فدرالي رزرف سیستم دریمه برخه

 

ژباړن : نورالحق نبي زاده

      آیا فدرالي رزرف سیستم خپلې ټاکلې موخې لاس ته راوړې ؟ د هر هغه چا چې عمر یې له څلوېښتو کلونو اوښتی دی ، یو پر بل پسې یې د انفلاسیون او لوېدنې دورې تجربه کړي دي . په ۱۹۷۲ کې اولسمشر نیکسن د دالر ارزښت وروسته له هغې راټیټ کړ کله چې اروپایانو د دالر له منلو څخه ډډه وکړه . د « بریتانیکه » نوی دایرة المعارف په دې تړاو لیکي : « له ۱۹۷۶ – یم  کال راهیسې  د امریکا د متحده ایالاتو تجارتي بیلانس منفي و ، او له ۱۹۱۴ – م کال راهیسې د لمړي ځل لپاره په ۱۹۸۵ کې بهرنیو کرېډېټ ورکوونکو ته امریکایي پورونه ډېر شول نسبت امریکایي کرېډېټ ورکوونکو ته د  بهرنیو پورونه » . ( ۳۷ ) .

       که چېرې د فدرالي رزرف سیستم رښتینې دندې همداسې وي لکه چې اعلان کړي یې دي نو تاوانونه یې باید ډېر نه وي . په دې اړه رلف اېپرسن بیا داسې لیکي : « ته به وایي چې داسې سیستم له داسې بد مرغه نوم ( حیثیت ) ، تور پای سره . . . باید پرته له ځنډ له منځه تللی وای ، خو شونې ده چې سیستم لکه څرنګه چې یې امریکایی اولس ته تبلیغ کوي د دې لپاره نه بلکې د کومې بلې موخې لپاره راپنځول شوی و » . ( ۳۸ ) .

       د پیسو د لوبې بل پټ اړخ په بانک کې د پيسو د ایښودو اړتیا ده چې کېدای شي هر وخت بېرته وایستل شي . مونږ دغه سیستم په بانک کې د جاري حساب په توګه پېژنو . نن ورځ دغه سیستم په چټکتیا سره د بانکونو په پلاستيکي کارتونو بدلېږي . هغه خلک چې په بانکونو کې پيسې ږدي نن ورځ د « بانکي خدمتونو » لپاره تل ورځ تر بلې ډېرېدونکي اجورې د دې لپاره ورکوي  چې هغوی بانکونو ته اجازه ورکوي چې د دوی پیسې د ګټو د لاس ته راوړو لپاره وکاروي .

       تاسې په خپله قضاوت وکړئ کله چې یو څوک سل دالره په بانک کې ږدي ، دا کار په حقیقت کې بانک ته پور ورکونه ده ځکه چې له غوښتنې سره سم دغه پیسې باید پرته له ځنډه بېرته ورکړل شي . خو که چېرې بانک کوم چا ته سل دالر په پور ورکړي نو د بانک پوروړی  باید دغه پور د سلنې د ګټې سره یو ځای بېرته بانک ته ورکړي . اوس دغه سل دالره پانګه ګڼل کېږي . پام وکړئ همدغه سل ډالره هم پانګه کېږي او هم پور،  په دې توګه دا ثابته کېږي چې پیسې هیڅ ارزښت نه لري .

       له بل پلوه دلته د سلنې ګټې مسئله راپيدا کېږي . کله چې سل دالره د سپما ( پس انداز ) په حساب بانک کې کېښودل شي د ځینو شرطونو د پوره کولو په صورت کې د بېلګې په توګه دا چې پیسې به ژر بېرته نه غوښتل کېږي ، یوه کوچنۍ سلنه ټاکل کېږي . خو که دغه سل دالره د جاري حساب په بڼه وي نو د پیسو خاوند هیڅ هم نه تر لاسه کوي . خو که چېري بانک سل دالره پور ورکړي نو هرو مرو د ټاکل شوې بانکي ګټې د اندازې په حساب د سلنې ګټه اخلي . له دې سره  دا روښانه کېږي چې ولې بانکي کړنې ګټې راوړي .

دا د پيسو ډېر مهم  راز دی .

