شودو په اړه هغه څه چې باید پرې پوه شئ

شودو په اړه هغه څه چې باید پرې پوه شئ
ژباړه: محمد یونس
خدای پاک چې دمخلوقاتو لپاره څومره نعمتونه پیدا کړي شودو په کې لومړی مقام او ځانکړی غوره والی تر لاسه کړی پخوانیو خلکو به شودي او هغه څه چې له شودو څخه جوړېږي لکه کوچ، ماستې، تروې او غوړي ډیر کارول چې د اوسنیو ارپايي څیړونکو په اند د هغوی غټوالی، پیاوړتیا او ځواکمني هم له همدې امله وه.

یو اروپایي ډاکتر شودې په داسې ډول راپیژني:

که له ما ځینې وپوښتل شي چې د کوچنیانو دودې او قوت لپاره لومړني اړین خواړه کوم دي نو وبه ویم چې شیدې. دا هغه خواړه دي چې نه یوازې کوچنیانو ته ګټه رسوي بلکه دځوانانو زړه او ماغزه قوي کوي او زړو او کمزوریو ته روغتیا او قوت وربښي.

خدای او دهغه بنده ګانو چې کوم شی زیات خوښ کړی او دهغوی لپاره يې په کې برکت اچولي هغه شودې دي.

نویو بریمنو څیړنو هم په اذبات رسولې چې شودې بشپړ او مکمل خواړه دي مکمل خواړه هغه ته ویل کیږي چې لحمیات، شحمیات، تودوخه را پیدا کوونکي مواد، مالګه، اوبه، اوسپنه، کلسیماو داسې نور مواد ولري. او دغه ګرد سره په شودو کې شته. شودې هغه غذا ده چې له نورو ټولو خوړو څخه کلسیم زیات لري، همدغه کلسیم دي چې د بدن رغښت او روغتیا يي پایښت په کې خوندي دی.

همدا کلسیم دي چې د هډوکو او عضلو پالنه کوي، بدن ته وده ورکوي او بدن له کمزورۍ څخه ژغوري دهغو کو چنیانو لپاره چې د نیمکړیو او خرابو خوړو له امله يې وده په ښه ډول نه وکوې شیدې غوره او بهترین خواړه دي ځکه په شودو کې پر کلسیم سر بیره بي او سي ویټامینونه هم شته او ورسره، ورسره نور هغه ټول مواد چې نور خواړه يې لري، په داسي ډول چې ډیر ژر هضمېږي هم شته.

د درملو په یوه کتاب ((مخزن المفرودات)) کې یو طبیب لیکلي:

شودې مرکب القوی،تودوخې ته مایل، لطیف، ژرهضمیدونکې، مقوي،مسمن او مکمل خواړه دي چې هم دغذا په ډول کارول کیږي او هم له نورو درملو سره دبدرقې په ډول په لومړۍ درجه له ټولو څخه غوره شودې «ښځینه شیدې» دي چې هم د نري رنځ ناروغانو ته ګټور دي او هم د هغه ناروغ په ستر ګو کې کیدای شي چې سترګي يې خوږیږي او هم دغوږ خوږیدو پر مهال په غوږ کې څاڅکی کېدلای شي.

همدغه کتاب چې د (( مخزن المفرودات)) په نامه دی لیکي چې له ښځینه شودو را ورسته په دویم نمبر کې د خرې شودې دي دا هم د ښځینه شودو په څیر د ډیرو رنڅونو لپاره لکه نری رنځ او نور کارول کېږی.هغه لیکي د خرې له شودو څخه وروسته په دریمه درجه کې د غوا ششیدې دي چې بدن ته قوت وربښي او په خپله غذا هم ده. هغه وايي د وزې (چېلۍ) شودې هم غوره دي. که له شودو څخه «ماءالجبن» جوړ کړل شي نو هغه ناروغانو ته يې چې سودايي ناروغۍ لکه (مالیخولیا، لېونتوب، جذام) لري ورکول غوره دي خو دمیښې شودې که څه له نورو شودو څخه ټینګې او ځواکمنې (مقوي) دي نو د خپل ټینګښت (غلاظت) او باد ګیر تابه (نفاخت) له امله هغو ناروغانو ته چې معده يې کمزورې وي ورکول زیانمن دي.

دغه کتاب لیکي چې د آسپې شودې کوچنیان له شري څخه ژغوري په پای کې لیکي چې ټولې شودې (شیدې) بدن غټه وي او قوت باه پیدا کوي، خو ځینې وخت تبه پیدا کوي او دمعدې د کمزورتیا پر مهال تاواني دي.

