شاه امان الله خان هېڅکله خپل هېواد ته خيانت نۀ دی کړی

ليکوال: کاندید اکادميسين محمد اعظم سيستانی
ژباړن: تمهید سيلانی
لۀ ټولو هېواد پالو مشرانو، ځوانانو او کشرانو څخه مې هیله داده چې دا لیکنه پۀ غور سره ولولئ او وروسته یې لۀ نورو سره شریکه کړئ، تر څو د هېواد او شاه امان الله خان د دښمنانانو لۀ شومو پلانونو ټولو هېواد وال خبر شي.
هغه کسان چې شاه غازي امان الله خان خپل هېواد ته پۀ خيانت تورنوي، هغوی پخپله خاينين او د پرديو هېوادونو جاسوسان دي. هېڅوک نشي کولی داسې يو اسناد وړاندې کړي چې پۀ هغۀ کې خپل هېواد ته د شاه امان الله خان خيانت پۀ ډاګه کړي، برعکس د شاه امان الله خان پر وړاندې د خيانت الفاظ د هغو کسانو لۀ خولې څخه را وځي، چې پخپله د پرديو جاسوسان او وطن پلورنکي دي. د هېواد پاله کسانو لۀ خولې د شاه غازي امان الله خان پر وړاندې داسې کلمات نشي راوتلی.
د خاين کلمه د هغو کسانو پر وړاندې د کارونې وړ ده، چې د انګليسي ښکېلاګرو پۀ امر يې د اماني رژيم پر وړاندې دسيسې رامنځته کړې او د افغانانو لۀ سادګۍ او عقيدوي باورونو څخه يې ګټه پورته کړه او هغوی يې د يو روښان فکره، ترقي غوښتونکي او د تاريخ غوره شخصيت پر وړاندې و هڅول،چې په پایله کې شاه دې ته مجبور شو، چې هېواد پرېږدي .
زموږ د هېواد د ټولنيزو پرمختګونو پر وړاندې يو لوی خنډ د حضرت مجددي کورنۍ وه. دوی تل د تاريخ پۀ اوږدو کې لۀ انګلیسانو سره لاس يو کړی او زموږ د هېواد د ټولنیزو بدلونونو پر وړاند يې خنډونه رامنځته کړي او د پر مختګ مخه يې ډپ کړې ده. دا کورنۍ د نقشبنديې طریقې پۀ پاللو سره زموږ د هېواد پۀ ډېرو پښتنو پۀ ځانګړې توګه د پکتيکا او پکتيا پر وګړو فوق العاده نفوس درلود. يادې کورنۍ د شاه امان الله د واکمنۍ پۀ بهير کې پنځه ځلې د هېواد وګړي د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر وړاندې د بغاوت لۀ پاره هڅلي دي.
د لومړي ځل لۀ پاره يې د خوست خوځښت پۀ ۱۹۲۴ م کال د ګوډ ملا پۀ مشرۍ ترسره کړ. د دويم ځل لۀ پاره يې پۀ ۱۹۲۸ م کال د محمد صادق مجددي او قاضي عبدالرحمن پغماني به مشرۍ، داسې يوه دسيسه جوړه کړه چې د ۴۰۰ سوه ملايانو لاسليکونه يې د شاه د تکفير پۀ هکله را غونډ کړل،چې شاه امان الله خان کافر شوی دی. دریېم ځل یې د ۱۹۲۸ م کال د نوامبر پۀ میاشت کې د شینوارو خوځښت د محمد علم او محمد افضل شينواري پۀ مشرۍ رامنځته کړ او د څلورم ځل لۀ پاره يې پۀ شمالي کې پۀ ۱۹۲۸ م کال د د سمبر پۀ مياشت د حبيب اللۀ کلکاني چې د سقوه پۀ زوی مشهور دی، خوځښت را منځته کړ، چې پۀ پايله کې د شاه امان الله خان واکمني پۀ ۱۹۲۸م کال د جنوري پۀ ۱۴ را و پرزېدۀ.
