شوخ متفکر

طنز
محمود نظری

شوخ متفکر

‏ همدې افغانانو  دارګ د غورازه موټر اشترینګ ته   کښينولې
غوړپیکی  دي کلینر کړ موږ ول متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!‏
هغه  ویل د ټاکونو دکمیسیون   پایله  پام چې اعلان نه کړې
تاویل بیخي سمه ده مو ږ،ول متفکر دی  وده دی لا څه کوي؟!‏
ټولې د موتړ څوکۍ دي ډکي کړې په بوس ،خزلو او چټلنویسو
دبوغیو شرکت دي جوړکړ موږ ول متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!‏
دټاکنو دخرابولو دکمیسیون مشردی په خپل فرمان مقرر کړ
هغه کلینر وشړه موږ ول دریور متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!‏
په لمبر پلیټ دی په ذکاوت دافغان کلمه ونه منله په پردیانو
‏ قانوني کارو ته چوپ یې وایو متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!‏
تر اوسه خو ډیر بریالی غلی  یې په افغانیت قانون اوپسات
موږ په پټوسترګو یوبل ته وایو متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!‏
اوس په تا  د هغه کیسې  اولنډۍ   و سوه د افغانستان اول متفکر ه
کانه  دشوخ بچه کابل   ، موږ وایو متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!‏
نورخلک په مجاهد ، اتل، مقاومتی، پروفیسر امیر نه ختاوځي
دا ستا بیا نوی لقب دی موږ وایو متفکر دی وده دی لاڅه کوي؟!‏
‏ هر مشر چې راسي د تړلي ملت کیسه اوري ورته پرینګ ژاړي
یو یې نه خلاصوي  موږ وایو دا متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!‏
‏ هریووخت تیروي  چکرونه وهي   جوالونه ډکوي  او غرتي کوي
د نظار  دغلامي پرته موږ وایو  متفکر دی وده دی لا څه کوي؟! ‏
نه چې لکه چپنکي   دپښتوپه بوره او بدنامه ولووخت پوره کړې
هغه بې شرم لا غریږي موږ وایو دا متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!‏
‏ دچپنکي غرتو ته غوږ مه ایږده دهغه لاسه ماته دپښتون ملاده
ژوند په همدې تیر یږي چپنکي دی متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!‏
‏ پوهیږو دشیدو غوا  له اوله د هغې دغولانځې له سوره مالومیږي
جنګي غویی له لښکره  موږ وایو دا  متفکر دی وده دی لا څه کوي؟!‏
پښتون یوازې د سپينې خولې واک در کړی  دی‎ ‎‏ متفکر جانه
ولي د پرتوګاښ په غوټو اخته یې !!!!‏

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button