لنډه کیسه !

لنډه کیسه !
هر مور او پلار ته خپلې لوڼه اوزامن ګران او د سترګو تور وي . خو لورګانې تل د خپلو مېندو او پلرونوپه چوپړ او نازولو کې اخلاصمنې وي . په دې اړه د یوه ځوان او پیغلې د کوژدنې او واده کولو په زړه پوري کیسه وړاندې کول غواړم او هغه داچې :
یوې ښکلي جوړې ځوان او پیغلې خپل نوی ژوند پیل او د واده مراسم یې په سترو خوشالیو تر سره او ونمانځل .
د واده په لومړی شپه دواړو وپتییله او پریکړه یې وکړه چې د کور دروازه به د هیچا پرمخ نه خلاصوو. مودې وروسته د ځوان هلک مور او پلار د هغو د لیدلو په موخه د هغو کور ته ورغلل او دروازه یې ټک،ټک کړه . دوی د خپلې پریکړې له مخې د یو او بل سترګوته وکتل او دروازه یې د هغو پرمخ خلاصه نه کړه . د هلک مور او پلار په اندیښمنو زړونو بیرته خپل کورته ولاړل. لا کمه موده تیره شوي نه وه چې د نجلۍ مور او پلار د هغو د لیدلو لپاره ورغلل اود کور دروازه یې ټک،ټک کړه. داځلې هم هلک اونجلۍ پخپله پریکړه ولاړ وو. خو بې له ځنډه د نجلۍ له سترګود تړمو،تړمو او ښکو باران پیل شو او خپل میړه ته یې وویل څنګه کیدای شي چې خپلو خواخوږو او راته ګرانو مورجانې او باباجان پرمخ د کور دروازه خلاصه نه کړم . بې له ډیله یې لیونی منډه کړه او د خپل مور او پلار په وړاندې یې دروازه پرانیسته له هغوسره د میني اومحبت غیږې چاپیرې کړې .
کلونه تیرشول ځوان هلک او پیغلې ته خدای څلور ښکلي ګلالي زامن ورکړل او څه موده وروسته یې په کور کې یوه ښایسته نجلۍ پیدا شوه. پلار یې د خوښۍ په جاموکې نه ځاییده . د چم ګاونډ همسایه ګانوته یې پسونه حلال کړل او درنه ملمستیا یې ورکړه .
کلیوالوله هغه وپوښتل چې په زامنو دې نه پسونه حلال کړل اونه دې کومه میلمستیا وکړه دا ولې؟
سړي په ځواب کې ورته وویل :
هو! خودا هغه نجلۍ ده چې زما پرمخ به د کور دروازه پرانیزي .
دا مسلم حقیقت دی چې نجونه اوښځې د نارینه ووپه پرتله ستره خواخوږي، مینه او سپیڅلي عاطفه لري . په کومو ټولنو کې چې د ښځو او میرمنو چې هم مور هم خور هم ترور ده . درناوی او درنښت ،روزنه او پالنه ترسره کیږي ، هغه ټولنې تل نیکمرغه، سوکاله ، خوشاله او برمیاله ټولنې وي .
هیله ده چې د دوحې په غونډه کې طالبان صاحبان چې دوی هم د مېندو او مهربانه مورجانو په غیږو کې لوی شوي دافغانستان د کړیدلو،ځوریدلو او د بشري حقوقو څخه د محرومو ښځو روا او مشروع حقوقو ته جدي پاملرنه وکړي.
۲۹/۱۲/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button