قطر؛ د قضيي اړخ دی، کوربتوب ګټه نه لري

عبدالمنان توحیدیار

افغانانو هرکله ټینګار کړی چې د سولې خبرې باید داسې هېواد کې وشي چې د افغانستان د قضيي اړخ نه وي په بې طرفه ډول باندې منځګړتوب او کوربتوب وکړي چې افغانان سولې ته ورسیږي.

له لومړۍ ورځې چې قطر د خبرو لپآره انتخاب شو، ملاحظات پرې موجود و، خو د طالبانو ټينګار دا و چې دوحه کې دې خبرې وشي او دا یې د سولې د خبرو د پيل لپاره شرط وړاندې کړی و.

افغانان او افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره ډيرې قربانۍ ورکړي او لا هم قربانۍ ورکوي چې د سولې ستر ارمان ته ورسیږي، خو طالبان دي چې هره ورځ د جګړې نوې پلانونه جوړوي او د دې پردۍ جګړې لپاره افغانستان ورانوي او د افغانانو وینه توی کوي.

قطر بې طرفه نه دی

د سخت دریځۍ او افراطیت تاریخ که وګورئ، قطر یو له هغو هېوادونو دی چې افغانستان کې یې سخت دریځو ډلو سره په بیلابیل ډول مرستې او همکارۍ کړي او دې ته یې د جهاد نوم ورکړی دی.

سعودي، امریکا، اروپايي ټولنې او ځینې نورو هېوادونو هم قطر باندې ملاحظات درلودل چې د خبرو د کوربتوب لپاره مناسب نه دی، ځکه قطر له طالبانو سره ډيره خواخوږي لري.

تاسو به لیدلي وي، یا به مو اوریدلي وي، هغه مهال چې طالبانو ته د هېڅ هېواد د تګ راتګ اجازه نه وه، د فعالیت لپآره ورته بهرنیو هېوادونو زمینه نه وه برابره، قطر پرته له دې چې افغان حکومت جریان کې کړي، طالبانو ته یې دفتر پرانیست او په دې دفتر یې د طالبانو بیرغ لوړ کړ.

طالبانو لپاره قطر هېواد ځکه مهم و چې قطر له طالبانو سره اوږدمهاله مرستې کړي او طالبانو ته ډاډ ورکړل شوی و چې ټولې هغه غوښتنې به یې ًپر ځآی کیږي چې طالبان ورته اړتیا لري.

حتی ځینو مواردو کې شکونه شته چې د طالبانو د قطر دفتر له بهرنیو استخباراتو پيسې راټولوي او د قطر هېواد په مرسته یې پآکستان او افغانستان کې ترهګرو ډول ته رسوي او هغوی پرې جګړه کوي.

د طالبانو تمرکز چې په قطر و، یو لامل یې دا و چې قطر له طالبانو سره د همکاریو ډاډ ښودلی و او طالبان په دې پوه شوي و چې یواځې قطر کولی شي چې دوی مصوون کړي او د دوی نامشروع ګټې خوندي کړي.

د افغان حکومت مجبوریت

افغان حکومت مجبورا د قطر دفتر کې خبرې ومنلې او د قطر کوربتوب یې قبول کړ، طالبان بل ځای خبرو ته نه حاضریدل او افغان حکومت له خپل ولس مجبور دی چې سوله ورته وکړي، خو طالبان هر کله له سولې تيښته کوي او په جګړه باندې یې تمرکز زیات کړی دی.

افغان حکومت څو ځل طالبانو ته وویل چې بین الافغاني خبرې باید خپلواکې وي، او خپلواکه کیدلی هغه مهال کیدلی شي چې په خپله خاوره کې مذاکرات پيل شي.

تاسو به اوریدلي وي چې افغان حکومت څو ځل پر طالبانو غږ وکړ چې که د هېواد په هر ولایت او هره ولسوالۍ کې د خبرو کولو لپاره دفتر غواړي، دوی تیار دي چې ورته جوړ یې کړي او امنیت یې خوندي کړي.

طالبان ادعا کوي چې د هېواد ۸۵ سلنه خاوره یې کنټرول کې ده، خو ۸۵ سلنه خاوره کې نه دوی د یو قبر ځای لري چې مشران او قومندانان پکې دفن کړي او نه یو دفتر لري چې افغان حکومت سره پکې خبرې وکړي.

که طالبان په رښتیا هم ۸۵ سلنه خاوره باندې کنټرول ولري، نو بیا دې یو دفتر وښيي چې د دوی مشران او یا قومندانان پکې اوسیږي او یا داسې مصوون ځآی وي چې دوی وکولی شي، حتی ځایي مشرانو سره پکې خبرې وکړی.

لږ تر لږه پر افغانانو او افغان حکومت دې باور وکړي او حکومت به ورته تضمین ورکړي چې د دوی د قطر په څېر دفتر به دلته مصوون وي، هو؛ د قطر او دوحې په څېر بلډنګونه او مفشن هوټلونه به نه وي، خو نور امکانات به د خوراک او څښاک وي.

