طالبان د سولې له مذاکراتو پرته بله لار لري؟

سیدعبدالله پاچا

له اوږد ځنډ او وقفې وروسته د اختر په دویمه ورځ د طالبانو پلاوی بیرته د مذاکراتو میز ته ستون شوی او د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره یې بحثونه پيل کړي چې څنګه کیدلی شي مذاکرات دوام پيدا کړي او یوې پایلې ته ورسیږي.

له مذاکراتو پرته د طالبانو هر پلان او پریکړه د تطبیق وړ نه ده، ځکه افغانستان اوس د ۹۰یمو کلونو افغانستان نه دی، اوس منظمه ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیتي ځواکونه لري چې طالبانو ته به یې ماتول اسانه کار نه وي.

طالبانو لومړی کندهار او بیا هلمند کې خپل ټول توان څخه کار واخیست چې یو له دې ولایتونو سقوط کړي، خو داسې ماتې یې وخوړه چې تر شا یې یواځې د مړو جسدونه پاتې شول.

لکه افغان حکومت چې وایي، لکه افغانان چې وایي او لکه نړیوال چې وایي، جګړه باندې موضوع نه حل کیږي، هغه د افغان حکومت او افغانانو وضعیت ګوري چې طالبانو امارت هیچا ته د منلو نه دی او نه به د طالبانو واکمنۍ سره دا جګړه ختمه شي.

د جګړې د پای یوه لار چې موندل شوې، هغه بین الافغاني مذاکرات او په دې خبرو کې توافقات دي چې دواړه لوري پرې له بحثونو وروسته هوکړه وکړي او د یو باثباته افغانستان لپاره یو بل وزغمي.

طالبانو خو شل کاله جګړه کړې، که څلویښت کاله نور هم جګړه وکړي، هیڅ به لاس ته را نه وړي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دومره زړه ور او دومره پياوړي دي چې هیڅکله به یې طالب د جګړې توان و نه لري.

هو، طالبان به وتوانیږي چې لیرې پرتو سیمو کې پوستې سقوط کړې، جګړې پرې وکړي، خو ښار او ولسوالۍ هیڅکله نه شي نیولی، که یې ونیسي، درې ورځې هم نه شي ساتلی، تاسو ولیدل چې کندز، فراه او غزني ولایتونو کې طالبانو له درې ورځو زیاتې نه دي تیري کړي.

طالبان په جګړو کې یواځې ویجاړۍ لاس ته راوړئ، نور هیڅ نه شي کولی، هو، که طالبان غواړي چې یواځې همدې ویجاړیو ته دوام ورکړي، دا کار کولی شي، او د دې کارونو لپاره بیا د سولې مذاکراتو ته اړتیا نشته.

د جګړې پلمه افغانستان کې ختمه شوې، د سیمې هېوادونو، امریکا او نړیوالې ټولنې په ښکاره ویلي چې دوی ته د طالبانو امارت د منلو نه دی او که د سولې خبرې بریالۍ کیږي، په یو مشترک حکومت به پای ته رسیږي.

طالبانو زیاتو مشرانو هم درک کړې چې پرته له سولې دوی هیڅ نه شي کولی، افغانان او نړیواله ټولنه چې له طالب سره نه وي، نو بیا کله توانیږي چې واکمني وکړي، بیا توانیږي چې واک ته ورسیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button