طالبانو یو بل وحشت

سیدعبدالله پاچا

تازه طالبانو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ پېښې بازار دوکانونه لومړی لوټ کړي او بیا یې ټول بازار ته د شپې له خوا اور اچولی او ټول یې سوځولی دی.

اچین په ننګرهار کې هغه ولسوالي ده چې خلکو یې د داعش او طالبانو پرضد پاڅون وکړ او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی په سیمو کې وسله وال فعالیت وکړي او ګډوډي رامنځ ته کړي.

طالبانو ځکه د پيښې بازار سوځولی چې طالبانو له ځایي خلکو غوښتي و چې له دوی سره دې همکاري وکړي او له دولت سره دې همکاري پریږدي، خو د سیمې خلکو له داعش او طالبانو څخه ښه ورځ نه ده لیدلې او هیڅکله تیار نه دي چې طالبانو ته بیا په خپلو سیمو کې د فعالیت موقع ورکړي.

طالب د خپل وحشت او جنایت لپاره هر هغه کار کوي چې نه یې افغان کلتور اجازه ورکوي او نه یې اسلام ، خو دا چې طالب له خپل عادت او خپل بادار څخه مجبور دی، نو هر کار کوي.

د طالبانو د هرې سیمې ډولونه، قوانین، اصول او فعالیتونه جلا دي، د هرې سیمې طالبان په خپله ځان ته اوصول ټاکي او د وحشت ډولونه رامنځ ته کوي.

تاسو به هره سیمه کې لیدلي وي چې ځینې طالبان ښوونځي سوځوي، ځینو سیمو کې بیا ښوونځیو ته څه نه وایي، ځینو سیمو کې روغتونونه ویجاړوي، خو ځینو نورو سیمو کې بیا روغتونونو سره کار نه لري.

طالبان ځینو سیمو کې ماشومانو ته اجازه ورکوي چې ښوونځي ته لاړ شي، خو ځینو نورو سیمو کې اجازه نشته چې ښوونځي پرانستی وي.

د شینوارو سیمه کې طالبانو ځکه بازار سوځولی چې دا قوم په ډير اتفاق د ترهګرو پرضد راپورته شوی او وسله یې اخیستي له دولت سره همکاري کوي.

شینوارو سیمه د طالبانو او داعش دواړو لپاره مهمه ده، ځکه د دې لوی سیمې ډیره ساحه ډیورنډ کرښې سره تړلې او ترهګر غواړي دې سیمو کې په فعالیت سره پاکستان ته د تګ راتګ لپاره ځان ته لار پيدا کړي.

خو شینوارو ترهګرو ته داسې قسم کړی چې دا خو یو بازار ورسوځولی، که ټول شینواري هم وسوځوي، بیا به هم طالب په شینوارو کې د پښې ایښودو ځای پيدا نه کړي.

تاسو به د داعش ظلم په شینوارو کې لیدلی وي، چې ان د خلکو ډک کورونه یې وسوځول، خو شینواري حاضر نه شول چې دې ډلې ته تسلیم شي، همداسې طالبانو ته هم نه تسلیم کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button