غلا وکړه ښارګوټۍ جوړکړه

محمدآصف خواتی

څوورځې مخکې مې په هالند کې دارواح ښاد پوهاندمحمودسوما په فاتحه کې ګډون وکړ ۰ تصادفآ دفاتحې وروسته  دیوه محترم لیکوال اوژورنالست سره چې دپیاوړي قلم خاوند دۍ مخامخ شوم کوم چې مخکې مې نه ولیدلی اودنوموړي سره دپیژندګلوۍ له امله ډیرخوښ شوم۰ ښاغلي زما دلیکنوچې ګواکې انتقادي بڼه لري ستاینه وکړه۰ مادکورودانۍ په څرګندولو سره ور ته وویل چې نه لیکوال  یم اونه پدې برخه کې پوهه لرم خو اجبارآکله ناکله څه لیکم ۰ ښایي ډیری لوستونکي زما لیکنو ته په کتو سره حکم وکړي  چې ددې قلم خاوندپسیمیست اومنفي باف دۍ ، یوازې اویوازې د چارواکو ، سیاستوالواو واکمنیو کمزورو اړخونو ، نیمګړتیاوو اومنفي اجرآتوپه اړه لیکي او دمثبتو اقداماتو چې له بده مرغه هغه به نشت کې حسابیږي څه نه لیکي۰ ځکه چې دالیکنه هم دجان کیري له لوري د جوړشوي شړیدلي او شرمیدلي دولت دوروستۍ ناقانونه او له شرمه ډکې کارنامې په اړه ده۰  دلته پرځای ګڼم هغو درنو لیکوالو ته  چې دګران افغانستان دآبادۍ  لیوال دي اوپدې باور دي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه روان بهیربه هیوادته سوله ، دموکراسي اوپرمختګ ډالۍ کړي اود نوروڅخه هم تمه لري چې دننۍ واکمنۍ په ملاتړکې ودریږي  لاندې دوې پوښتنه طرحه کړم۰ لومړۍ داچې په ۲۰۰۱ کال کې په بن کې جوړشوی حکومت ددې منل شوي نړیوال اصل سره چې ولسونه بایدخپل برخلیک په خپله وتاکي په ټکرکې  نه و؟ بله داچې  دکیري له لوري دمفکراومفشن په مشرۍ دملي یووالي دحکومت جوړونه  دهیواد د اساسي قانون څخه  سرغړونه نه وه اوپه ولس د داسې یوه معیوب حکومت تپل  دموکراسۍ ته سپکاوی نه و؟ کله چې منل شوي نړیوال اصول ترپښولاندې شي، پرولسونودپردیو له لوري واکمنۍ تحمیل شي اوددموکراسۍ علمبرداران پخپله خپلې راوړل شوې ډالۍ ته سپکاوی وکړي پایله یې معیوبه اوشړیدلي حکومتونه دي چې دمعیوبه او شړیدلوواکمنیو څخه  د بریاوواوپرمختګونو تمه خوب ، خیال او معجزه ده ، منطقآ چې شړیدلي حکومتونه په ټولنه کې رټلي او شرمیدلي حکومتونه وي۰

