عادلانه جګړه

 

۲۷/۸/۱۳۹۴،ه، ش

عادلانه جګړه:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَىٰ أَلَّا تَعْدِلُوا ۚ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ [٥:٨] (*)

ژباړه: ای مومنانو! د الله لپاره پر ریښتینولۍ ولاړ او د عدل شاهدان اوسئ د کومې ډلې دښمني دې تاسې دومره راونه پاروي چې له عدالت څخه واوړئ عدالت وکړئ، چې پرهېزګارۍ ته نږدې دی. (د مائیدې سورت [۸] آیت.)

عدل د ظلم، استبداد(ترهګرۍ) پر وړاندې عمل دی،په دې بنسټ د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه باید پر عدالت باندې ولاړه وي او د جګړې ټولې کړنې دې عادلانه وي، عادلانه جګړه په دوه ډوله ده:

۱ـ د ترورستي جګړې مخنیوی، وړاندې له هغې چې تېري کوونکي بریدونه ترسره شي مخکې له مخکې یې مخه ونیول شي، لکه د دري په ژبه کې چې وایي: (بگیرش که نه گیرت.)

۲ـ دفاعي جګړه، یا له ځان څخه د دفاع جګړه، داسې چې یو هیواد، ډله او نور چې پر بل هیواد، ډله او یا افرادو باندې بریدونه وکړي.

وایي چې هېڅ ډول جګړه ښه او نېکمرغه نه دهاو متل دی چې وایي:«په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږي» نو په عادلانه جګړو کې هم د انسانانو مرګ ژوبله، ورانۍ او ویجاړۍ رامنځ ته کیږي، عادلانه جګړه د مجبورۍ او اړتیا له امله پېل کیږي، کله چې د مخالفو یا ورانکارو حکومتونو، ډلو ټپلو او نورو سره د سولې او روغې کومه د حل لاره پاتې نه شي، نو د ترهګرۍ د مخنیوي او د سولې د پلي کولو پخاطر عادلانه جګړه ترسره کیږي، خو بیا هم د عادلانه جګړې له پېل کیدو څخه وړاندې، سوله ډېره بهتره ده، هغه ګټې او ښېګڼې چې په سوله کې موجودې دي په هېڅ ډول جګړه کې نه شته، د نړۍ په ټولو ادیانو کې سوله بهتره ګڼل شوي ده، هر هغه چا چې د جګړې پر ځای سوله غوره کړي ده د لویو لویو بریو او نیکمرغیو سره مخ شوي دي، په قرآن کریم او نورو دیني کتابونو کې سوله غوره بلل شوي ده.

امریکایی عالم بنجامین فرانکلین وایي:«انسانانو هېڅ کله، ښه جګړه او بده سوله نه ده لیدلي، یوه بده سوله له یوې ښې جګړې څخه ښه ده.»

د عادلانه جګړې یو شرط دا دی چې د ښه نیت په لرلو سره باید پېل شي، خو بیا هم څوک نه پوهیږي چې پایلې به یې څه وي او په اړه یې څوک وړاندوینه نه شي کولی، لکه په پښتنو کې چې مشهوره ده:«جګړه(بدي) د زړې رنجې(ټوکر) په شان ده، که ته وغواړي چې یوې خوا ته یې څیري کړي، هغه بلې خوا ته څیرې کیږي»

په نوموړي جګړه کې نه یوازې دا چې ترهګر وژل کیږي، بلکه د عادلانه جګړې لوري ته هم مرګ ژوبله اوړي، په عادلانه جګړه کې له هر څه نه ناوړه عمل دا دی چې د بې ګناه عامو خلکو د وژلو امکان هم شته، له دې کبله ده چې ځیني خلک د عادلانه جګړې پلوي نه کوي او وایي چې د اختلافاتو د حل لپاره د جګړې پر ځای د سولې له لارو لکه دیپلماسي، اقتصادي بندیزونه یا نور وړ سیاسي فشارونو څخه دې کار واخستل شي.

دا شان بله ډله خلک وایي چې د عادلانه جګړې پر ځای دې د هندوستان پلار مهماتما ګاندي او امریکایی تورپوستی اتل مارتین لوترکینګ له عدم تشدد(د نه همکاري او تحریم) له سیاستونو څخه دې ګټه پورته شي.

چې له هغې جملې څخه یو هم امریکایی،پروفيسر هووارډزيندی چېد هر ډول جګړو او تاؤتریخوالي مخالف شخص دی، نوموړی د عادلانه جګړې په اړه وایي:«د عادلانه جګړې په عبارت کې تناقض شته، ځکه چې جګړه پخپل ذات کې غیرعادلانه ده، زموږ د زمانې لوی خنډ دا دی چې موږ نه پوهیږو چې بې له دې چې ډېر خلک ووژنو د پلیدۍ، دیکتاتورۍ (ترهګړۍ) پر وړاندې څه ډول جګړه وکړو. تروريسموجنگ، ۳۰ مخ 

ښاغلی هووارډزین زیاتوي: په دویمه نړیواله جګړه کې پنځوس میلیونه انسانان ووژل شول نو زه دې ته اړ شوم چې نور نو هغه جګړې چې عادلانه یې بولي وجود نه لري او دې پایلې ته ورسیدم چې که پر وړاندې مو هر ډول مشکلات وي او یا د هر ډول استبداد او تېري سره مخامخ کیږو، نو باید بې له وژنو څخه د حل نورې لاره چارې ورته ولټوو. تروريسموجنگ، ۳۱ مخ 

—————————————————————————–

(  (*دا سورتونه د عدالت په تړاؤ راغلي دي: د نساء سورت [۱۳۵] آیت؛ د اعراف سورت [۵۶] آیت؛ د بقرې سورت [۱۱] آیت؛ د شعراء سورت [۱۸۳] آیت د عنکبوت سورت [۳۶] آیت؛ د هود سورت [۸۵] آیت؛ د بقرې سورت [۶۰] آیت.

 پاتې برخې وار په وار خپریږي

محمدانور آڅړ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button