طالبانوته تاریخي اړیني مستندې یادونې !

طالبانوته تاریخي اړیني مستندې یادونې !
د شهید داکترصیب نجیب الله د روغي جوړي او ملي پخلاینې او د ملګرو ملتونوپنځه فقره ییز پلان اوطرحې په سیمه ییزه او نړیواله کچه سترې او مثبتې اغیزې د ګوند اودولت د نـنه اوبهرد ځینو بې ضمیره اومکاروڅیرو د سبوتاژ سره ،سره په خورا بې ساري بري سره روانې وې . په داسې مهال چې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ وروستۍ مهال وچې یوقبایلي زړوراومټور ځوان د سرحدونواوقبایلو چارو وزارت کې زما کاري دفترځای د خپرونواوفرهنګي چارو ریاست ته رانـنووت .تردې دمخه مې د قبایلودعالي جرګې د منشي په توګه د لروبرسرحدي ولایتو د مخورو او مشرانو سره د جرګه ییزوهاندو هڅو اوپیژندګلوی ویاړدرلود. د قبایلي ځوان د غوښتنې سره سم زه او هغه یوازې په دفترکې پاتي شوو. ترې ومې پوښتل زه دې په چوپړکې یم . څه امر اوخدمت؟
هغه وویل د خوشالۍ خبر اوزیری مې راوړی دی چې زه د لویې پکتیا نوموتي جهادي مشر مولوي صیب جلال الدین حقاني را استولی یم او د هغه ورور جهادي مشرمولوي صیب محمد ابراهیم حقاني د لوګر ولایت په یوه سیمه کې د پیغام ځواب ته سترګې په لاره دی . هغه وویل چې مولوي صیب په افغانستان په تیره بیا لویه پکتیاکې د الصلح خیرپه بنا د ډاکترصیب نجیب الله د ملي پخلاینې اوروغي جوړي د ملي او اسلامي سیاست په کلکه اګاهانه پلوي او د دغه سپیڅلي ارمان د تحقق په هیله خبرواترواو اسلامي جرګې مرکې ته چمتویم .
د پيغام په اوریدو د زړه له تله خوشاله او وبوږنیدم . ورته ومې ویل زه یو ټیټ رتبه عادي دولتي کارمند یم . دا ستر پیغام تاسو د دولتي امنیت یوه لوړارګان ته رسولی وای .؟
هغه وویل چې جناب مولوي صیب هم په دې پوهیده .خوتاسو یې ستا د ارواښاد کاکا د لوی پکتیا مطرح مشر سناتورعلي جان صبري د وراره په توګه د غه پیغام رسولوته وړاو باوري بللي یاست .
ډاکترصیب نجیب مې د کابل د پوهنتون د دوران ملګری اود ګوندي اړیکوسربیره مې ورسره خورا نیږدې ورورګلویزي اړیکي ژوندی ساتلي وې . بې له ډیله مې د ټیلیفون په کرښه د هغه حضورته د حقاني صیب پیغام ورساوه . خدایږو د هغه د خوشالی احساساتو د څرګندولوځان عاجزبولم او هدایت وکړچې همدا شیبه قلم او کاغذ واخله اوزما ورور ګلویزاوپخلاییزپیغام ورته لیکه . د هغه مستدل اوپه افغاني نرخ ، څلي دوستانه پیغام مې ولیکه او ویې فرمایل د لیک لاندې زما نوم نجیب الله ولیکه .
د هغه هدایت مې تعمیل اوقبایلي ځوان مې رخصت کړ.
د ځدراڼو د باتورقوم د ببرک خان لوی خان په څیر د مولوی جلال الدین پلار خواجه محمد خان ځدراڼ هم قومي مخور تیرشوی دی . لا لږه موده تیره شوي نه وه چې د ډاکترنجیب واکمني د سیمه ییزواوکورنیو توطيوښکاراوملي روغي جوړي اسلامي او افغاني آرمانونه ورژیدل . د خوست د غیرتي ولایت د راپرزیدلو په مهال په پښتني غروراونـنګ جلال الدین حقاني او د هغه وسله والې ډلې په خوست کې په سلګونو ازبک اوترکمن ملیشې کابواوپه ډیراعزازاودرنښت یې د نغدو،چغدو پیسواونویوکالیو سره د جوزجان او شبرغان سیموته ورسول اود چاخبره دیوه ازبک اوترکمن سرتیري اوافسر پوزه ویني نه شوه . او په ورستیو کې د هغه ورورګلویزو اودوستانه اړیکو با الفعل شاهد یم هغه چې ازبکواوترکمنو وروڼواو د هغو مشرانو مولوی صیب جلال الدین حقاني مولوي صیب محمد ابراهیم حقاني ته په خورا درنه سترګه کتل اود چهل ستون ماڼۍ ته یې قیمتي غالۍ اود غالیوقیمتي جای نمازونه ډالۍ کړل .
تاسو اوسنیو طالبانوصاحبانوته مې د یوه افغان په توګه دا وړاندیز دی . چې وینه په وینه نه مینځل کیږي . هیله ده د حب البشراواسلامي عفوی پربنا د لغمان پخوانۍ والي صیب عبد الولي واحد زی اود هغه ولایت آمنیه قوماندان صیب لطف الله کامران ژر ترژره له زندانه ازاد اوخپلو کورونوته په اعزاز رخصت کړی . ستاسو حرفوي قاتل قیصاري اوتورن اسمعیل خان چې ستاسو پرضد په جنګونوکې پوخ شوی او مقامونوته رسیدلی په درنښت خوشي شول .کورموآباد . خو ورته ترحم په ټولوافغان وروڼواوخویندولازمي اواسلامي عمل بولم . د ناکامۍ دوه ځلي آزموینه ستاسو په لاسو کې ده .
هو ! چې څه کرې هغه به ریبې . ومن الله توفیق
۱۸/۸/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button