شرایط ‎‎

محمد مصطفی سمون

له هرې پدېدې سره د مبارزې لپاره د هیلو نوي اړخونه موندل کېږي. کله چې د فکري مسیر لپاره لار ټاکو د حالاتو مطابق خپل دریځ غوره کول د فردي، ټولنیز نظم په رامنځته کولو کې ډېر اغېزمن تمامېدای شي. انسان د هر ډول شرایطو سره د حالاتو مطابق تعامل کولای شي؛ خو د دې تعامل اغېز به څومره گټور وي. دا بیا د افکارو او اعمالو د اخذ مطابق ټاکل کېدای شي.
د شرایطو لپاره باید لومړی ذهني چاپیریال جوړ شي؛ ترڅو د تعامل هر اړخیز لیدلوری وټاکل شي او بیا له پدیدو سره د امکاناتو او غوښتنو په رڼا کې برخورد وشي. همدا کار د ټولنې مثبت لوري ته د قدم اخیستو لپاره یوه مناسبه تگلاره ده، چې د افرادو ترمنځ د انتخاب لاره د فکري ازادۍ له لارې اختیار کړای شي. انسان په ځاني غوښتنو کې چې هر څومره ورک شي، یوه وخت به د ټولنې درد حس کوي، انسان په فردي ډول ژوند نه شي غوره کولای. اوسنۍ نړۍ د یو کلي په شان شوې، که غواړې چې په دې کلي کې د ژوند کولو شرایط او اسانتیاوو څخه برخمن شې؛ نو مکلف یې چې د ټولو اړخونو سره د تعامل لار اختیار کړې، چاته په لار پرېږدې، د چا به سخته خبره اورې او د چا به د ژوند له بېچارگۍ ځان خبروې او انساني مرستې به ورسره کوې. د تعاملاتو په جوړولو او پاللو کې به د ژوند شرایط هم ورسره همداسې ټاکې، چې د ټولنیز نظم لپاره کوم خنډ مخې ته رانه شي.
د دې تگلارو په پایله کې انسان محوري برخوردونه د ټولنې په ویښتابه اغېز کولای شي، له دې سره د مینې او تېرېدنې لار ټاکل کېدای شي.
شرایط د شرطونه په ټاکلو سره د ټولنې په درد نه خوړل کېږي، بلکې د ژوند د ورځنیو چارو مطابق د افرادو ترمنځ د یوې کړۍ پیدا کول اړین دي؛ ترڅو په ټولنه کې د متحوله فکر او روزنې یو ډاډمن ځای ورته جوړ شي. انساني افکار باید د ټولنې او ژوند د شرایطو مطابق عیار کړای شي، چې د فرد، ټولنې او سیسټم ټکر پکې رانه شي، بلکې د یوې باوري سرچینې په ډول د افرادو د وصل لامل وگرځي؛ ترڅو هر انتظار په انتقام باندې وانه وړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button