غزل

عبدالباري جهاني

جانان ته تر منزله رسېدل خو تکل غواړي
په پښو کي د سکروټو زولنې چلول غواړي

پانوسه چي لښکر د پتنګانو دي هېر نه سي
لمبه دي په وزر کي تر سینې رسول غواړي

رقیبه د جانان د کور اورونه درته ګوري
مغروره ککرۍ دي پر لمبو رغړېدل غواړي

چي یو افغان را پاته یو کونړ یوه جاله وي
ناولي به په کومه خوله ستا ټیک او اوربل غواړي

پر هره لوېشت اکبر او اڅګزي سنګر نیولی
زامن د فرنګیانو څنګه ښکلی کابل غواړي

« د تورو په میدان کي به سودا وي د سرونو»
خټک به له اورنګه د سرو وینو بدل غواړي

مختوري به یادېږي په سندرو کي د نجونو
پر قبر د نا مردو چي جنډۍ رپول غواړي

پېړۍ به یې سولیږي د نسلونو پر قبرونو
په کور د احمدشاه کي چي د غرونو وېشل غواړي

هر توری رنګومه د رنځور زړګي په وینو
آمو ته قصیده لیکم ارغند مي غزل غواړي

پر څوکو د چړو وم  جهاني ورته راغلی
خبر سوم بیرته ستون سوم پر سجده پرېوتل غواړي

ویرجینیا  د ډ سمبر اتمه    ۲۰۱۵

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button