د بې بي سي د مالوماتو له مخې، د قطر دفتر کې طالب مشرانو ته د قطر هېواد د میاشتې هر کس ته تر ۲۰زره امریکایي ډالرو پورې ورکوي او دا پيسې د دوی او د دوی د کورنیو د مصارفو په نوم ورکول کیږي.

نو طالبانو چې د قطر دفتر انتخاب کړی دی، د دې لپاره چې د دوی د سیاسي دفتر مشران تصمیم نیسي او هغوی هیڅکله نه غواړي چې دومره ډير امکانات او پيسې له لاسه ورکړي.

د قطر دفتر طالبانو ته مالي امکانات برابروي

قطر دفتر اوس ټول په دې مصروف دي چې څنګه له بهرنیو هېوادونو څخه پيسې راټولې کړي او افغانستان کې پرې د جګړې اور بل وساتی.

تاسو ولیدل چې له یو کال زیات وشو چې قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی خبرو ته ناست دی، خو طالبان کله یوه او کله بله پلمه کوي او د خبرو پروسه یې په ټپه درولې ده.

تاسو به د طالبانو اعلاميي تعقیب کوئ چې بهرنیو هېوادونو پوځي او استخباراتي مسوولینو سره ګوري او لکه د اجرتي قاتلانو ورسره د افغانانو او افغانستان پر سر معامله کوي.

افغانستان کې جګړه نیابتي ده چې ډير هېوادونه پکې ښکیل دي او له دې هیڅ سترګې نه شي پټیدلی چې دا جګړه بهرنۍ ده او هر هېواد د خپلو ګټو په تعقیب پسې اجرتي قاتلانو او وسله والو ته امکانات او پيسې ورکوي او بدل کې ترې کار غواړي.

طالبان هم د قطر دفتر کې ناست دي او له بهرنیو استخباراتو سره د افغانانو پر سر معاملې کوي، روسیه، ایران، پاکستان، چین، امریکا او…. نور ډير هېوادونه چې افغانستان کې له ترهګرو ډار لري، طالبانو سره په معاملو بوخت دي.

طالبان اوس داسې وضعیت ته رسیدلي چې حتی په لس زره افغانۍ باندې یو کس وژني او دې ته بیا د مبارزې او جهاد نوم ورکوي.

د افغانستان د قضيي یو اړخ دا دی چې د طالبانو سیاسي دفتر پر خپلو وسله والو معامله کوي او بیا ورته لارښوونه کوي چې دا پالیسي تطبیق کړي، دا کار وکړي او هغه کار وکړي، د قضيي بل اړخ دا دی چې د طالبانو وسله وال قومندانان په مستقیم ډول بهرنیو استخباراتو سره اړیکې لري او د هغوی د ګټو لپاره کار کوي، حتا په پنځه زره افغانۍ باندېي یو کس وژني.

پایله

ښه خبره به دا وي چې نړیوال د افغان حکومت سره یو ځای د قطر دفتر په تړاو پریکړه وکړي چې له دې هېواد څخه یې کوم بل هېواد ته انتقال کړي، لکه څنګه مې چې پورته یادوونه وکړه، ښه خبره دا ده چې دا خبرې په افغانستان کې وشي چې بین الافغاني خبرې دي او باید د افغانستان په خاوره کې وشي.

کله چې قطر له منځه ووځي، د افغانانو د خبرو خپلواکي ترلاسه کیږي او بیا ورته بین افغاني خبرې ویلی شو.

لکه څنګه چې طالبان ډير کله سور خط اچوي، داسې باید له افغان حکومت سره یو ځای امریکا جمع نړیواله ټولنه طالبانو ته سره کرښه کش کړي چې که قطر کې خبرې غواړئ، موږ خبرې نه غواړو او بس.

طالبانو ته همدومره ناز بس و چې نړیوالو او امریکا ورکړ، دا ترهګره ډله یې په نړیوال سټیج راپورته کړه او اوس ورته ځآنونه فاتحین ښکاري، له امریکا سره یې سیاسي هوکړه وکړه او دې ته یې بیا د فتحې نوم ورکړ.

طالب تر دې هم سپک دی، لکه څومره چې ښکاري، دا ترهګره ډله هیڅکله په عدم تشدد باندې باور نه لري او هر کله یې تمرکز په تاوتریخوالي باندې وي.

د سولې د خبرو په دوام تاوتریخوالی هیڅ هېواد کې نه وي، خو دا چې طالبان د جګړې لپآره جوړه شوې پروژه ده، له تاوتریخوالي لاس نه اخلي، تاسو وکړئ چې زه خو هیڅ دې خبرو ته ځکه خوشبین نه یم چې طالبان په وینې تویدنې عادت شوي او که د سولې خبرې بریالۍ هم شي، طالب قومندانان به یې سولې سره یو ځآی نه شي او جګړې او تاوتریخوالي ته به دوام ورکړي.

پآی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button