طالب قومندانان د واک په نشه کې

طالب قومندانان د واک په نشه کې

عبدالمنان توحیدیار

د طالبانو په ریژیم کې یو شمېر طالب قومندانانو فکر کو چې ټول عمر به یې همدا واکمني او زور وي، له همدې کبله یې زیات شمېر دوه او درې ښځې وکړې او ځینو خو ان عرب جنګیالیو ته لورګانې او خویندې ورکړي.

هغه وخت طالبانو فکر کو چې تر دې وروسته به په افغانستان د دوی واکمني وي او ټوله نړۍ به ورته ننداره کوي.

کله چې د طالبانو واکمني پای ته ورسیده، ځینې وتښتیدل، ځینې ووژل شول او ځینې نور بې ځایه شول ، یا پټ شول، بیا یې یوه ښځه هم نه شوه ساتلی او هر یو یې د ځان او سر په غم کې و.

اوس چې یو ځل بیا طالبان ځینو سیمو کې فعالیت کوي، له امریکا سره هوکړه ورته فتحه ښکاري، یو ځل بیا یې دوه او درې ښځو ته مخه کړې ده.

خو دا ځل د طالب قومندانانو دویم او دریم وادونه سره توپير کوی.

هغه مهال د طالبانو واکمني وه او افغانانو هم فکر کو چې همدا طالبان به تر عمره واکمن وي، نو خلکو به خپلوي ورسره کوله او په دویمه او دریمه ښځه به یې خپله لور او خور ورکوله.

خو اوس چې خلکو د طالبانو ژوند او ظلم لیدلی، هیڅ ډول باندې حاضر نه دي چې ان لومړي واده کې ورسره خپلوي وکړي.

خلک په دې پوهیږي چې دا خلک ژوند نه لري، یوه ورځ به یا وژل کیږي، یا به تښتي او یا به کوم وطن ته مهاجر کیږي.

نو له همدې کبله ډیر خلک په خپلو سیمو کې له طالب قومندانانو او وسله والو سره خپلوي نه کوي او د واده رشته ورسره نه جوړوي.

خو د طالبانو قومندانان چې ځینې له خپلو کورنیو لیري دي او یا یې کورنۍ هیرې کړي دي، هڅه یې دا ده چې هره سیمه کې یوه بله ښځه او واده هم ولري.

طالب قومندانان چې چرته کوم کور کې پټ شي او یا لار کې کومه پيغله نجلۍ وګوري، بیا جرګه ورلیږي کور ته چي خپلوي ورسره وکړي او ښځه په نکاح ورکړي.

د طالبانو وسله وال او قومندانان لومړی د نجلۍ کور ته جرګه لیږي، که یې و نه منله، بیا ورسره زور کاروي، د نجلۍ کورنۍ په مرګ ګواښي، د زنداني کولو ګواښ ورته کوي او د نجلۍ کورنۍ مجبور کوي چې طالبانو ته خپله لور خور ورکړی.

دا یوه سیمه نه ده چې طالبان پکې له خلکو په زوره خور او لور واده کوی، بلکې ډيرو سیمو کې طالبان په زور سره کورنۍ مجبور کوي چې یا قومندان او یا یې وسله والو ته خپله لور او خور ورکړي.

ځینې کورنۍ مجبور کیږي چې له ډاره خپلوي وکړي، ځینې د دې لپاره چې سیمه کې یې زور زیات شي، خپلوي کوي او ځینې چې هیڅ طالبانو سره خپلوي نه کوي، کور کلی پریږدي او یوې خوندې سیمې ته کور وړي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button