عليپور؛ د سګوانۍ سپی کله ملت داړي، کله سرتېري

عليپور؛ د سګوانۍ سپی کله ملت داړي، کله سرتېري

سیدعبدالله پاچا

عليپور د هغه ياغي قوماندان نوم دی چې د ايران له لوري ملاتړ کېږي او په حکومت کې د ځينو عناصرو له لوري برنامې ورکول کېږي. عليپور شاوخوا درې کلونه مخکې د ولسي وګړو د وژنې او بربادۍ په جرم د ملي امنيت له لوري ونيول شو چې بيرته د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په ضمانت له زندانه خوشي شو. عليپور هغه وخت ډېر مشهور شو چې د ميدان وردګو په بهسودو کې يې د ولسي وګړو قتل عام وکړ. تر دې مخکې په حکومت کې د هزاره وو مشرانو له لوري په ښکاره توګه د هغه ملاتړ کېدی. فکر کېدی چې د عليپور جګړه ماران په خپلو سيمو کې د طالبانو پر ضد جنګېږي. خو داسې ونه شول. عليپور د ولسي بربادۍ تر څنګ د خپل ټوپک خوله د افغان ځواکونو پر لور سېخه کړه. د طالبي تروريستانو په څېر يې د وطن له سربازانو سره جګړه اعلان کړه. په ميدان وردګو کې يې څو ځله پر امنيتي پوستو جګړې وکړې. د بيت المال له چور څخه د ولسي وګړو تر باج ګيريه پورې په ټولو جنايتونو کې ښکېل شو. عليپور په مستقيمه توګه د ايران د تروريستي ډلې فاطميون قوماندان دی. هغه ته دستور ورکول کېږي چې د داعش يا طالبانو پر ضد د هزاره لږکيو په ملاتړ ټوپک واخلي، خو تر شا يې د داخلې جنګونو او تعصبونو برنامې پټې دي. عليپور له ځانه فرعون جوړ کړی. په سيمه کې هيڅوک د ده له اجازې پرته هيڅ ډول حقوقي، مدني او سياسي کار نه شي کولی. د عليپور وسلوال په خپله سيمه کې پر ولسي وګړو ظلمونه کوي. باج ترې غواړي. د طالبانو په څېر له مځکو عشر وزکات اخلي. ماليات ترې ټولوي. که هلته ته کومه پروژه يا د ابادۍ لپاره مرسته ځي، عليپور د ټوپک په زور خپله ونډه ترې اخلي. د دې قوماندان جګړه ماران چې نالوستي، ناخبره او جاهل افراد دي د انسانانو وژنه ډېره عادي ورته ښکاري. که چا د دوئ د جنايتونو پر ضد ږغ پورته کړ، عليپور يې سر ترې پرې کوي. عليپور د سګوانۍ د سپي په څېر ساتل شوی. کله ارګ ته پرې غپل کېږي، کله ملت ته او کله سرتېرو ته. په داسې حال کې چې حکومت په وار وار وړانديز ورته کړی چې د امنيتي ځواکونو په ليکو ور ګډ شي او په خپله سيمه کې د طالبي تررويستانو او داعشيانو پر ضد مبارزه وکړي، خو عليپور هيڅکله دا وړانديز نه دی منلی. عليپور غواړي ځانته پر يوه مشخصه جغرافيه حاکميت ولري او جنايتونه يې دوام ولري. د عليپور وسلوال يواځې په ميدان وردګ او نيژدې سيمو کې د ايران په ملاتړ نه جنګېږي، بلکې په عراق، او سوريه کې هم جنګېږي. دا ډله د ايران ملي ګټو ته وفاداره ده. دا څه موده مخکې د محقق پر مشرۍ يوه ډله کسان ايران ته تللي ول، هلته يې د فاطميون د تررويستي ډلې د غمرازۍ په يوه پروګرام کې ګډون کړی و. ايران له دې کاره درې اساسي هدفونه لري: اول هدف يې دا دی کچېري داعش په افغانستان کې پراختيا وکړه او ايران ته يې خطر پېښېدی، بيا به يې دغه ډول ياغي ډول مخنيوی کوي. دويم يې دا دی چې غواړي په افغانستان کې خپلې مذهبي او قومي منافعې ولري، او په دې توګه د افغانانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي. دريم هدف يې دا دی چې ايران د افغانستان له جوړ نظام څخه ډار لري. ايران نه غواړي اوبه پرې مهار شي. که عليپور د طالبانو په څېر يو کوچنی ګواښ اووسي، او د ملي ګټو پر ضد دريځ ونیسي، په دې کې هم د ايران غوښنه ګټه ده. دا عادي خبره مه ګڼئ چې يوه پاټکي قوماندان داړې سپينې کړې او د ملت پر ضد يې خوله وازه کړې. د دې تر شا غټ لاسونه دي، او غټ هدفونه دي. دې جنايتکارې ډلې د (جبهه مقاومت) په نوم ځانته يو حرکت جوړ کړی. هر څوک چې د افغانستان د جغرافيې، ملي بيرغ، افغانيت او ملي ګټو خلاف وي، دوئ يې دې حرکت ته ور ګډوي. د دوئ اساسي هدف د يوې مشخصې جغرافيې جوړول دي چې دوئ به( د هزارستان) په نوم د يوه جلا هېواد نوم پر ايږدي. دا برنامه هم د ايران په ګډون د بهرنيو استخباراتو له لوري ورکول شوې. د عليپور ياغي وسلوالو دا نن شپه د بهسود پر ولسوالۍ بريد وکړ. ټولګټي بنسټونه يې وران کړل، دولتي مامورين يې ژوبل و زخميان و يرغمل کړل، او تر ټولو ناوړه يې دا چې ملي بيرغ يې وسوځاوه. کله چې يوه ډله ستا د هېواد ملي بيرغ چې تر ټولو ارزښتمن شی دی په اور سوځوي له دې بله بدي چېرته ده. عليپور ياغی دی. وسلوال يې تررويستان دی. د افغانستان د ملي بيرغ، ملي ترمنالوجۍ، سرتېرو او جغرافيې پر ضد يې وسله اخيسته ده. حکومت ته يې ور پام کوو چې په عاجله توګه يې غاړې تناو ور واچوي او د لېوني سپي په څېر يې په دار وځړوي. که ژر تر ژره يې مخنيوی ونه شي په هېواد کې به د قومي تعصبات يو نوی فصل وکري، ځکه تر شا يې ايران ولاړ دی. ايران تل په دې هڅه کې دی چې د افغانانو ترمنځ مذهبي او قومي اختلافات رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button