طالبان د جګړې لپاره چمتووالی نیسي او د سولې له میز تښتي

طالبان د جګړې لپاره چمتووالی نیسي او د سولې له میز تښتي

عبدالمنان توحیدیار

تازه راپورونه دي چې طالبانو له ډيورنډ کرښې څخه د وسلو انتقال پيل کړی او د بلوچستان له کویټې څخه کندهار ولایت ته انتقالوي.

که څه هم افغانان په تمه دي چې طالبان به په خپله ژمنه ودریږي او د سولې خبرې به بریالۍ کړي، خو داسې ښکاري چې د پاکستان استخباراتو د طالبانو قومندانانو ته د جګړې د چمتووالي خبره هم کړې ده.

د پاکستان استخباراتو سیاسي طالبانو ته ویلي چې تر هغې دې سوله نه کوي، تر څو چې د افغانستان اوسنی نظام له منځه نه وي تللی.

دغه راز طالبانو ته ویل شوي چې پر امریکا فشار راوړي او تر هغې له افغان لوري سره خبرې و نه کړی، تر څو چې واک بیا طالبانو ته و نه سپارل شي.

طالبان او پاکستان په دې ښه پوهیږي چې طالبانیزم بیا نه شي حاکم کیدلی، نه یې نړیوال غواړي او نه یې افغانان، خو دا چې د پاکستان د جګړې په دوام کې ګټه ده، طالبان هڅوي چې سخت شرایط وضعه او جګړه دوام پيدا کړي.

تاسو وګورئ چې سولې ته د رسیدو لپاره افغان حکومت څومره نرمښت او ښه نیت وښود، خو بیا هم طالبانو د سولې لپاره اراده څرګنده نه کړه او د سولې د خبرو پر ځای یې جګړه باندې تمرکز وکړ.

اوس چې ژمی په ختمیدو دی، تازه راپورونه دا دي چې د پاکستان د استخباراتو تر کنټرول لاندې طالب قومندانانو ته دستور ورکول شوی چې پسرلی د سختې جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.

د دې لپاره پاکستان د کویټې په چوڼۍ سیمه کې طالبانو ته وسلې سپارلي او له هغه ځایه یې د کندهار شورابک ولسوالۍ ته انتقال کړي دي.

دا وسلې او مهمات یواځې هغو طالب قومندانانو ته ورکول کیږي چې د پاکستان په دستور جګړه کوي او د هغوی ګټې تعقیب کوی.

طالبان په داسې حال کې د پسرلي جګړې ته چمتووالی نیسي چې دوحه کې یې افغان مذاکراتي پلاوی د خبرو تش میز ته پريښی او طالبان ورسره خبرو کولو ته نه حاضر کیږي.

د دې پر ځای چې طالبان د سولې په خبرو تمرکز وکړي، پر جګړه تمرکز لري او طالبان په دې باور لري چې یواځې جګړه کولی شي چې د طالبانو شخصي ګټې خوندي کړي او سولې پروسه کې یې شخصي ګټې نشته دی.

طالبان شخصي ګټو تر دې ړانده کړي، چې حتی دا فکر نه شي کولی چې پاکستان ورته پيسې او تجهیزات د څه لپاره ورکوي، ایا پاکستان په افغانستان کې ابادي او ثبات غواړي، که جګړه او تاوتریخوالی، جګړه کې د پاکستان ګټه ده ځکه ټول امکانات ورکوي او کله یې چې ګټې نه وي، یوه مرمۍ به هم طالبانو ته ور نه کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button