     په دې پوهېدل ګران نه دي چې په یوه بانک کې د جاري حساب په پرتله د بانک پرانیستل ډېر ګټور دی . دا چې د یوه وخت ځواکمنه امریکا ولې د پوروړیو په ملت بدل شو دغه موضوع تر هر څه ښه روښانه کوي .

       سود خوړنه هغه اصطلاح ده چې عملأ زمونږ له قاموس څخه ورکه شوله . نن ورځ زمونږ ځوانان د دغې کلیمې په اړه هیڅ ډول پوهاوی نه لري . یو وخت د پور په تړاو هرې ډول ګټې ته سود خوړنه ویل کېدله خو اوسنیو قاموسونو دغه کلیمه آن که ګټې ملا ماتونکې هم وي دوی یې ساده او آسانه ګټه بولي . یو وخت د تکزاس ایالت په قانون له شپږ سلنې پورته هره ګټه سود خوړنه بلل کېدله خو د کلونو په تېریدو سره دغه چت په لوړېدو شو تر څو چې دغه اصطلاح په بشپړه توګه لرې شوه .

      څېړونکی ګریفن لیکي : « پورونو ته لېوالتیا ښودنه پرته له سود خوړنې نه بل څه نه دي او دغه کړنه د فدرالي رزرف سیستم په بڼه قانوني شوه » . سود خوړنه د فدرالي رزرف سیستم د کړنو په بڼه په پټه او د ځانګړې اقتصادي اصطلاح په کارونې سره تر سره کېدله . په دې اړه ګریفن زیاتوي : « هغه میکانیزم چې فدرالي رزرف سیستم ورڅخه کار اخلي او ژمنه شوي پورونه ( لاسوندونه ) په پیسو اړوي ، کېدای شي چې په پیل کې پېچلی مالوم شي خو هغه ډېر ساده دی ، که چېرې دا پوه شي چې دغه پروسه نه باید منطقي بلکې هغه باید کړکېچنه او له درغلۍ نه ډکه واوسي » . ( ۳۹ ) .

       یو بل څېړونکی ګرایدر له دغه شان نظریې سره خپله موافقه څرګنده کړه او ویې لیکل : « د فدرالي رزرف سیستم د فعالیت جزئیات لکه څرنګه چې انګېرنه یې کېدله د عادي وګړو د پوهاوي لپاره ډېر پېچلي وو » ( ۴۰ ) . ځینې یې داسې انګېري چې د سیستم دغه ناسم تفسیر  کېدونکی توب باید ښیګڼه وګڼل شي . هنري فورد یو وخت وویل : « دا چې خلک زمونږ پر بانکي او د پیسو – کرېډېټ سیسم باندې نه پوهېږي زمونږ لپاره  مناسبه ده ، ځکه که اولس ورباندې پوهیدلی نو نن ورځ به انقلاب شوی و » ( ۴۱ ) .

       همدا شان پخوانی سناتور د دې پخلی کوي چې : « ډېری امریکایان د نړیوالو سود خوړو د فعالیتونو په تړاو هیڅ تصور هم نه لري . بانکران غواړي چې باید همداسې واوسي . مونږ د خپل روان د تل په یوه ځای کې پوهېږو چې د اروپا روتشیلدان او واربورګان ، د مورګان ، « کوهن ، لوېب انډ کو » ، شیف ، لیمان او روکفیلر کورنۍ د شمېره وتو شتمنیو لرونکي او سمبالونکي دي . دا چې هغوی دغه ستر مالي ځواک څرنګه لاس ته راوړي او څرنګه یې کاروي زمونږ ډېریو لپاره یو پټ راز دی . نړیوال بانکران پيسې جوړوي او حکومتونه ته کرېډېټونه ورکوي . څومره چې د دولت پور ډېر وي هم هغومره یې کرېډېټ ورکوونکو ته د سلنې ګټه لوړه وي . د اروپا ملي بانکونه عملأ د خصوصي ګټو ملکیتونه او کنترول لاندې دي . دغه خصوصی ګټې د فدرالي رزرف سیستم په قلمرو کې راڅرګندېږي » . ( ۴۲ ) .

       د څېړونکي ګرایدر د نظر سره سم ، ننیو سود خوړو د خپلو مالي معاملو د سمبالښت لپاره داسې کړکېچن او پټ طرحه شوي پلانونه تیار کړل چې فدرالي رزرف سیستم د تفکر په مکتب بدل شو .

