طالبان د سیاسي ناکامۍ ور اخو د نظامي نکامۍ سره مخ دي

عبدالمنان توحیدیار

طالبانو په هلمند او لغمان ولایت کې خپل وروستی زور و ازمايي او له نورو ولایتونو یې ډلې ډلې جاهله وسله وال یو ولایت کې راټول کړل چې سقوط یې کړي، خو و نه توانیدل او له درنې مرګ ژوبلې سره بیرته وتيښتیدل.

تاسو به د هلمند او لغمان ولایتونو جګړو کې د طالبانو د جسدونو تصویرونه لیدلي وي چې څومره ډير کسان یې د ولایتونو د سقوط لپاره راوړي و او څومره جسدونه یې تر شا پريښودل او وتښتیدل.

هغه عکسونه چې د هلمند او لغمان د جګړو له ډګره خپاره شوي، هر ځای د طالبانو د جسدونو امبارونه پراته دي، خو دا چې دا عکسونه په خواله رسنیو کې د خلکو د ډار سبب ګرځي، ملي دفاع وزارت نه دي خپاره کړي.

ځینې وخت د فیسبوک اداره اجازه نه ورکوي چې په وینو لړلي او ډير دردوونکي عکسونه خپاره شي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې اوږدې جګړې یواځې خلکو کې ویره خپره کړه، د طالبانو له جګړې زیات شمېر خلک بې ځایه شول، طالبانو د خلکو کورونه د سنګر په توګه وکارول، ملکي خلک یې شهیدان او ټپيان کړل، د خلکو کورونه یې لوټ کړل، خلک یې سرګردانه کړل، وروستۍ نتیجه دا شوه چې دوی هم پسې وتښتیدل.

د هلمند له جګړې وروسته د طالبانو تمرکز پر لغمان ولایت شو، چې الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې یې جګړې پيل کړې، د لغمان مرکز معترلام ته یې مخه کړه او خلک وډار شول چې ګنې مرکز سقوط کوي.

خو طالبان خبر نه و چې داسې دام ورته ايښودل شوی چې یو کس به یې هم ژوندی ترې نه وځی، هو، ځینې پوستې د سیمه ییزو پولیسو پريښودل شوې وې چې طالبان یې مخکې تګ باندې زړه ور کړل، خو کله چې دام ته ورسیدل، بیا د طالبانو لار ورکه وه چې چرته پټ شي او چرته وتښتي.

تاسو به د لغمان د والي په فیسبوک لیدلي وي چې لغمان کې د طالبانو څومره جسدونه پراته و او ملګري یې ترې تښتیدلي و.

طالبان په کاذبه فتحه نازیږي، خو که چې افغان کمانډو او ځانګړو ځواکونو سره مخ شي، بیا ورته د مقابل لوري د قوت درک لګیږي.

طالبان یوه لس کسیزه پوسته په دوه سوه کسانو باندې ونیسي، فکر کوي چې بس ټول افغانستان به همداسې ونیسي او بیا به دوی واکمن شي، خو خبر نه دي چې افغانان اوس د ځانګړو او کمانډو ځواکونو لیواګانې او قول اردوګانې لري چې یو کمانډو د لس طالبانو ځواب وایي.

طالبانو ته د هلمند او لغمان جګړو کې خپل زور او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو زور مالوم شو، دا ښه وشول، ځکه طالبان په دې باور دي چې که بهرني ځواکونه ووځي، دوی به ټول ولایتونه ونیسي، خو اوس چې طالبان ډاډه دي چې له افغان ځواکونو سره بهرنیان نشته، خو بیا یې هم هلمند او لغمان ولایت کې ماتې وخوړه.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button