شلیل څه ډول مېوه ده؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

اوسنۍ پرمختللې کرنه د دې لامل شوې ده چې مېوې بېلابېلې بڼې، شکلونه، رنګونه، خوندونه او اندازې ولري.

شلیل په ځانګړنو کې تر ډېره شفتالو ته ورته مېوه ده چې اوس اوس په افغان بازار کې هم موندل کېږي. شلیل وینه پاکوي، خو د شفتالو بر عکس د عضلو دردونه له منځه وړي.

روغتیاپالان تر ډېره هغو کسانو ته شفتالو، تور بانجان او خټکی نه توصیه کوي چې په نږدې وختونو کې یې عملیات کړی وي، خو شلیل بیا دا ښېګڼه لري چې د عضلو دردونه له منځه یوسي. که له خوړو یو ساعت مخکې وخوړل شي ګټه به یې ډېره وي.

نورې ښېګڼې هم لري:

۱- که سهار او ماښام وخوړل شي ټوخی کابو کوي.

۲- د رماتیسم لپاره ګټوره مېوه په ګوته شوې ده.

۳- د شلیل مغز د وینې لوړ فشار ټیټوي.

۴- هغه مېرمنې چې میاشتنۍ ناروغي یې په مرض بدله شوې او یا هم دایمي شوې وي، د شلیل خوړل ورسره د رحم د وینې بهېدنې په کابو کولو کې مرسته کوي.

۵- د شلیل زیات خوړل تاواني دي؛ ځکه په بدن کې د امیګدالین او سیانیدریک اسیدو د تولید لامل کېږي، که د درملنې په موخه یې هم خورئ تر یوې اونۍ ډېر یې په پر له پسې ډول مه خورئ.

۶- د شلیل خوړل د خولې بد بوی له منځه وړي، هغه کسان چې له دې ستونزې سره مخ دي، له ډوډۍ وروسته د یوه دانه شلیل خوړل یې ښه نسخه ده.

۷- د مثانې د پړسوب او پروستات ناروغۍ لپاره د شلیل مربا ګټوره تمامېږي.

۸- که دشلیل د ونې پاڼې د چایو پر ځای و اېشول شي او وڅښل شي روماتیسم له منځه وړي.

۹- هغه کسان چې ادرار یې څاڅکي څاڅکي راوځي او سوزاک وي، له ډوډۍ یو ساعت وروسته د شلیل خوړل ورسره پوره مرسته کوي څو له دې ناروغۍ په امن شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button