غاښونه ولې خرابېږي؟

ډاکتر دانش

روغتیاپوهان وایي، خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کېږي. که چېرې د غاښونو پاکوالي ته پاملرنه و نه‌شي، د غاښونو د توروالي يا Caries په لومړي وخت کې تداوي ونه‌شي، سربېره پر دې چې غاښونه له منځه ځي، خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.

د غاښونو د خرابي ګڼ عوامل شته، خو یو شمېر کسان ورته فکر نه کوي او یا دغه عوامل په نظر نه ورځي. هغه عوامل چې د غاښونو د خرابوالي لامل ګرځي، ځينې يې دا دي؛

نشه‌یي توکي

نسوار، چرس، سګرېټ او نور نشه‌یي توکي د غاښونو روغتیا ته جدي زیان اړوي. د نشه‌یي توکيو لوګی د غاښونو تر منځ په فاصله کې خوندي پاتې کېږي چې له دې سره د ګڼو نورو ناروغیو سبب هم ګرځي.

د نوکانو زبېښل

ډېری ماشومان او لویان عادت لري چې نوکان په غاښونو پرې کوي، یا یې پرې زبېښي او موښي. دغه عادت د غاښونو مینا یا سپینوالي ته جدي خطر اړوي او همدا ډول په نوکانو کې راټول شوي میکروبونه مو د وجود نورې روغتیا ته هم جدي خطر لري.

د انرژي څښل

ډېری ځوانان فکر کوي، بازارونو ته د تازه بېلابېلو ډولونو راغلو انرژیو او یخو مشروباتو په څښلو سره به چاغ شي، وجود به یې ورسره ښه شي او همدا ډول قوي به شي، خو نه یوازې چې دغه څښاک د دوی روغتیا ته ګټه نه لري، بلکې د غاښونو روغتیا ته هم جدي زیان اړوي. دغه څښاک غاښونه توروي، ورستوي یې او همدا ډول مو معدې ته هم جدي ګواښ پېښولای شي.

تر ډوډۍ خوړلو وروسته په غاښونو کې د خلکي وهل

ځينې کسان عادت وي چې څنګه ډوډۍ وخوري، د غاښونو د پاکوالي لپاره له ډکي استفاده کوي. ډاکټران وایي، دا عادت مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي او ورۍ مو ورسره زخمي کېږي.

د سختو شیانو ماتول

په غاښونو د سختو بادامو، چهارمغزو او یا ځینو نورو خوراکي توکيو ماتول مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي. د غاښونو د برېښ عوامل همدغه شيان دي.

په ناسم ډول بُرس وهل

د سروې له مخې د نړۍ ۷۵ سلنه کسان د غاښونو بُرس په غلط ډول کاروي. دوی بُرس په افقي ډول د غاښونو شا او مخ ته موښي، پداسې حال کې چې بُرس باید په عمودي ډول وموښل شي او تر دوو یا دریو دقیقو په ورځ کې دوه ځله استعمال شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button