قبضیت

ژباړن او راټولونکی: احسان الله ژمن

  د غټو کولمو په مرسته د غایطه موادو (feces) ورو حرکت عبارت له قبضیت څخه دی. قبضیت (constipation) د غټو کولمو یوه اساسي ستونز ده. (د دې ناروغۍ اساسي علتونه؛ د مایعاتو زیات جذب او یا د مایعاتو لږ اخستل). که چېري د وړو کولمو په مرسته تر حد زیات مایعات د ویني دوران ته جذب سي یا شخص تر اړتیا لږ مایعات واخلي، په پایله کي غایطه مواد وچ او کلک کېږي او د غټو کولمو په دریمه برخه (descending colon) کي راټولېږي، چي نوموړي حالت ته قبضیت وایي.

همدارنګه د کولمو هره پتالوژي (ناروغي)، چي  په کولمو کي د موادو حرکت له منځه وړي د قبضیت سبب ګرځي لکه، تومور ، adhesion (د کولمو په دېوال پوري د یوې مادې نښلېدل، چي د کولمو د قطر د تنګېدو یا زخم لامل ګرځي).

له یو کلنۍ څخه کم ماشوم (infant) ډېر لږ د قبضیت په ناروغۍ باندي اخته کېږي. کلینیکي تجربو ښوولې ده، کله چي د غایطه موادو عکسه (defecation reflex) را و پارول سي او شخص د غایطه موادو کړنه تر سره نه کړي، او یا شخص د کولمو د نورماله طبیعي دندي د تر سره کېدو لپاره د قبضیت ضد موادو څخه استفاده کوي نو په تدریجي ډول د وخت په تېرېدو سره د غایطه موادو عکسه کمزورې کېږي په پایله کي د کولمو حرکات کمېږي، غایطه مواد په غټو کولمو کي راټولېږي او قبضیت منځته راځي.

قبضیت د غټو کولمو د (sigmoid colon) د یوې وړې برخي د غیر ارادي حرکاتو (spasm) له امله هم رامنځته کېږي. په نورمال ډول د غټو کولمو حرکات کمزوري دي، ځکه نو د غټو کولمو د یوې وړې برخي ډېر لږ spasm د شدید قبضیت لامل کېږي.کله چي قبضیت څو ورځي دوام وکړي نو زیات غایطه مواد د (sigmoid colon) د سپزم لرونکي برخي څخه پورته را جمع کېږي، د دې له کبله د غټو کولمو افرازات تر نورمال حد زیاتېږي په پایله کي تقریبا د یوې ورځی لپاره نس ناستی (diarrhea) منځته راځي. تر دې وروسته نوموړی سایکل (دوره) دویم ځل پیلېږي یاني بیرته قبضیت را پیدا کېږي. هر ځل نس ناستی او قبضیت د مخکني سایکل سره توپیر کوي. 

د موضوع اړوند د ځنیو اصطلاحاتو تشریح:

تومور: د نسجونو غیرنورمال وده عبارت له تومور څخه ده. تومور دوه ډوله دی؛ benign tumor (هغه تومور چي متاستاز نکوي او ممکن د کنترول وړ وي). Malignant tumor (هغه تومور چي متاستاز کوي او د کنترول وړ نه وي).

متاستاز (metastasis): له لومړۍ ساحې څخه بلي ساحې ته انتقال)

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button