       ګرایدر لیکي : « شونې ده چې د نن ورځې عقل ( بصیرت ) یې و نه مني چې کېدای شي فدرالي رزرف سیستم دې یو مذهبي بنسټ واوسي . مګر د توطئو تئوریسینانو له یوې لارې چې یواځې هم هغوی ته د پوهېدو وړ ده یو څه رښتیني او مهم رابرسېره کړل . . . چې فدرالي رزرف سیستم آن د مذهب په ډګر کې خپل فعالیت وکړ . د دغه سیستم د پیسو پټ ځواک چې له سپېڅلو نیکونو څخه په میراث اخیستل شوی دی ، د ټولنیزو او رواني پدیدو پېچلې اړیکه پتوي . د پټې جادوګرۍ د ځانګړو بڼو په لرلو سره فدرالي رزرف سیستم دومره قوي او وېره ونکي ټولنیزې لمانځنې او معاملې تر سره کوي چې د معمولي پوهاوي څخه لوړې ښکاري . . . پيسې تر هر څه نه ړومبی – دا د ایمان  کړنه ده . داسې پټه جامع هوکړه ( توافق )  چې په رشتیا توګه اسرار آمیزه بڼه ولري یوه اړتیا ده . دا چې پیسې جوړې او هغه وکارول شي ، په دې باندې هر څوک او ټول باید باور ولري . یواځې په دغه صورت کې هیڅ ارزښت نه لرونکې کاغذي پاڼې ارزښت پيدا کوي » . ( ۴۳ ) .

         ډېري څېړونکي او لیکوالان د بانکرانو د ګټو سرچینه د عادي خلکو په پورونو کې ویني . دا هغه څه دي چې په لړغونو اسنادو کې بیان شوي دي . د حجت پر اساس اثبات شوي شواهد شته چې دا تاییدوي چې د حکومتونو په هغوپرېکړو کې چې د ټولنیز او خصوصي پور د لوړېدو لامل ګرځي بانکران نه یواځې مخکښ رول لري بلکې همدوی یې اصلي عاملین هم دي .

       فیلیپ جې. لینګمن او جېک ایګان د « نیوز انډ ورلډ رپورټ » خپرونې د ۱۹۹۹ کال د جنورۍ په ګڼه کې ولیکل : « د فدرالي رزرف سیستم د دې پرېکړې چې په دوران کې د پیسو حجم را کم وي  او په ډېر مقدار د بهرنۍ پانګې د راتګ له کبله د امریکا په متحده ایالاتو کې امنیتي زون راوپنځېده ، د امریکایي لګښت کوونکو او بزنسمینانو لپاره لا هم پرېمانه کرېډېټونه پیدا کېږي ، اقتصاد د نویو کار ځایونو جوړولو ته دوام ورکوي خو امریکایان د دې پر ځای چې عایدات یې لوړ شي په چټکتیا سره ترغوږونو پورې په پورونو کې ډوبېږي » ( ۴۴ ) .

        په ۱۹۳۰ – مو کلونو کې داسې څرګندېدله چې کاغذي بانک نوټونه د سرو زرو له خوا سمبالېږي او د اساسي قانون لسمه ماده حکم کوي چې د قانون له مخې سره زر او سپین زر د معاملو یواځینۍ وسیلې دي . د فدرالي رزرف سیستم پر پخوانیو بانک نوټو باندې لیکل شوي و : « د امریکا د متحده ایالاتو په خزانه یا د فدرلي رزرف په هر بانک کې د قانوني پیسو تاوان خوندي دی » ( ۴۵ ) ، هغه څه چې نور ناسوب دی .

       کله چې اولسمشر روزولت له سرو زرو لاس واخیست او له دالر څخه یې د سرو زرو معادل سمبالتیا له منځه یوړه ، نو څېړونکي ګرایدر داسې ولیکل : « د سرو زرو معیار په هېرولو سره یې آخر په دې پېړۍ کې د پیسو د توهماتو وروستی کوټ هم مات کړ . دا چې د پیسو رښتینې دنده د اړینو توکو او خدمتونو ښودنه وه – هغه له یاده ووتله  » ( ۴۶ ) .

