له اسلام سره د پاکستان دښمني

سید عبدالله ‍‍‍‍‍‍‍پاچا

پاکستان خپله بقا د سخت دریځو ډلو روزلو او مذهبي ګوندونو رامنځ ته کولو کې ګوري او د همدې لپاره یې زیاته پانګونه کړې چې ټولې نړۍ ته مالومه ده.

پاکستان اسلام د ځان تابع کړی دی

پاکستان اسلام د ملي ګټو لپاره کاروي او د پاک سرزمین شاد باد تر عنوان لاندې چې هر ډول ګټې وې، که اسلام یې اجازه هم نه ورکوي، دوی هغه کار کوي او د دې لپآره مذهبي ټکټ هم کاروي.

تاسو وګورئ، چې پاکستان حکومت زنا ته جواز ورکړی او له دې درکه ټکس او مالیه هم ټولوي، دا کوم پټ کار نه دی بلکې ځانګړې اډې او مرکزونه یې شته چې د هیچا له سترګو پټ نه دي.

دا کار په اسلام کې ناروا دی، خو دا چې پاکستان حکومت یې د خپلو خلکو لپاره اړتیا او د عوایدو لپاره یوه کوچنۍ منبع یادوي، هیڅوک دا جرت نه لري چې د فحشاخانو پرضد باندې غږ پورته کړي.

تاسو به لیدلي وي چې پاکستان کې سینماګانو باندې لوڅ یا سکس فلمونه چلیږي چې اسلام یې هیڅ اجازه نه ورکوي، خو دا چې حکومت یې جواز ورکړی، هیڅ مدرسه او هیڅ ملا نه شي کولی پر خلاف یې غږ پورته کړي.

تاسو ولیدل چې پاکستان حکومت پر افغانستان له برید وروسته یو شمېر طالبان امریکایانو باندې خرڅ کړل او لوڅ یې امریکایانو ته د پيسو په بدل کې وسپارل، هیچا اعتراض و نه کړ چې پاکستان ولې یو مسلمان په امریکا باندې خرڅ کړ.

طالبان د پاکستان لاسپوڅي و، او د طالبانو حکومت د پاکستان په دستور باندې مخ ته روان و، خو کله چې ولیدل شول چې د طالبانو نه ملاتړ کې ګټه ده، همغه طالبان چې د ای ایس ای مرکزونو کې به پراته و، پوځ او استخباراتو ته به یې د لمانځه جمع ورکولې، امریکا ته وسپارل او کلونه یې ګوانتنامو زندان کې تیر کړل.

دا هر څه د پاکستان د ملي ګټو لپاره دي، اسلام یواځې د سپر په توګه کاروي او هغه ځای چې د اسلام موضوع وي، دوی یې رامخ ته کوي او هغه ځای چې ملي ګټې او اسلام ټکر کې راځي، بیا ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او اسلام شاته اچوي، داسې یې شاته اچوي چې هیڅوک د دې جرت نه لري چې په مقابل کې یې خبره وکړي.

کله چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو ريژیم ړنګ کړ، د پاکستان پوځ او استخباراتو په دې ګرمه لوبه کې پيسې او امکانات ترلاسه کړل، له هغې وروسته یې بیا طالبان منظم کړل چې د خپلو ګټو لپاره یې وکاروي.

پاکستان حکومت افراطي ډلې او مذهبي ګوندونو ته مسوولیت ورکړ چې افغانستان کې د جهاد او جګړې لپاره جلب و جذب پيل کړي او دا لړۍ په دې پلمه پيل شوه چې افغانستان باندې بهرنیانو یرغمل کړی او د اشغال پرضد جهاد لپاره خلک هڅول کیدل.

خو له دې سره یو ځای پاکستان دوه لارې وهلې.

له یوې خوا یې مذهبي او افراطي ډلې په افغانستان کې د جګړې لپاره منظم کولې او له بلې خوا یې امریکا او ناټو سره هوکړه وکړه چې افغانستان ته نظامي تجهیزات د پاکستان له لارې یوسي او په دې برخه کې ورته پاکستان د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

تاسو به نه تراوسه کوم خبر نه وي اوریدلی چې تیر شل کلونو کې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د بهرنیو ځواکونو اکمالاتي کاروانونو باندې برید شوی وي، دا کاروانونه له داسې سیمو راتیریدل چې هلته به د افغانستان د جګړې لپاره وسله وال روزل کیدل او منظم کیدل.

خو دې کاروانونو ته ځکه چا څه نه شو ویلی چې د پاکستان ګټې پکې وې، خو همدا کاروانونه به چې له تورخم تېر شول، بیا به همغو ډلو پرې برید کو چې پاکستان به روزلي و، د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې به یې د برید اجازه نه ورکوله، خو د افغانستان خاوره کې مجبور و چې بریدونه وکړي.

دلته د پاکستان د اسلام او ملي ګټو موضوع ډيره جالبه ده

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرضد جګړه کې پاکستان له طالبانو سره و، خو همدې بهرنیو ځواکونو ته تجهیزات او اکمالات د پآکستان له لارې کیدل او پاکستان هر ډول همکاري کوله.

پاکستان ته دلته اسلام مهم نه و، ملي ګټې یې وې، افغانستان کې د جګړې دوام د اسلام تر نامه لاندې د پاکستان د ملي ګټو لپاره حیاتې پروژه وه او تر څنګ یې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د تجهیزاتو اکمالات هم د پاکستان لپاره حیاتي وه او له دې درکه یې اړیکې پراخیدلې او پیسې یې پيدا کولې.

پاکستان کلونه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ وکړ، تاوتریخوالی یې وکړ او له دې درکه یې له نړیوالو استخباراتو پيسې ترلاسه کړې او طالبان یې ډير کله په یو او بل هېواد باندې لکه د مندوي څاروي وپلورل، د دې تر څنګ یې په طالبانو باندې افغانستان کې د پاکستان ستراتيژیکې ګټې هم تعقیب او تطبیق کړې.

اوس چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووتل او د جګړې پلمه هم له منځه لاړه، د پاکستان استخباراتي ملایان چې طالبان یې په کنترول کې دي، افغانستان کې د اسلامي نظام غوښتنه کوي.

همدا ملایان چې طالبانو باندې نفوذ لري او په افغانستان کې طالبان د اسلامي نظام رامنځ ته کیدو ته هڅوي، همدا ملایان په پاکستان کې جمهوري نظام غواړي، ملاتړ یې کوي او هر ډول همکاری ورسره کوي.

لامل دا دی چې د پاکستان حکومت اسلام د ځان تابع کړی او هغه کسان او ډلې چې د اسلام داعیان دي، د پاکستان د استخباراتو په ولکه کې دي او هر هغه څه چې استخبارات یې غواړي، دا ملایان یې ورته کوي.

کنه څنګه یو ملا په خپل ملک کې له جمهوریت ملاتړ کوي، خو بل وطن کې د جمهوریت پرضد د اسلامي نظام غوښتنه کوي، دا د پاکستان یو هنر بللی شو چې اسلام یې د ملي ګټو لپاره کارولی او د اسلام افراطي پیروان لکه روباټونه ورپسې دي او کارول کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button