عام ولس وایي چې دنیا ۱۹ ده نه شل کیږي

عام ولس وایي چې دنیا ۱۹ ده نه شل کیږي . خو دادی ۲۰۲۰ز کال تیرشو خو په کې کویید ۱۹ را وټوکیده او په ۱۹ نمبر وبا کې نه شل کیږي . ځکه ټوله نړۍ د همدغه وباله لاسه کړیږي .په لسګونو میلیونه نړیوال په دغه وژونکي وبا اخته اوڅه کم دوه میلیونه انسانان يې د مرګ تر کومي تیر کړل او لا په میلیونونو وګړي په دغه وبا د اخته کیدو له کبله په روغتونونو کې پراته دي .
نړیوال د کورونا پرضد مبارزه او ډغرې وهي . له هغه څخه د ژغورنې په لاره شپه او ورځ هاندو هڅې ګالي څو هغه کابواو پرې لاسبري شي .
خو دریغا ! دریغا ! زموږ په مغموم او مظلوم هیواد کې افغان ولس څخه د کورونا وبا هیره د څلویښت کلنې خونړۍ جنګي وبا سره لاس اوګریوان دي .
پرون قطبي روسي خرسانو د وینو ویالې وبهولې لکه د ځنګله وحشي ځناور یې افغانان وداړل . په داړلو کې یې د خپلې امپراتورۍ غاښونه مات شول او د هغو ځای ناستی بیا بل د انساني خواخوږی او پیرزوینې څخه ناخبره آبرځواک او د هغه خدای ناترسه یارانو ونیو چې دادی ۱۹ کاله سیلاب ،سيلاب ویني وبهیدي . په پايله کې د ترهګرۍ ضد جګړې لا په لسګونو، لسګونو ترهرګراوبنیاد ګرد انترناسیونال ځواک اوګواښ په توګه را وپنځول . داعش ، القاعده ، بوکوحرام ، طالب ، جېش محمدي ، لشکرجنګوي ،لشکرمجاهدین ، لشکر طیبه ، لشکرفاطمیون او وغیره وغیره بوقلمون جاهلیون رامنځته او ټولو په یو لاس د پاکستان د پوځي اواستخباراتي نامرده اوبې ضمیره افسرانو په روزنه، پالنه او لارښوونه په افغانستان کې د مرګ ژوبلې سور اور بل کړی او د افغانستان د ځمک تل شتمنیو حرفوي غله یې له افغانستان څخه پښو سپکولو او شرموونکي تیښتې ته اړ کړي دي.
روسي خرسانو د خپلې ماتې په پایله کې افغان تنظیمي مشران کریملین ماڼۍ ته دعوت او د هغه مهال د افغان حکومت په راپرځولو کې یې د ملګرتیا لاس ورکړ.
دادی د روسانو په پله امریکایانو هم ګام پورته کړ. د افغان حکومت د ګډون پرته یې له طالبانو سره د جوړجاړی تړون لاس لیک او طالبانو په سیمه او نړۍ کې د افغان یاغي ځواک په توګه خپل شتون ثابت اوجنګ جګړو،هدفي وژنو، عام ولس له خپلو کورونو او سیمو پریښودلو غمیزي لا زور واخيست . د اوربند پرته د دوحې خبرې اترې دافغانانو په سترګو کې پنجابي خاورې شیندل دي . له بده مرغه د کندهار په ستراتیژیک ولایت کې له ۲۰۰ پوځي اډوافغان سرتیري را په شا کیدل ، دیو نسکوله خوا په طالب واکو سیمو کې د څلورزره ښوونځیو یا ټولګیو جوړول او په جوماتونو کې د زده ګوونکو د لیک لوست لپاره هڅه کول دا په یوه کور کې د کورګیود جوړولو پرته بل څه نه دي.
د امریکا نوي ولس مشر جوبایډن په زغرده پځواني ولس مشرحامد کرزي ته ویلي چې موږ ته پاکستان ۵۰ ځلې له افغانستانه ارزښت لري ، د دغه اټومي ځواک لرونکي دوه سوه میلیوني هیواد سره ستراتيژیکي ډیره مخینه لري.
له بده مرغه د چورواکو او بلواکو ترمنځ هم همغږي نه شته . سنا توران او وکیلان په بډو اود عامې روغتیا د وزیر ورور ،کاکازوی اوخپلوان د کورونا د مخنیوي پرضد د نړیوالو مرستو په غلا اوفیشني چارواکي په بې ګټو هوایې سفرونو بوخت دي. نو تاسوڅه ډول ۲۰۲۱زکال انګیری . زه خویې د مبارکی جرات نه لرم .
ځوریدلو افغانانو! الله مو مل او دوښمن مو نابود اوسرنګون شه.
۳۱/۱۲/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button