         د پيسو ډېر ساده رازونه د پیسو پالنې د روحانیونو له خوا پټ ساتل کېدل . په دې تړاو څېړونکی ګرایدر لیکي : « امریکایي ټولنه د خپلو سیاسي مشرانو په پرتله لږ توپیر لري ، لامل یې د پیسو د دندو په تړاو اوسنی تومنه شوی ( سخت شوی ) کلیشه یي محدود پوهاوی  دی ، د ټولنې منځمهاله غړی د پیسو د اړیکو په ژبه باندې نه پوهېږي او ډېری اقتصاد پوهان دا هڅه نه کوي چې دغه ژبه هغوی ته بیان کړي » ( ۴۷ ) . 

         نن ورځ پيسې ټولې تر ډېره په کمپیوتر کې دودشوي الکترونیکي حسابونه دي چې د پلاستیکي کارتونو په مرسته ورګرځي  . پخوا وختونه را ګرځول کېدای نشي . په هر حال دغه غیر واقعي پیسې لویو بنسټونو ته د سلنې ګټې په حساب په پور ورکول کېږي . له دې چې د پیسو عمومي شمېرنه ډېرېږي نو د هغوی ارزښت راکم کېږي . دغه بهیر ته انفلاسیون ویل کېږي چې په حقیقت کې د پیسو پر کارونې باندې د بار اچونې ( باج ) منځروغی دی ( ذاتي ځانګړتیا ده ) . او هغه څوک چې د کاغذي پیسو یا د الکترونیکي حسابونو بهېدنه اداره کوي کولی شي انفلاسیون هم اداره کړي .

        لیکوال ویلیم برملي لیکي : « د دغه ټول سیستم پایله نن ورځ د ټولنې په ټولو قشرونو کې ډېر زیات پور دی ، بانکونه د خپلو ګډونوالو پوروړي دي او د بانکونو د ګډونوالو پیسې بیا په پور ورکول کېږي او نور خلک د بانکونو پوروړي کېږي . د دغه سیستم کړنې انسان ته تر ډېره د عقلي ناروغ پوچ خیالونه وریادوي . مګر واقعیت واقعیت دی او هغه دا چې بانکونه د نورو پور ورکوونکو په شان که چېرې د هغوی پیسې بېرته ور و نه رسول شي ، ډېری وختونه دا حق لري چې فزیکي ملکیتونه کنګل کړي » ( ۴۸ ) .

       د ۱۹۳۰ – مو کلونو د ستر اقتصادي رکود په دوره کې پیسو خپل ارزښت وساته . ځکه چې پیسې لږ وې او بیو د هغوی  کمبود ښوده ، خو نن ورځ امریکا د انفلاسیوني بیو انفلاسیون تجربه کوي چې په چلند کې د پیسو د حجم په ډېرېدو سره مخ په لوړېدو دي . په چلند کې چې هر څومره ډېرې پیسې ، په هماغه کچه یې ارزښت لږ وي .

      مګر د مالي انترناسیونال تر شا څوک ولاړ دي ؟

      د هغوی په ډله کې تر ټولو نوموتي یې د مورګان ، روتشیلد ، سېسیل روډس ، ډو پنټ او داسې نورو خیلونه دي .

     اخیست ځایونه :

[1]-  سټن اتوني . د دالر ځواک . ۹۶ ، ۹۷ مخونه .

[2]- William Greider. Secrets of the Temple : How the Federal Resrve Runs the Country . New York . simons & Schuster , 1987. P.39.

[3] – سټن انتوني . د دالر ځواک . ۱۸۶ ، ۱۸۷ مخونه .

[ 4 ] – هملته ۱۸۶ مخ .

[ 5 ] –  G. Griffin . the Creature from jekyll island ( Westlake Village , CA: American Media , 1994 ). P.156.

[ 6 ] – Nexus . February March . 1999. P. 13.

[7 ] –  G. Edward Griffin . the Creature from jekyll island ( Westlake Village , CA: American Media 1994). P.331.

[ 8 ] – Martin A. Larson. The Essence of Jefferson . New York . Josef J. Binns. Publisher . 1977.P.192,196.

[ 9 ] – ibid .P. 185,186.

