکا تر ۲۰۲۴ کال پورې بیلابیلو برخو کې مرستې اعلان کړي او نظامي برخه کې یې اوس هم مرستې دوام لري او ډآډ شته چې د دې مرستو موده اوږدمهاله شي.

ناټو غړو هېوادونو ژمنه

تازه په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو غونډه وه چې له افغانستان سره بیا پکې ژمنې تازه شوي او اندیښنه ښودل شوې، که افغانستان څخه ټول هېوادونه لاس واخلي، یواځې ځان به باندې مشکل شي چې وضعیت کنټرول شي.

د ناټو غړو هېوادونو استازو په ښکاره ویلي چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ سوله او ثبات دی او اړتیا ده چې په دې برخه کې هر هېواد خپل مسوولیت ادا او له ترهګرۍ سره دوامداره مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې وکړي.

افغان حکومت د ناټو غړو هېوادونو سره هم هوکړې لري او د هغوی ژمنې یې ترلاسه کړې چې که پوځي حضور یې پای ته رسیږي، مرستې یې نه بندیږي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به یې د تجهیزاتو، روزنې او نورو برخو کې مرستې دوام پيدا کړي.

افغانستان اوږمهاله جګړې سخت ځپلی دی، نو ځکه د نړیوالو مرستې ته اړتیا لري، دا د وضعیت یو اړخ دی، بل اړخ دا دی چې افغانستان د یو شمېر هېوادونو د نیابتي جګړې مرکز باندې بدل شوی او ترهګرې ډلې له دې وضعیت څخه داسې استفاده کوي چې د ټولو په زیان دي.

یو څه چې ډیر ډاډ شته، هغه دا دی چې بهرني ځواکونه د خپل امنیت او شل کلن مزل د دوام لپاره افغانستان یواځې نه پریږدي او هغه اندیښنې بې ځایه دي چې ګنې که بهرني ځواکونه ووتل، افغانستان نظام سقوط کوي او ترهګر به یو ځل بیا افغانستان کې واکمن شي.

د افغان حکومت لیدلوری

وروسته له هغې چې د بهرنیو ځواکونو وتل په داسې وضعیت کې یقیني شول چې افغانستان کې د تاوتریخوالي ګراف تر بل هر وخت لوړ دی، افغان حکومت بدیلو لارو په فکر کې شو او په دې تړاو د سیمې هېوادونو ته سفرونه وشول چې څنګه کیدلی شي، د سیمې همکاري راجلب او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره وضعیت لا ډیر خراب نه شي.

افغان حکومت په سیمې کې ملګري پيدا کړي چې کولی شي، د ترهګرو له ستر ګواښ څه پرې ځان وژغوري او په دې برخه کې له یو شمېر هېوادونو سره هوکړې شوي او د ځینو هېوادونو مرستې راجلب شوي دي.

د دې تر څنګ له امریکا سره د اړیکو نوی فصل هم پرانیستل شوی چې کولی شي، افغانستان ته په اوږدمهال کې ډیرې ګټې او لاس ته راوړنې راوړي، د اړیکو دا فصل د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پيل کیږي او افغان حکومت دې فصل ته د فرصت په توګه ګوري چې ښه یې مدیریت او ګټه ترې پورته کړي.

افغان حکومت بهرني سیاست او پالیسیو باندې هم بیا کتنه کړې او کوي یې چې څنګه کیدلی شي، په سیمه کې خپل متحدین لا ډیر باوري کړي چې افغانستان کې هر ډول همکاري د دوی لپاره د اقتصادي ودې یو فصل دی.

افغان حکومت په سیمه کې ملګرو هېوادونو ته ضرورت لري او دا ضرورت وروسته له هغې ډیر شو چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځی او امریکا په افغانستان کې پوځې حضور پای ته رسوي.

تیرو کلونو کې د افغان حکومت لویه برخه تکیه پر امریکا وه، اوس چې امریکا خپله پښه له افغانستان څخه لنډوي، افغان حکومت کار کوي چې د نورو هېوادونو کوربتوب او میلمه پالنه وکړي چې ګډ ګواښونه له منځه یوسي او له ګډو فرصتونو څخه په پوره شکل باندې ګټه پورته کړي.

د خطر او ډاډ لپاره همکاري

د سیمې او نړۍ هېوادونو مرستې د دې لپاره دي چې خطر دفع او ډاډ رامنځ ته کړي، ځکه افغانستان د اسیا څلور لارې ده او زیات شمېر هېوادونو ګټې په جګړه کې خطر کې دي او سوله او ثبات کې خوندي دي.

که د سیمې او نړۍ هېوادونه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره او دغه راز افغان حکومت سره دوامداره مرستې وکړي، نو دا د دوی لپاره ډاډ دی چې خطرونه دفع شي او دوی ته ډاډ ترلاسه شي.

که د سیمې او نړۍ هېوادونه له ترهګرۍ سره مبارزه کې افغانان یواځې پریږدي، ښکاره ده چې د دې هېوادونو ګټې هم له خطر سره مخ کیږي او تر څنګ یې د ترهګرۍ له اړخه بل شوی او یا بلیدونکی اور به دوی هم وسوځوي.

نو ځینو مواردو کې د سیمې هېوادونه د لوی خطر د دفع کولو لپاره اړتیا لري چې مرسته وکړي او افغانستان کې هغه چاته موقع ور نه کړي چې دا خاوره یې پخوا د ترهګرو په ځاله بدله کړې او یو ځل بیا یې بدله کړي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button