لمر اخيستنه

ډاکتر ظهیر
ډېری خلک د فېشن او موډ لپاره غواړي چې د پوستکي رنګ یې خرمايي-تور وي تر څو ښکلي مالوم شي. خو د غړو د ښکلا تکړښتګر (سپورټمين) بیا خپلو غړو ته د شکل ورکولو په موخه لمرین حمام کوي.

ملایان په دې اړه کوم ځانګړی نظر نه لري خو وايي په هر هغه چار کې چې لاندې پنځه مصلحتونه خوندي شي، نو کول یې ضرور او لازم دي:

لومړی مصلحت: د دین ساتنه

دويم مصلحت: د ژوند ساتنه

درېیم مصلحت: د نسل ساتنه

څلورم مصلحت: د عقل ساتنه

پنځم مصلحت: د مال ساتنه

د لمر اخیستنې ګټې:

لمر غړي سستوي او بدن د ارامتیا حالت ته ځي.

لمر اخیستنه د خوښۍ او سلامتۍ احساس په بدن کې لوړوي.

د لمر وړانګې د ډي د ویټامین په جوړښت او په وینې ته په ورګډېدا کې مهم رول لوبوي. یاد ویټامین د پوستکي او هډوکو لپاره ډېر اړین دی. د کلسیم په جذب او د وینې بهېدنې (خونرېزي) په مخنيوي کې مرسته کوي.

د وینې جریان چټکوي او د پوستکي د ځینو ناروغیو په درملنه کې مهم دی.

د لمر وړانګې ضدعفوني (میکروب وژنې) اغېز لري.

د تکړښتکرو غړو ته ځانګړی شکل ورکوي.

په نارینه او ښځینه دواړو جنسونو کې جنسي ځواک پیاوړی کوي.

د لمر اخیستنې زیانونه:

پوستکی شډل او ډبل کوي.

پوستکی زیانمن او شُل کوي.

پوستکی ډېر ژر زړوي.

سترګې زیانمنوي.

د پوستکي د چنګاښ لامل کېږي.

پوستکی سوځوي.

څه ډول باید د لمر وړانګې واخلو؟
په طبيعي او مصنوي ډول د لمر له وړانګو څخه ګټه اخیستلای شو. په افغانستان کې موږ په طبيعي ډول لمر اخلو خو د نړۍ په ډېری هېوادنو کې خلک له لمرینو څراغونو/ وسایلو څخه ګټه اخلي چې هر ځل د ۵-۱۵ دقیقو پورې ور څخه ګټه اخیستل کېږي. په طبيعي ډول تر لمر اخیستنې یې د سوځولو خطر په ځلونو کم دی.

1تر غرمې وروسته د لمر اخیستنه د پوستکي د چنګاښ خطر ۵ ځله لوړوي. پوهان د سهار له خوا د لمرین حمام تر سره کول ګټور بولي، ځکه په دې وخت کې بدن يو ډول پروټینونه تولیدوي چې د لمر په وړانګو زیانمن شوی پوست ترمیم او د وجود ژونکې خوندي کړي. یاده دې وي چې سهار مهال دا پروټینونه په ډېره اندازه توليدېږي چې د ورځې پر ۷ بجو یې د تولید ګراف تر بل هر وخت لوړ وي، خو د هر ساعت په تېرېدو سره یې کچه کمېږي.

د لمر اخیستنې پر مهال د لمر ضد عینکې پر سترګو کړئ، تر لمرین حمام شل دقیقې وړاندې مخ، ګوتې او تلې د لمر په کریمو او بدن پر پارافینو غوړ کړئ. که غواړئ چې وېښته-وړونکي (موی بر ) توکې او یا هم د بدن کومه برخه وخریاست؛ دا کار باید دوه ورځې د لمرین حمام تر کولو وړاندې وکړئ.

کوښښ دي وشي چې په پسرلي او مني لمر واخیستل شي. د لمر اخیستنې هر ځل دي د ۱۵-۳۰ دقیقو وي او تر ټولو ښه وخت یې سهار دی چې وړانګې په ۴۵ درجې وي.

یاده دې وي چې د ځینو خلکو پوستکي او یا هم سترګې د لمر له وړانګو سره حساسیت لري. دا کسان دې له لمر اخیستنې څخه ډډه وکړي.

ډاکټر ظهير

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button