اوس راځم اصلي موضوع یعني  دنني شړیدلي- شرمیدلي دولت وروستۍ کارنامې ته چې غلا وکړه اوښارګوټۍ جوړکړه۰ دهیوادمفکر اومفشن مشرانو پخپلو انتخاباتي کمپاینونو کې دخوراغوړو وعدو او ژمنو، په زړه پوروشعارونوپه وړاندې کولوسره   دفسادپه له منځه وړلو، ښې حکومتولۍ  اودقانون په پلي کولوټینګاردرلود ۰ خودمفکراومفشن یوې کلنې واکمنۍ وښودل چې خلک د پروني کفن کښ په ارمان دي۰ دننۍ شړیدلې واکمنۍ په یوه کلنه واکمنۍ کې دومره له شرمه ډکې پیښې اوله قانون څخه سرغړونې وشوې چې دحامدکرزي په دیارلس کلنې واکمنۍ کې نه ترسترګوکیږي۰ که چیرې ددې شرمه ډکوپیښوپه لړۍ تم شوڅولیکنوته اړتیا ده ۰ پدې لیکنه کې به په  دوووروستیومکث وکړم۰په تیره میاشت کې دطالبانوله لوري دکندزدښارنیول اودطالبانوپه وینا دکندزفتح د حکومت اودهغه دنړیوالوحامیانولپاره داسې یوه له شرمه ډکه پیښه اوسپکاوی و چې باید مفکراومفشن استعفی کړې وای او نړیوال حامي یې پردې اعتراف کړی وای چې هغه ونشوای کړای  پرمیړني افغان ولس خپله اراده تحمیل کړي ۰ سلګونوطالبانووکولی شول په پنځلسوګړیو کې زرګونه دولتي ځواکونه وځپي ،له کندز څخه یې وشړي ، اړیې کړي چې په ولس کې ځان پټ کړي اویا طالبانوته تسلیم شي ۰خو زرګونو تازه نفسودولتي ځواکونودامریکایي اوناټویي هوایي اوځمکني ملاتړسره سره د پنځلسو ورځووحشیانه  بمباریو وروسته وتوانیدل طالبان دکندزدښارڅخه وباسي۰ په کندزکې ددولت او امنیتي ځواکونو دشرم کیسې لا زمزمه کیدې چې بله له شرمه ډکه  پیښه د شړیدلي- شرمیدلي حکومت په دوسیه کې وراضافه شوه چې هغه دکابل بانک دسترلوټمارخلیل الله فیروزي سره  دیوه ښارګوټي دجوړولو دتړون لاسلیک و۰ مفکرجمهور چې دواکمنوحالاتو اود خلکودهیلوپه انځورولو کې پوره مهارت لري اویا ورته په ګوته کیږي خودهغود سمون او بدلون وړتیا، وس اوواک نلري۰ هغه واک ته په رسیدوسره  دکابل بانک ددوسیې دبیا پرانیستلو غږپورته کړچې د بانګ لوټ شوې پانګه به ترلاسه کوي اولوتماران به خپله سزا ویني۰ ډیرو دنوموړي ددې اقدام څخه ستاینه وکړه ۰ درباري اواجاره شوو لیکوالو خوبیا د امریکایي سریالونوپه شان دمفکر جمهوردخلاقیت اووجاهت  په اړه د توصیفناموپه لیکنولاس پورې کړ۰ دخلکو خبره ناببره « ازپلو ملي برآمد» اوخلیل الله فیروزی چې په لس کاله بندمحکوم شوی و د ښې حکومتولۍ په برخه کې دمفکر جمهور دځانګړي استازي ،حقوقي سلاکاراو نوروچارواکو  سره په کابل کې دسمارټ سیټي په نامه دیوه ښارګوټي دجوړولو تړون لاسلیک کړ۰ دتړون دلاسلیک څخه معلومیږي چې فیروزي یوخیالي زنداني و ښایي چې هغه زندان هم نه وي لیدلی۰  ځکه مې نوموړی خیالي زنداني وګاڼه چې پدې وروستیوڅوارلسوکلونو کې موږ دخیالي اتلانواوپه هغوکې دخیالي ملي اتل، دلسګونو زروخیالي عسکرواواربکیو، سلګونو خیالي ښوونځیواو لسګونوخیالي صحي بنسټونو شاهدان یو۰ داچې داد عجایبوپه هیوادکې به کوم نورخیالي بنسټونه ، خیالي ادارې اونورې خیالي پدیدې شتون ولري هغه به راتلونکې څرګنده کړي ۰ دښې حکومتولۍ په چاروکې د مفکرځانګړي استازي دفیروزي سره دحکومت له لوري دتړون دلاسلیک پرمهال دفیروزي داکاریوبا«ارزښتنه کاراودښمنانوته اړین ځواب» ووایه ۰ پربله خوا بیا دمفکر حقوقي مشاور دې پیل شوي روان بهیرته« دهڅونې د پالیسۍ» نوم ورکړ یعني داچې غلا وکړه ښارګوټۍ جوړ کړه ، اختلاص  وکړه شرکت جوړ کړه، رشوت واخله  لوړمقام ترلاسه کړه۰ مفکر جمهورچې پدې اړه دعوام الناس مخالفت اومنفي غبرګون ولید دنوموړي تړون دلغوې فرمان یې صادرکړ ۰ دتړون په اړه دمفکر جمهورله غبرګون څخه بریښي چې یوناقانونه کاراوهغه هم د نوموړي دښې حکومتولۍ په چاروکې دځانګړي استازي او دریم مرستیال؟ یا شاه دوشمشیره اوحقوقي سلاکار له لوري ترسره شوی دۍ ۰ په قانون مداره دولتونوکې دقانون ماتونکي دقانون پلې کونکو ارګانوته سپارل کیږي چې مفکربایدخپل حقوقي سلاکار اودریم مرستیال دقانون څخه دڅرګندې سرغړونې له امله څارنوالۍ ته معرفي کړي وای اودا موضوع یې هم څارلې وای چې فیروزي کوم ارګان اویا چا له زندان څخه آزادکړی دۍ؟ خومعلومیږي چې مفکردا واک اوصلاحیت نلري چې پدې اړه ګام اوچت کړي یا داچې په شړیدلي نظام کې  بشپړه ګدوډي اوخپلسري ښيي ۰ یا ښایي جمهور رئیس لدې امله دقانون څخه دسرغړونې موضوع  نشي راپورته کولی چې دی پخپله دملي یووالي دحکومت دمشر په توګه  د اساسي قانون څخه دسرغړونې محصول او زیږنده دۍ۰ یااحتمال لري ددې موضوع دراپورته کولو له کبله هغه خبره یې  سترګوته ودریږي چې دمتحده ایالتوپه سفارت کې دنوموړي هیواد سفیرورته کړې وه او مفکرورته ځواب نه درلود۰ کیسه داسې وه چې دملي یووالي حکومت  جوړولو ته غښتلي مفکرغاړه نه ایښودله اودلیل یې دا وچې هغه داساسي قانون سره مغایرت لري۰ سفیر ورته ویلي و تا چې احمدضیآ مسعودته دښې حکومتولۍ په چاروکې د ځانګړي استازي څوکۍ په پام کې نیولې ده په کوم قانون برابره ده؟ ددې خبرې په اوریدوسره خوارمفکردخپل حامي ارادې ته غاړه کیښودله۰ دمفکرجمهورله لوري په پرله پسې توګه  دقانون څخه سرغړونې ددې سبب شوې دي چې دده دکاسې انډیوالان، نږدې همکاران اودولتي چارواکي هم قانون مات کړي اودقانون څخه سرغړونې په یوه معمولي چلنداو دود واوړي۰

پای

 

           

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button