صالح: پاکستان افغانستان اشغال کړی دی

د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح له څه ځنډ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې بیا راڅرګند شوی او پاکستان یې د «افغانستان په اشغال» تورن کړی دی.

ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې ۳۰) په خپل ټویټر کې په افغانستان د روانو حالاتو په اړه درې پرلپسې ټویټونه کړي‌ دي او ویلي دي چې «د پاکستان له لوري د افغانستان د اشغال دوه نیمې میاشتې» وشوې.

خو طالبانو په وار وار ویلي دي چې دوی په خپلو کارونو کې مستقل دي او افغانستان یو خپلواک هېواد دی.

امرالله صالح لیکلي: «په یاد ولرئ، افغانستان د پاکستان لپاره ډېر ستر دی چې هضم یې کړي.»

د اګست په ۱۵وسله وال طالبان کابل ته ننوتل. امرالله صالح له کابل څخه د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني له وتلو وروسته ځان، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون په استناد، د افغانستان منتخب ولسمشر اعلان کړ.

هغه په خپلو نویو ټویټونو کې کې همدغه راز لیکلي دي چې افغانان به بیا پاڅېږي او« په هره برخه کې مقاومت زموږ د وقار د ساتلو او اشغال د پای ته رسولو حل دی».

لا معلوم نه دی چې ښاغلی صالح چېرې دی او نه یې هم ویلي دي چې دا ټویټونه یې له کوم ځای څخه کړي دي‌.

نوموړي همدغه راز د طالبانو له لوري د ښځو د مظاهرو «ځپل» هم غندلي دي او لیکلي دي «دا لومړی ځل دی چې د واکمنې ملېشې ډلې له لوري ښځې چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره وځي،» وهل کیږي. د ښاغلي صالح اشاره د ښځو هغو مظاهرو ته ده چې طالبانو یې مخه ونیوله.

نوموړي‌ همدغه راز ویلي دي چې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان کورني عواید «۳۰سلنه» راټېټ شوي، رسنۍ هم ځپل شوي‌ او په خبره یې نور ټولنیزو واټنونه هم ایجاد شوي دي.

طالبانو کابل ته له ننوتلو وروسته وار له وار له ښځو وغوښتل چې تر امرثاني پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي، خو ښځو مظاهرې وکړې.

طالبانو خپله سرپرسته کابینه هم اعلان کړه چې یوه ښځه په کې نشته او ټول د ددغې ډلې غړي دي. تر دې دمه د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یو هېواد لا په رسمیت پېژندلي نه دي.

د ښاغلي صالح دا ټویټونه کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي له سفر یوه ورځ وروسته کیږي. پاکستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې له طالبانو سره ډېره راشه درشه پالي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي چې له شاه محمود قریشي سره په دوه اړخیزو مسائیلو خبرې کړي دي.

تر ښاغلي قریشي مخکې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د پاکستان د استخباراتو مشر حمید فیض هم کابل ته تللی و چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د هغه په سفر او طالب واکمنانو انتقاد وکړ.

مخکني حکومت په وار وار پاکستان تورن کړی و چې د وسله والو طالبانو مشران په خپلې خاروې کې ساتي، جنګیالي ورته جذبوي روزي او بیا یې افغانستان ته د جکړې لپاره استوي. خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button