طالبان څه ډول سوله غواړي؟

طالبان څه ډول سوله غواړي؟

سیدعبدالله پاچا

طالبان چې کلونو وشول ټول تمرکز یې پر جګړه دی، بیا هم د سولې پروسه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ملامت کوي چې ګنې له دوی سره هغه ډول سوله نه کوي چې طالبان یې غواړي.

داسې سوله خو چې کیدلی، نو دا دومره کلونه افغانانو قرباني د څه لپاره ورکړه، خلک د همدې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي چې بیا د اسلام اباد حکومت په کابل کې نه وي چې د پاکستان جنرالان د ارګ په ماڼیو کې مشاورین وي.

سوله په دې مانا نه ده چې طالبان هر څه غواړي، همغه به کیږي، سوله د یو بل منل او یو څه به له لاسه ورکوې او یو څه به لاس ته راوړې.

که داسې سوله چې هر څه دې د شل کالو وړاندې په څېر شي، دا خو هیڅ افغانانو ته منلو نه ده.

ایا افغانان تیار دي چې د جمهوریت د شل کالو لاس ته راوړنې بیرته له لاسه ورکړي، دا قربانۍ خو داسې اسانه نه دی راغلي.

طالبان خو اوس په چاودنو کې سل او دوه سوه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي، دا چې په یو ځل زر کسان هم ووژني، خلک تیار نه دي چې بیا د طالبانو ریژيم ته ستانه شي، چې نه پکې ژوند شته او نه زندګي.

هو، دا سمه ده چې افغانان به سولې ته سخته اړتیا ولري او د دې لپاره اټکل شویو قربانیو ته چمتو دي چې طالبان پکې هم وبخښل شي، خو دا نه چې طالبان د ټولې واکمنۍ خیال ګوري.

طالب د حکومتولۍ لپاره کومه بشري قوه لري چې سیستم پرې وچلوي، ایا دا سپږن چې نن پرې طالب هر ځای ځآنمرګي بریدونه، چاودنې او مخامخ جګړې کوي، دا د دې سیستم په درد دوام کیږي، یا یې سیستم قبلولی شي، ښکاره خبره ده چې نا، دا خلک هیڅ په درد نه خوري.

طالب له همدې ډار لري چې که سوله وکړي، له دوی سره خو دومره څوک نشته چې سیستم کې ځای په ځای شي، نو ښکاره خبره ده چې طالب په سوله کې لکه ایسکریم ویلې کیږي او هیڅ نه پاتې کیږي.

طالب سره د خپلو وسله والو فکر دی چې څنګه یې په قوي پوزیشنونو کې ځای په ځای کړي، یا څنګه کولی شي چې سیستم باندې وچلیږي.

سوله هغه وخت کیږي چې څوک د سولې لپاره اراده ولري، کله چې طالب د سولې اراده نه لري او ټول تمرکز یې پر جګړه وي، بیا څنګه کیدلی شي چې مقابل لوری ملامت کړي چې ګنې له دوی سره سوله نه کوي.

سوله کیږي، خو داسې سوله چې یو بل ومنل شي او د طالبانیزم خیال له سر څخه وویستل شي.

Exit mobile version