طبيعي څښاک مو ذهني ستړیا له منځه وړي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ډېری کسانو ته په دې اړه معلومات شته چې کوم ډول څښاک یې د بدن لپاره ګټور او کوم مضر دي، خو کېدای شي ځیني یې بیا په دې لټه کې وي چې داسې طبيعي څه به هم وي چې په څښلو سره یې انسان د ارامۍ احساس وکړي، ستړیا او خپګان یې له منځه یوسي؟ که تاسو هم له دې ډلې کسانو یاست، نو ښه ده چې پوه شئ داسې غیر الکولي مواد هم شته چې ذهن اراموي، خپګان مو له منځه وړي او په طبيعت کې په اسانۍ سره پیدا کېږي.

هغه څښاک چې ارام در بښي

دا هغه څښاک دی چې نه یوازې سټرېس او خپګان مو له منځه وړي، بلکې ذهن مو هم پیاوړی کوي،
که غواړئ ارام خوب وکړئ یو ګېلاس ګرمې شیدې وڅښئ؛ په زړه پورې ده چې پوه شئ شیدې په زیاته کچه د (تریبتوفان) په نوم امینو اسیدونه لري چې د سټرېس او خپګان د له منځه وړو تر ټولو ښه نسخه بلل کېږي.

د تودو شېدو څښل مو ذهن اراموي او د خوب اختلالات مو له منځي وړي، خو که یو څه شات ور واچول شي ګټه یې یو پر دوه کېږي، دغه راز د شیدو او شاتو یو ځای څښل په بدن کې د انتي اکسیدان اغېز هم زیاتوي.
که غواړي له عادي چای څخه هم د یوه ښه مسکن او ګټور درمل په توګه کار واخلی، نوه یوه کاچوغه شات ور زیات کړئ، له شنه چای سره د شاتو څښل هم د هغه څښاک په ډله کې راځي چې سټرېس، خپګان او دماغي ستړیا له منځه وړي.

د ګېلاسو اوبه وڅښئ

ګیلاس د ملاتونین تر ټولو غني سرچینه بلل کېږي؛ ملاتونین هغه مواد دي چې د انسان د خوب چارې تنظیموي، که د ورځې په بېلابېلو وختونو کې دوه ځلې د ګېلاسو اوبه وڅښئ، خوب به مو منظموي او د بدن ستړیا به مو له منځه تللې وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button