شاه زل څوک دی ؟

شاه زل څوک دی ؟
دا هغه د دپلوماتيک هنر او غولوونکو هاندو هڅو نوښتګر اوبې ساری ځیرک افغان توکمه امریکایی دی چې د شاه زل ترڅنګ یې ډیری امریکایان نایب السلطنه هم بولي . دا د شلمې اویوویشتمې پیړۍ مطرح شخصیت ښاغلی زلمی خلیل زاد دی .چې په خټه د لغمان د لرغوني تاریخي ولایت تره کی غلجي اود سلیمانخیلو خوریې دی.
د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په واکمنی کې یې پلار د دولتي ماموریت د ترسره کیدو په موخه د بلخ ولایت ته وکوچید او په مزارشریف کې یې زلمي خلیل زاد سترګې دنیا ته راوغړولې . د ځوانۍ په منګ یې زده کړې په کابل کې پیل اوهمدغه مهال د خپل غلجي ټبره محمد اشرف غني احمدزي سره اشنا او کلک ملګری شو. دواړو یوځای د بایسکټبال لوبې ترسره کولې اوپه ګانده کې یې هم سره برخلیک یوتر بله تړلی او ملګرتیا یې لاپیاوړي ځکه پاتې شوه چې دواړه د یوه کلن بورس لپاره امریکا ته ولاړل او هلته په بیلابیلو ایالتونو کې د امریکایې کورنیو سره استوګن اوانګليسي ژبه واکمن شول. ښایې امریکایې پیدا ګوجیستانو او مسلکي پوهانوپه دوی دواړو کې د راتلونکې زعامت استعداد لیدلی اوتشخیص کړی وي . او همدا لامل وچې هیواد ته له راستنیدو وروسته ډیرژر په لبنان کې د بيروت امریکا یې پوهنتون ته د لوړوتحصیلاتو په موخه ورته چانس برابر اوترلیسانس پورته لوړې زده کړې یې په یاد پوهنتون کې ترسره کړي. هیواد ته له راستنیدو وروسته د لا لوړو زده کړو د اکمال لپاره امریکا ته ولاړل اوهلته یې په بیلابیلو پوهنتونونوکې د دوکتورا په کچه اکادمیکي دوکتوراوې ترلاسه کړي.
هو! مربې دارې مربا بخور هههه همداسې ده . محمد اشرف غني احمدزی نړیوال دویم متفکراو اوسنی منتخب افغان ولس مشردی .
شاه زل اونایب السلطنه زلمی خلیل زاد هم د امریکا په تاریخ کې لومړی افغان الاصله مسلمان دی چې دامریکا سپیني ماڼۍ اوبهرنیو چارو وزارت ته یې د یوه منلي او مطرح سیاستپوه او دپلومات په توګه لاره پرانیسته . څه د پاسه څلورلسیزي د ریګن، کارتر، لومړني بوش، کلینټن، دویم بوش، بارک اوباما اواوسني پخپل سرواک ټرمپ د واکمنی په مهال اودغه پورتنیو پړاوونوپه بیلابیلو پوړیو کې په ملګرو ملتونوکې د امریکا ځانګړی استازې ، په افغانستان اوعراق کې د امریکا دلوی سفیراوخاص استازي په توګه دندې ترسره کړي اود بن په غونډه کې حامد کرزی د ده غوراوی اود طالبانود اسلامي آمارت وروسته د موقتې ادارې د مشر اوبیا تر۲۰۱۴ز کاله پوري د افغانستان منتخب ولس مشرپاتې شوی او د زلمي خلیل زاد سره یې یارانه تر ورورګلوی ترکچې پورته او د سفارت په مهال زلمي خلیل زاد غرمنۍ اوماښامانۍ ډوډۍ په ارګ کې د حامد کرزي سره یوځای وه . اوپه افغان ولس مشر یې داکترعبدالله عبدالله د سترګو روغتیا پال د بهرنیوچارود وزارت د مقام په ګدۍ کشیناوه اوخپل وراره واحد منور یې د هغه یاوروټاکه اوبل وراره خالد منوریې د امریکایې مولټي میلیونرلانګۍ سره یوځای په افغانستان اوامريکا کې د سوداګریزوچاروپه ترسره کیدو بوخت ول.
ټرمپ یوځل د سپیني ماڼۍ په یوه غونډه کې زلمی خلیل زاد د مکاراو ټګمارپه نوم بللی خوبیایې وویل چې کله ناکله شیاد او محیل هم په درد خوري.
په زړه کې مې ډیرې خبرې دي . خوپه لنډو کې دا وړاندیز ښاغلو ولس مشر محمد اشرف غني او زلمي خلیل زاد ته کوم چې تاسوخپل وجدان قاضي کړی چې په افغانستان کې اوسنی خونړۍ محشراو ماتمي ناورین چارامنځته کړی دی . په زیاترو مواردو کې طالبان په زغرده مسوولیت نه مني . نوڅوک دي چې دا هدفي وژنې اوخونړي ناتارونه رامنځته کوي . د لمرپه شان ښکاره ده چې د تورپنجاب د ای،اس،ای د اس ریاست چې پخپله ګلب بې دین حکمتیاریې څوستوریزافتخاري دایمن فعال جنرال دی چې دا د وژلو او ویجاړولو او اوسني نظام د نسکورولو رذیلانه اوابلیسانه لوبه یې په زغرده اوسپین سترګی پیل کړي ده . نوهیله ده چې په نړیواله کچه د پاکستان د پوځي ښکاره لاسوهنو او ویجاړیو په وړاندې یوه نړیواله اجماع اوواحد غږ را پورته کړی. که نـنګ اوغیرت مو په کـکرو کې وي بې له ډیله د بلوڅو، پښتنو او سندیوازادي غوښتونکي خوځښتونه اووسله وال غورځنګونه رامنځته اوتاسو دواړه زورواکي متفکرین اوامریکا پلوي سیاسي څیرې افغانستان له تجزیې، ویشلو او ورانولو وژغوری .
له زړونو ويني څاڅي اود افغان شهیدانود خښولو هدیرې نه شته . په نره او میړانه د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د مادي اومعنوي ملاتړکلک لاسونه ورکړی اوخپل نوم مو په تاریخ کې ویاړلی اوښاغلۍ وساتی .
جار وطنه! قربان دې شم . خدای به راولي دوران.
۲۳/۱۲/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button