شاه محمود قریشي ته د محسن داوړ، معقول ځواب

عبدالمنان توحیدیار

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پاکستان پارلمان ته په وینا کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب هغو څرګندونو باندې غبرګون ښودلی چې طالبان یې د پاکستان ملیشې یادې کړي دي.

شاه محمود قریشي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني مخاطب کړی چې له پاکستان څه غواړي.

له دې څرګندونو وروسته د پاکستان د پآرلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ د شاه محمود قریشې د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې افغانان څه غواړي او پآکستان څه کولی شي؟

محسن داوړ له شاه محمود قریشي غوښتي چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د کویټې او پيښور شوراګانې بندې کړي چې له پاکستان څخه جګړه رهبري کوي او هره ورځ د افغانانو وینې توی کوي.

داوړ له قریشي غوښتي چې افغانان له پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي، هغه ملاتړ د پاکستان مخکیني ولسمشر پرویز مشرف او نورو چارواکو پرې اعتراف هم کړی دي.

داوړ له قریشي غوښتي چې افغانان له پاکستان غواړي چې د سولې پروسه کې په صادقانه ډول همکاري کوي، ځکه پاکستان له یوې خوا وایي چې پر طالبانو نفوذ لري او سولې پروسه کې مرسته کولی شي، خو له بلې خوا د طالبانو له ملاتړ او تمویل څخه منکر کیږي او د سولې پروسه کې صادقانه همکاري نه کوي.

د محسن داوړ دا څرګندونې په خواله رسنیو کې له کلک هرکلي سره مخ شوي، ځکه د پاکستان چارواکو تل د قضيي یو اړخ په فریبانه څرګندونو باندې روښانه کړی، خو بل اړخ د قضيي یې له خلکو پټ ساتلی دی.

محسن داوړ د قضيي بل اړخ روښانه کړ او د پاکستان ریاست یې ملامت کړی چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او د جګړې له لارې غواړي نامشروع ګټو ته ځان ورسوي.

د محسن داوړ له دې څرګندونو وروسته په ټویټر کې دوه ورځې افغان ځوانانو او لر او بر یو ټرینډ چلولی چې شاوخوا ۴۰ زره کسانو پکې تبصرې کړي او له پاکستان یې غوښتي چې نور د افغانستان د جګړې له تمویل لاس واخلي.

پر پاکستان غږ شوی چې یا دې ښکاره جګړه اعلان کړي او یا دې په خپله خاوره کې د طالبانو پټنځایونه له منځه یوسي.

دا ښکاره ده چې د افغانستان جګړه له پاکستان رهبري کیږي او د طالبانو ټول مشران په پاکستان کې دي او هلته ورته د پاکستان حکومت ډیر امکانات او ژوند برابر کړی دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button