عطا مامد نور ته:

فاطمه بارکزۍ
ستاسو رمباړې زمونږ لپاره څرګند ټکي لري.
دا لومړي ځل ندي چې تاسو د خپلو مرموزو موخو او ناوړ دسایسو د تعمیل او تطبیق لپاره په حکومت انتقاد او حکومت ته ګواښ د سیاسي حربې په بڼه کاروئ.
د کرزي دیارلس کلنه دوره کې مو ځان تر میلیاردري را ورساوه خو چا یې د سرچینو او مدارکو تپوس ونکړ.
د ځمکو په غصب کې مو د افغانستان په کچه لومړي مقام خپل کړ خو چا درته پورته هم ونه کتل.
د مرکزي حکومت د فرامینو په وړاندې ودریدئ او د خپلو ګټو په وړاندې د ممکنه ګواښ له مینځه وړلو په موخه مو حتی سیاسي قتلونه هم وکړل چې بېرته مو په خورا سپین سترګي د هغې پړه په مسلح مخالفینو ور واچوله خو هیچا ستاسو په وړاندې جرمي دوسیه نده پرانستلې.
په دولت کې دخیل خو د دولت پر ضد جنګسالارانو سره په همغږي مو بېرته د دولت په ضد پاروونکي پاڅونونه د همدې دولت د بیت المال څخه په تمویل ترسره کړل، خو چا مو په وړاندې غبرګون ونه ښود.
په شمال کې مو د خپل سیمه ئیز قدرت د لا پرمختیا په موخه تر ټولو د مخه د پښتنو قومي مشرانو، سیاست والو، مخورو او ولسي شخصیتونو لمن په خورا تکتیکي بڼه ورټوله کړه. چې پدې لړ کې مو سلګونه هېوادوال تر قتل، تبعید، د ملکیتونو غصب، او ګواښ له لارې وځورول، خو چا مو په وړاندې غبرګون ونه ښود بلکه د خپل سر د مصؤنیت او راتلونکي بقا په خاطر یې غږ پورته نکړ.
د ۱۳۹۳ ټولټاکنو تر مخه مو ایراني شاژدفیر سره په کتنه کې په خورا صراحت خپل هوډ او ژمنتیا د قدرت قومي انتقال لپاره په ډاګه کړه خو هیچا درته د لاس پوڅي، متعصب قومي بنسټ پال او فاشیست پال نوم درنکړ.
د مزارشریف د لسګونو لوړپوړیزو مارکیټونو، سلګونه جریبه عامه ملکیتونو غصب، او اجباري پیر پلور دوسیې مو د مزار ښاریان په یاد لري چې د فرصت لاس ته راتلو سره به یې تپوس کېږي.
د نظار شورا لپاره مو د یو حیوان صفته مدافع وکیل په توګه تل ښه رول لوبولئ.
تل مو د ملي ګټو تعریف یوازي تر جمیعتي ګټو او ارزښتونو محدود ساتلي.
د کرزي په حکومت مو د فشار راوړنې فارمولې تر ډېره مثبت پایلې درلودې او د هرې غپا په بدل کې مو د امتیازاتو ډک آفر تر لاسه کړ. 
خو
د غني په حکومت کې مو د سم نیمایي قدرت تر لاسه کولو سره سره بیا هم د خپلو مغرضو موخو او د (بگیرش که نگیردت) له تکتیک څخه په ګټه اخیستنه ګواکي د خپلو دوسیو د کتمان هڅه وکړه او لاهم فکر کوي چې څنګه وکولي شې خپل سیمه ئیز قدرت وساتئ.
ورځ تر بلې مو د حکومت په وړاندې ننګونو او ګواښونو ته په بیلا بیل پلمو لا شدت ورکړ آن تر دې چې خپلې پښې مو تر خپل لمڅي هم پسې اوږدې کړې.
له منطقي او سیاسي پلوه مو په کوم صلاحیت د وزیر په ګمارنه انتقاد او آن ګواښ وکړ؟
آیا د حکومت سیمه ئیز استازي (والي) د کابینې د ګمارنې په اړه د ننکونو او ګواښونو د صدور حق لري؟
خو پام مو وي!

خو فکر ونکړئ چې ستاسو کاذب بغاوت او له کرکې ډک لمسون به زمونږ اذهان ستاسو په وړاندې بدل کړي او ګواکي ستاسو په کتار به پرته لدې چې فکر وکړو در ګډ شو.
