طالبان او د هغو نړیوال پرستیژ!

طالبان او د هغو نړیوال پرستیژ!
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان کې ټول ټال د نړۍ ۱۹۳ هیوادونه غړیتوب لري . چې د هغه کلنی غونډه پرون سه شنبه د سپټمبرپه ۲۱ نیټه په نیویارک کې پرانیستل شوه.
تر دې مهاله د نړۍ یوه هیواد هم په افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پیژندلي او دا لامل دی چې په یاده غونډه کې د طالبانو د اسلامي امارت استازی ګډون نه لري .
افغانستان هغه هیواد دی چې د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان له تاسیس او جوړیدو وروسته په ۱۹۴۶زیږدیز کال یې په هغه کې غړیتوب ترلاسه کړ. او په دغه نړیوال سازمان کې یې د خپل د پلوماتیک او سیاسي باوري استازې په درلودلو سره کارنده رول درلودلی دی .
د پاکستان په شیطاني او نامردانه یارانه کې دا ځل د ای،اس،ای مشرجنرال فیض حمید داسې منفي رول ولوباوه چې د طالبانو د واکمنی سره جوخت یې ځان د کابل ارګ ته ورساوه او پخپل فعال او اغیزمن تکتیک یې پخپله خوښه د طالبانود اوسنی واکمنی اډانه رامنځته کړه چې پخپله د منافق پاکستان په ګډون د نړۍ ۱۹۳ هیوادونو له خوا چې په ملګرو ملتو کې غړیتوب لري د طالبانو اوسنی امارت چا په رسمیت ونه پیژانده . د هغه سره جوخت د بیلابیلو نړیوالو خیریه ، صحي او اقتصادي سازمانونو مرستې پرې بندې او په نړیوالو بانکونو کې کابو لس میلیارده ډالره بانکي زیرمې کنګل او د طالبانو اسلامي آمارت لاس تر زني ناست او په څنګ کې یې د افغانستان د نیمایي نفوس زیات افغان میرمنو او معصومو نجونو په وړاندې د کار اوزده کړو په برخو کې زړه دردوونکي ستونزي او ناورینونه رامنځته کړل . له بلې خوا نړیوالو فشارونو او اقتصادي بندیزونو افغان جګړو ، بې وسیو او نیستیوځپلۍ ولس د بې ساري مرګوني لوږې او تندې سره مخامخ کړی او له بده مرغه پښتومتل دی چې تنګ شي نو په جنګ شي .خدای مه کړه بې وزله او ویرجن هیواد مود لوږې اوبې وسیود اور په لمبوکې ستي نه شي .
نړیوال مو ازمویلي بیا ازمایل یې خطا څه چې ستره ګناه ده . افغانستان د افغانانو تاریخي ګډ کور دی . طالبان باید د افغان مسلمان ولس رښتیني خادمان اونه فرعوني میرغضبه حاکمان اوسې . په زور کلي نه کیږي . او له بده مرغه دریغه،دریغه ! د نهی عن المنکرله سوټیو او کیبلو دادی د افغانستان د فوټبال نجونه لوبغاړي د پرتګال هيواد او د تکواندو نجونه لوبغاړي استرالیا ته وتښتیدې . او استعداد لرونکې هوښیار اوتکړه ځوانان او متخصصان څه پخوا د امریکا په تذویري سیاست له هیواده بهر وتلي او ډیری پاتې ځوانان او روڼ اندي د تیښتي لارې چارې لټوي .
د ساینس اوټیکنالوژۍ ۲۱ پیړۍ ده . افغانستان د نهی عن المنکرپه تشو نارو سورو نه بلکې د علم ،پوهي ، غوړیدلي فرهنګ اومدرن تخنیک ، د لوستو نجونو او ځوانانو په مټو ابادیدای او سمسور کیدای شي .
د همدغو سپیڅلو آرمانونو او په هیواد کې د تلپاتې سولې او ورورګلویز ژوند د تحقق په هیله .
۲۲/۹/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button