طالبان د چا په دستور اسلام بدناموی

نویداحمد څرک

تازه خواله رسنیو کې عکسونه خپاره شوي چې طالبان مدرسو او جوماتونو کې پر کوچنیو طالبانو باندې جنسي تیری کوي.

دا کومه نوې خبره هم نه ده، هغه مرکزونه چې په افغانستان کې د جګړې فتواوې ورکوي، همغو مرکزونو کې ډیر کله د لواطت راپورونه ورکول شوي دي.

خو تازه ورځو کې دا پيښې بیخي ډيرې شوي، ځینې زده کوونکو مدرسې خوشې کړي او ځینې هغه چې بله چاره نه لري، لواطت ته یې غاړه ايښې ده.

طالبانو ستر مرکز د حقاني مدرسه یادیږي او همدې مدرسه کې هره شپه د مدرسې استادان پر کوچنیو شاګردانو جنسي تیري کوي، بیا یې بلک لیست کوي او له هغې وروسته یې ځانمرګي برید ته چمتو کوي.

تاسو که باور نه کوئ، ګوګل او یوټوب ته مراجعه وکړئ چې څومره ویډیو ګانې او عکسونه پيدا کولی شئ چې د مدرسو استادان پر خپلو شاګردانو باندې جنسي تیري کوي او کیسه یې ډاګیزه کیږي.

د مدرسو مسوولین هم له دې موضوع خبر دي، خو بیا هم غږ پرې نه کوي او لامل یې دا دی چې په لوی لاس پاکستان کې د مدرسو د غیرې اخلاقي کولو لپاره کار کیږي او له دې بیا د پاکستان پوځ او استخبارات د جګړې او تاوتریخوالي لپاره کار اخلي.

ډیر ځوانان چې افغانستان ته د ځانمرګو بریدونو لپاره راځي، په خپله خوښه نه راځي، بلکې د لواطت پر مهال ترې ویډیو شوي وي، عکسونه یې اخیستل شوي وي او بیا په همدې ویډيو او عکسونو ګواښل کیږي، که ځانمرګی و نه کړي، نو دا ټول رازونه به یې افشا کړي، نو ځوان مجبور دی د خپل ځان او کورنۍ د عزت ساتلو لپاره ځانمرګی برید وکړي او د دې برید په بدل کې ورته استادانو ویلي چې جنت ته ځي.

زه به له کورنیو په دې برخه کې یوه غوښتنه ولرم چې لطفا د خپلو اولادونو ژوند مو مه خرابوئ، راتلونکی یې مه بربادوئ او د دین په نوم یې د وحشي او لوطي استادانو په لومه کې مه ور غورځوئ.

د دین په نامه اوس د پاکستان مدرسو کې هغه بې شرمي او وحشت روان دی چې هیڅ انسانیت او مذهب کې نشته دی.

د مدرسو او دینې زده کړو په پلمه باندې یې ځوانانو راتلونکی تبا کړ، د لواطت تر څنګ پکې نورې ډيرې کیسې شته چې ځوانان پرې بلک میل کوي او بیا ترې په جګړه کې کار اخلي.

کورنۍ دې په خپلو اولادونو رحم وکړي او خپل اولادونه دې د مذهبي مشرانو په نوم د وحشیانو لاس ته نه غورځوئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button