طالبان په افغانستان کې د جسد د خښوولو لپاره ځای نه لري

طالبان په افغانستان کې د جسد د خښوولو لپاره ځای نه لري

عبدالمنان توحیدیار

ماته جالبه وي چې کله ځینې سروې ګانې طالبان د افغانستان ۴۰ سلنه واکمن وښيي او کله ۶۰ سلنه.

اصل کې خو ښکاره ده چې دا سروې ګانې د یوې موخې لپاره کیږي او تر شا یې استخباراتي او سیاسي اهداف وي.

خو یو څه چې ښکاره دي هغه دا چې طالب د افغانستان په یو سلنه برخه هم واکمن نه دی.

ځکه له نظامي اړخه چې د جګړې تحلیل کیږي، هغه سیمه د چا په واکمنۍ کې نه حساب کیږي چې چریکي او غلچکي بریدونه پکې کې کوي.

یواځې هغه سیمې د یو چا یا ډلې تر واک لاندې بلل کیږي چې هلته یې د هغه خدمات پلي کیږي، قانون تطبیق کیږي، بیا رغونه کیږي، منظم سیستم او نظام وي، خو طالب دا هر څه په هیڅ ځای کې نه لري.

نو بیا څنګه ویلی شو چې طالبان دومره خاوره تر واک لاندې لري او دومره سیمه کې یې واکمني ده.

که طالبان په رښتیا هم څو سلنه خاوره تر واک لاندې ولري، نو بیا خو دې یو طالب مشر په خپله خاوره کې تدفین کړي.

طالب دې د ثبوت لپاره وړاندې کړي چې د دوی پخوانی مشر ملا محمد عمر چرته خښ دی او د افغانستان کوم ولایت کې یې قبر دی.

خو رسنیو ښودلې چې ملا عمر په کراچۍ ښار یوې هدیره کې خاوره ته سپارل شوی او افغانستان ته نه دی راوړل شوی.

د طالبانو دویم مشر ملا اختر محمد منصور چې کویټه کې ووژل شو، چرته یې قبر دی او کوم ځای تدفین شوی دی.

ملا منصور د کویټې یوه هدیره کې خاوره ته سپارل شوی او د افغانستان هیڅ ځای ته نه دی راوړل شوی دي.

تازه د طالبانو د تبلیغاتي جګړې مسوول او د طالبانو د واکمنۍ د ملا عمر ویاند عبدالحی مطمین چې پيښور کې مړ شو، د پيښور تاج اباد هدیره کې خاوره ته وسپارل شو.

په همدې طالبان چلنج کیږي، که تاسو یوه سلنه خاوره تر کنټرول لاندې لرئ، لږ تر لږه له پاکستان څخه مو د مشرانو جسدونه راوړئ او پکې خاورو ته یې وسپارئ.

طالبان په دې اعتراف نه کوي چې ګنې مشران یې کویټه، کراچۍ او پيښور کې خاوره ته سپارل کیږي، که طالبان دا اعتراف وکړي، ښکاره ده چې وسله والو سره یې سل او زر پوښتنې پيدا کیږي.

طالبانو تبلیغاتي ډلې ټولو وسله والو ته ویلي چې مشران او قومندانان یې افغانستان کې خاورو ته سپارل شوي دي، په داسې حال کې چې افغانستان کې یې دوی هیڅ ثبوت نه شي وړاندې کولی، چې دلته یې جنازه شوي وي او یا خاوره ته سپارل شوی وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button