طالبان پاشل کیدو وارخطا کړي

طالبان پاشل کیدو وارخطا کړي

نویداحمد

وروسته له هغې چې طالبانو د امریکا متحده ایالتونو او ناټو سره اوربند او هوکړه وکړه او پر افغانانو یې د بریدونو امر ورکړ، د طالبانو یو شمېر ډلې له دې پریکړې سره مخالف جهت کې واقع شوې.

د دې څو لاملونه و چې د طالبانو تر منځ یې انشعاب رامنځ ته کړ.

لومړی دا چې ځینې طالبان د اشغال پرضد د مبارزې لپاره جذب شوي و او د دې لپاره یې وسله اخیستې وه چې د دوی په اصطلاح اشغال پای ته ورسوي.

خو اوس چې مالومه شوه چې د بهرنیو ځواکونو له وتل کیدو وروسته لا هم د افغانانو پرضد جګړه دوام لري، له جګړې لاس اخیستو ته مجبور شوي دي.

بله دا چې دوی دا درک کړه چې څنګه کیدلی شي، د بهرنیو ځواکونو پرضد جګړه ناروا او د افغانانو پرضد روا ده.

دوی ولیدل، هغه طالبان چې د بهرنیو پرضد د جګړې لپاره یې خلک استخدام کول، اوس ټولو ته لارښوونه کوي چې پر بهرنیو ځواکونو برید و نه کړي، خو پر افغان ځواکونو او عام افغانانو بریدونه دې دوام پيدا کړي.

دا هغه څه و چې ځینې طالبان یې په خپلو مشرانو شمکن کړل چې خپل وسله وال د پردیو ګټو لپاره جنګوي او په دې لار کې اسلامي لارښوونې او عمل نشته، هغه عمل چې طالبان یې خلکو ته وایي.

دویم دا چې طالبانو خپلو وسله والو ته ویلي و چې که په افغانستان کې یو بهرنی وي، دوی جګړه کوي او بهرني ځواکونو باندې برید نه کوي.

خو اوس ولیدل شول چې بهرني ځواکونه افغانستان کې شته خو هر ډول برید پرې ناروا عمل بلل کیږي.

طالبان په اوسني وضعیت کې د بهرنیو ځواکونو څوکیداران دي او هر ځای کوشش کوي چې د بهرنیو ځواکونو د تګ راتګ امنیت وساتي او که کومې وسله والې ډلې پرې برید وکړ، هغه به اعدام کیږي.

همدې وضعیت د طالبانو ځینې ډلې حیرانې کړي چې څنګه پر بهرنیو ځواکونو بریدونه ناروا او پر افغان ځواکونو روا دي.

د دې تر څنګ د طالبانو ځینې قومندانانو څخه له امریکا سره هوکړه کې مشوره نه ده اخیستې او هوکړه شوې ده.

د دوی دلیل دا دی چې قرباني دوی ورکړې، سختې، لوږې تندې دوی تیري کړي، خو امتیازات او ښه ژوند د سیاسي طالبانو دی.

د طالبانو ترمنځ ځینو نور موارد هم شته چې دا ډله یې په څو ډلو یا ویشلې او یا یې ویشل کیدو ته نږدې کړې ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button