ستاسو جنایتونه د تاریخ په پاڼو کې ثبت دی او همدا تاریخ به ستاسو ټولې کړنې نوی نسل ته رسوي.
د غله سره د کور کس ملتیا کولي شي نوموړي ته د کور خزانې ښې ورپه ګوته کړي تر څو په خوار ډاډ او د کومې ویرې پرته هر څه لوټ کړي، او د خپل سر د خوندیتوب څخه هم ډاډه وي.
تاسو هم دقیقا ورته رول لوبوي. ستاسو ناسته پاسته د حکومت له تپل شوي مقام ( اجراییه رییس) سره د نوي اپوزیسیون په نوم هم جالبه لوبه ده چې پایلې یې د عقل خاوندانو ته لا اوس څرګند دي.
د اپوزیسیون په پلمه ځانته د کوڅه ډبو سپو صلاحیت اخیستل خو په عین حال کې په پوزیشن (حکومت) کې پاتې کېدل کټ مټ د کور غل په شان دي. د کمزوري او هره شېبه نړیدونکي ملي وحدت حکومت پړه به هم ټوله ستاسو په غاړه وي، ځکه همدا تاسو په خپل مینځي ناستو د حکومت په وړاندې د مصنوعي ناامن کولو څخه رانیولې تر سیاسي ترور موخې او پلانونه جوړوي او د تطبیق لپاره یې بیرته د همدې مقام ( اجراییه ریاست) څخه په ګټه اخېستنه کار اخلئ.
تاسو د پوزیشن او اپوزیسیون تکتیک په دا تېر دیارلس کاله کې ښه تجربه کړ او د پام وړ پایلې مو هم په لاس راوړې. تل مو د خپلو موخو لپاره لومړي د پوزیشن بیا د اپوزیسیون له لارې په حکومت فشار وارد کړ او حکومت هم ستاسو په وړاندې پرته لدې چې د هېواد ملي ګټې او منل شوی مصلحتونه په پام کې ونیسې، د اطاعت غاړه ایښې.
خو تاسو باید پدې پوه شې! چې د دې فرعونې طاقت او ملیشه یې ځواک سره سره مو بیا هم د لوی اکثریت په وړاندې نور ښه آزمون ورکړي، نور به مونږ په تېره بیا پښتون ولس ستاسو لدې دیارلس کلن تاریخ ښه پوره عبرت اخیستي وي.
زمونږ په وړاندې به نور ستاسو نسخې له وخته تېرې وي.
هڅه مه کوئ! نور مو پخپلو کرکجنو دسېسو کې راګير کړي هغه لومې چې تاسو زمونږ د تسخير او راټینګولو لپاره ایښي مونږ یې لا د مخه د خنثې کیدو لار لټولې او پدې هم پوه شئ چې ښایي همدا لومې بیرته ستا په وړاندې ستاسو د اسارت لپاره وکارول شي.
ستاسو تکتیک نور مونږ ته نوي ندي، بلکه مونږ ښه پرې پوه یو چې تاسو زمونږ له اصلاحي انتقاد د اتمي بم په کچه ابزاری ګټه پورته کولي شئ.
نو پام چې زمونږ له حوصلو د ګټه پورته کولو سوچ لا ونکړئ!
نور به اجازه درنکړو چې د خپل تحفظ او خوندیتوب په پلمه زمونږ له احساساتو په کاذبه بڼه ګټه پورته کړی.
ستاسو له تېر او ستاسو شخصیت ته په کتو مونږ ستاسو د راتلونکي دریځ وړاندوینه کولي شو.
هیڅکله به نور ستاسو د مصنوعي ناامن کولو فارموله کار ونکړي نور به ستاسو په لاس مصنوعي طالبان نه روزل کیږی نور به ستاسو لخوا او ستاسو په فرمایش د پښتون مېشتو ولایتونو امنیه قوماندانان او امنیتي مسوولین نه ټاکل کيږي.
نور به ستاسو عروج ختم او بیرته د زوال سفر به مو پیلېدونکي وی. او دا هر څه به زمونږ ملاتړ له حکومت څخه په تېره بیا ستاسو په وړاندې لا یقیني کړي.
د غني لومړني کړنې د نیمګړتیاوو سره سره زمونږ لپاره دا زیرې راکړ چې نور به ستاسو د مافیايي امپراتوري شيبې لنډې شي.
مونږ به هیڅکله ستاسو په اشاره د حکومت په وړاندې نه دریږو بلکه د حکومت له هرې پرېکړې چې ستاسو په وړاندې یې کوی بشپړ ملاتړ کوو.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button