شیریخ / لنډه کیسه

شیریخ / لنډه کیسه

لیکوال : سحرګل سحر

په کوڅه کي دشیریخ والا ږغ سو، اجمل سمدستي دپلار غیږي ته ورولوېدی.

پلار جانه!  پلارجانه ! شیریخ والا راغلی دی لس افغانۍ راکړه د پینځه روپو ځان له شیریخ اخلم او دپینځه روپو مي کشر ورور نظام ته .

پلار یې هم جېب ته لاس کړ او لس افغانۍ یې ورکړې، اجمل هم په زغستا له کوره ووتی .

څه ګړی تېر سو په کوڅه کي د شیریخ والا ږغ هم لري خواته ولاړی، د اجمل مور د اجمل پلار ته وویل دا اجمل خو د شیریخو سره ورک سو، پلار یې هم دکوره پسي راووت ، شاوخوا یې په کوڅه کي وکتل هلک یې پیدا نکړ، بېرته کورته راغلی او ښځي ته یې وویل په کوڅه کي خو څوک نه ترسترګو کېده.

د اجمل مور سمدستي خپله لور د نږدې ګاونډیانو کره ولېږل ترڅو پوښتنه یې وکړي، هغه هم ولاړه څه ګړی وروسته بېرته راغله او وویل یې چي پیدا مي نه کړ.

پلار یې په همدې وخت نږدې دپولیسو حوزې ته خبر ورکړ، هغوئ یې هم په پلټنه پسې سول.

دلته داجمل نور قریبان او دوستان هم خبر سوي وه چي اجمل نادرکه سوی دی، ځیني یې همدلته کورته ورته راغلل.

ماښام سو د ټولو لخوا پلټني رواني وې، دښار ځینو نورو حوزو ته هم خبر ورکړل سوی وؤ خو مالومات یې نه وؤ سوی، شپه ټوله په ژړا، غم، ویر او خواشینۍ سره تېره سوه، سهار بیا ټولو پلټني شروع کړې پدې پلټونو کي درې ورځي او درې شپې تیري سوې خو د اجمل په اړه مالومات هیڅ یوچا هم ترلاسه نه کړه، څلورمه ورځ  داجمل پلار په کور کي بالښت ته په فکرونو کي ډوب څنګ وهلی وؤ چي ټلیفون ته زنګ راغلی، مشري لور یې سمدستي ټلیفون ورته راوړئ، پلارجانه ټلیفون دی !

پلار چي یې ټلیفون اوکې کاوه ټلیفون کته سو، داجمل مور ورږغ کړه، سړیه : څوک وؤ ؟ سړي یې ورته وویل نه پوهېږم شمېرې ته مي نوم نه وؤ لیکلی، پدې وخت کي بیا زنګ راغلی، سړي هم ژر اوکې کړ ، هلو!  هلو!

له هغې خوا ږغ پر وسو، تاسي د اجمل پلار یاست ؟

هو زه د اجمل پلار یم .

ستاسي زوی زموږ سره دی .

زما زوی ستاسي سره دی ؟

هو ! که دي په راتلونکې هفته کي دومره پسې رانه وړې نو د زوی خېر به دي نه وي .

ورسره سم ټلیفون هم کته سو .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button