[ 10 ] – Derek Wilson . Rotschild : the Wealth and Power of a Dynasty . New York . Charles Schribner’s Sons.1988.P.32.

[ 11] – G. Edward Griffin . The Creature from jekyll island ( Westlake Village ,CA: American Media, 1994 ). P.331.

[ 12 ] – ار. اېپرسن . نه لیدونکی لاس . تاریخ ته د یوې توطئې په توګه کتنه     ۱۵۲ مخ .              

[ 13 ] – هملته  ۱۵۵ مخ .   

[ 14 ] – هملته . 

[ 15 ] – Euste Mullins . The Secrets of the Federal Reseve . Staunton . Va: Bankers Reserve Institute ,1983.P.8.

[ 16 ] –   ار. اېپرسن . نه لیدونکی لاس . تاریخ ته د یوې توطئې په توګه کتل .         ۱۷۹ مخ .                          

[ 17 ] – Euste Mullins . The Secrets of Federal Reseve .P.5.

[ 18 ] – ار. اېپرسن . نه لیدونکی لاس . تاریخ ته د یوې توطئې په توګه کتل . ۱۷۸ مخ .                            

[ 19 ] – هملته ۱۸۰ مخ .     

[ 20 ] – G.Edward Griffin .The Creature from jekyll island .P.437.

[21 ] – ibid .P.440.

[ 22 ] – Euste Mullins . The Secrets of Federal Reseve .R.11.

[ 23 ] – William Greider . Secrets of the Temple : How the Federal Reseve Runs the country . P.286.

[ 24 ] – G.Edward Griffin . The Creature from jekyll island .P.445.

[ 25 ] – ibid .

[ 26 ] – Ferdinand Lundberg. America’s Sixty Families . New York : Vaguard Press.1937.P.114.

[ 27 ] – W.Cloen Skousen. The naked Capitalist .Salt lake City . UT: selt publisher, 1970.P.21.

[ 28 ] – ibid .

[ 29 ] – G.Edward Griffin . The Creature from jekyll island . P. 469.

[ 30 ] – Kim Klark. Demystifying Aln. U.S.News & World Report .May 17.1999.P.64.

[ 31 ] – Gary Allen. None Dare Call It Conspiracy ( Seal Beach ,CA:Concord Press . 1971 ).P.53.

[ 32 ] – Euste Mullins . The Secrets of the Federal Reseve . Staunton . Va: Bankers Reserve Institute ,1983.P.28.

[ 33 ] – ibid .P.179.

[ 34 ] – Eric Samuelson report : “  Central Banking and the Private Control of Money “ . Nexus .December 1998 – January 1998.P.12.

[ 35 ] – G.Edward Griffin . The Creature from jekyll island . P. 466,467.

[ 36 ] – ار. اېپرسن . نه لیدونکی لاس . تاریخ ته د یوې توطئې په توګه کتل . ۱۸۴ مخ .                                 

[ 37 ] – The New Encyclopedia Britannica .Vol.29.P.194.

[ 38 ] – ار. اېپرسن . نه لیدونکی لاس . تاریخ ته . . . ۱۸۴ مخ .

[ 39 ] – G.Edward Griffin . The Creature from jekyll island .P.207.

[ 40 ] – William Greider . Secrets of the Temple : How the Federal Reseve Runs the Country . New York . Simon & Schuster , 1987.P.12.

[ 41 ] – ibid . P.55.

[ 42 ] – Barry Goldwater . With No Apologies ( New York : William Morrow and Company ,1979 ). P.281.

[ 43 ] – William Greider . Secrets of the Temple : How the Federal Reseve Runs the Country . New York . Simon & Schuster , 1987. P. 53.

[ 44 ] – Philip J. Longman and Jack Egan . Will the Bears eat Goldilocks ? U.S. News & World Report .January 11. 1999. P. 43.

[ 45 ] – William Greider . Secrets of the Temple : How the Federal Reseve Runs the Country . New York . Simon & Schuster , 1987. P.228.

[ 46 ] – ibid . P.55.

[ 47 ] – ibid . P.55.

[ 48 ] – William Bremley. The Gods of Eden. San Jose . CA : Dahlin Family Press . 1990. P.432.

  

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button