خو په هر حال شودې دڅاروي په خوړو او تازه هوا پورې اړه لري هغه څاروي چې په ازاده هوا او لمر کې و پالل شي، ښه خواړه ورکړل شي نو په شودو او غوړو کې يې ډي ویټامین زیات وي. هغه ناروغان چې بادي یا بلغمي طبیعت لري او خیټه يې پړسېدلې وي په شودو کې ځانته لاچي او کجور وایشوي او ويې څښي. او دګرم طبیعتو لپاره باید په شدو کې لږ څه اوبه واچول شي په شودو کې زیاته خواږه (شریني) اچول نه دي پکار ځکه هاضمه خرابوي او همدا راز له شودو سره مالګین، تروه شیان او دکب غوښه خوړل نه دي پکار له دي سره هم معده خرابیږي. مخکې مو په مخزان المرکبات کې ولیدل چې د غوا شودې په دریم نمبر کې راځي خو یو بل زوړ کتاب چې یوه طبیب لیکلی لومړنۍ پاڼه يې له منځه تللې د کتاب او لیکوال په اړه يې معلومات نشته، داسې لیکي:

د وزې شودې دغوا او میښې له شودو څخه ډیرې ګتورې دي، د روغتیا ساتندویې او د بدن پالونکې دي.هغه د یوه امریکاييغذايي ډاکتر «ډوګلس تامسن» له قوله لیکي چې دوزې شودې له نورو هغه څخه د دوو لاملونو غوره او ښې دي، یو دا چې په وزو کې نری رنځ د غوا په څیر نشته او بل دا چې دغه شودې ډېرې ژر هضمیږي.

یو بل ډاکتر چې نوم يې «اېن اېن بیک» ښودلی د غوا او وزې شودې په پر تله ییز ډول داسې راپیژني:

د وزې شودې د غوا له شودو څخه ډېرې سپکې او ژر هضمېدونکې دي. هغه کوچنیان چې بشپړه وده يې نه وي تر لاسه کړې یانې دنیمګړو او ناقصو خوړو له امله يې نشونما نه وي تر لاسه کړې یا هغه ناروغان چې هاضمه يې خرابه وي باید دوزې شودې وخوري. هغه لیکي د وزې د شودو سپکوالی څو لاملونه لري. لومړی دا چې د هغې د وازدو پردې نرۍ وي. دویم يې د شودو غوړ لطیف وي، اود معدې رطوبت ورباندې ډېر په اسانۍ سره اغیز ښیندي. درېيم دا چې ددغو شودو کېرینو دانې چې ډېرې وړې،وړې وي په اسانۍ هضمیږي. څلورم غټ لامل يې دا دی چې په دغو شودو کې (البیومن) ډیر وي. همدا راز غوړ او مالګین مواد لکه کلسیم مالګه او … هم لري. هغه وايي که د غوا او وزې شودې په پر تله ييز ډول سره وڅېړو نو په ډاګه به شي چې یو خو دغوا شودې تیزابیت لري او دغه تیزابیت هغه ناروغ ته چې معده يې خرابه وي د مرګ او ژوند خبره ده. بل دا چې دغه شودې تر دوه ساعته پورې نه هضمیږې یانط درنې دي. خو دوزې شودې دومره سپکې دي چې په یوه ساعت کې هم هضمېږي.

د وزې، غوا او انسان په شودو کې دولس ډوله ملګین مواد شته، چې نه ډوله د وزې په شودو کې، شپږ د غوا او پینځه ډوله مواد په انساني شودو کې شته. د غوا شودې فولاد ډیر کم او یا بیخي يې هم نه لي. مګر د وزې شودې دغه مواد له اوو څخه تر لسو چندو پورې زیات لري.

همدا راز پوتاشیم هغه مواد دي چې اکسیجن راجذبوي او دغه دوزې شودې ډېر لري. په همدې ډول دغه شودې یو ډول نور مواد چې د فلورینو په نامه یادیږي، هډوکو ته وده ورکوي، غاښونه مضبوطوي، د ستر ګو ساتنه کوي، په دې سر بیره د وزې په شودو کې یو ډول نور مواد چې مګنیشیم نومیږي شته دغه هم دهډوکو او په تیره بیا د لګن خا صرې هډوکی کلکوي . یو ډول نور مواد چې سودېم نومیږي د وزې په شودو کې شته، دغه مواد له بدن څخه زهرجن مواد د پښتورګو او مثانې له لارې وباسي. که سودیم دغه زهرجن مواد تحلیل نه کړي نو زموږ په بدن کې به لایم او مګنیشیم سره کلک کړي او دپښتورګو تیږه په ترې جوړه شي. له سودیم سره، سره د وزې شودې ویټامینونه هم لري.

هغه وزې چې په غرونو، ځنګلونو او ازاده هوا کې څرول کېږي شودې يې د ټوخي، پیچ،د نری رنځ تبې،توري، ینې (ځیګر)، زړې تبې، زېړي، بوسیرو، مغزو او د وینې د ناروغیو لپاره ډیرې ګټوري دي. که دوزې په شودو کې چمبړخیال واچول شي او هغه چې خوله يېوتلې (پوکړۍ،پوکړۍ) وي، غر غړه کړي، خوله به يې ښه شي.

همدا راز که دوزې په شیدو کې مالوچ لوند کړل او دویدېدو پر مهال په سترګو کېښودل شې، د ستر ګو خوږ کراروي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button