د پنځم ځل لۀ پاره يې د سليمانخېلو لۀ قبيلې څخه ۷۰۰۰ مريدان د شاه امان اللۀ خان د لښکرو پر وړاندې غزني ته ور ولېږل، د سليمانخېلو جنګياليو د ۱۹۲۹ م کال د می مياشتې پۀ منځ کې د حضرت نورالمشایخ پۀ امر چې سقوي وسلې ورسره وې، پۀ غزني کې د شاه امان الله خان مخه يې ونيوله، شاه د دراني او غلزايي ټبر د خپلمنځي شخړې د مخنيوي پۀ موخه خپلو کندهاري لښکرو ته د بېرته تګ امر وکړ، شاه د می پۀ ۲۳ کلات ته ورسېدۀ، نو پرېکړه يې وکړه چې لۀ هېواد څخه بهر ووځي، چې همداسې وشول او پۀ د می ۲۳ له هېواد څخه ولاړ.
داکتر زمان ستانیزی د سليمانخېلو لۀ طایفې څخه دی، ددۀ پۀ خټه کې د شاه غازي امان اللۀ خان پر وړاندې دښمني او کدورت اغږل شوی دی او هېڅکله ددې توان نۀ لري چې د شاه غازي امان الله لوړ او ځلانده نوم واوري. نو پر همدې بنسټ هغه کله د شاه امان الله خان پر وړاندې د نفرت او تخریب ژبه پرېږدي. ستانیزی د راولپنډۍ د سولې تړون امان اللۀ خان ته د خيانت پۀ توګه ور تپي.
پر شاه غازي امان الله خان د ستانیزي يو بې بنسټه تور دادی : ((چې شاه امان الله خان د را ولپنډۍ پۀ تړون سره د افغانستان يو برخه د تل لۀ پاره خرڅه کړه))( دفاع از ارزش های ملی ، وظیفه عناصر ملی است،چاپ دانش ۲۹۱۴ ، صص۱۹۵،۲۲۲،۲۷۷)
دا ډوله بې بنسټه ادعا نۀ افغاني مؤرخينو او نۀ هم بهرنيو مؤرخينو لا تر اوسه نۀ تائيد کړې او نۀ هم ياده کړې ده.
د قبايلي افغانانو ستر مبارز خان عبدالغفار خان د ژوند تر وروستيو پورې د شاه امان الله خان لۀ سر سختو پلويانو څخه و او وايي چې هغه يوازينی واکمن و چې پۀ واقعي توګه يې د افغانانو لۀ حقونو څخه دفاع کوله او د شاه لۀ کړنو يې تل ستاينه کړې. مګر ستانیزی پۀ ډېرې سپین سترګۍ او بې شرمۍ سره اوس دا ادعا کوي، چې شاه امان الله خان د کرښې هاخوا سيمې پۀ انګليسانو خرڅې کړې دي.
زۀ لۀ ستانیزي څخه غوښتنه کوم چې د خرڅو شويو ځمکو پيسې او قواله دې لۀ اسنادو سره موږ ته وړاندې کړي، ترڅو موږ هم پوه شو کۀ داسې نۀ وي، نو دا يو لوی او بې بنسټه تور دی چې زموږ د هېواد پر محبوب او ترقي غوښتونکي شخصيت يې پورې کوي، چې تر ټولو کوچنی خدمت يې دې هېواد ته د انګليسانو لۀ منګولو د خپلواکۍ ترلاسه کول دي.
نو د هېواد پر ملي او محبوب شخصيت دا ډول تورونه يوازې د يو خاين، د پرديوجاسوس او د خپلواکۍ د دښمنانو لۀ خوا ور پورې کيږي. دا پۀ داسې حال کې ده ،چې کۀ چېرې وافعآ د داکتر ستانیزي سترګې ړندې او وجدان يې مړ نه وی، باید پۀ دې پوه شوی وی، چې شاه امان الله خان د قبايلي وګړو د ملاتړ پۀ موخه د انګليسانو پر وړاندې را ودرېدۀ، حتا تر دې چې خپله واکمني يې لۀ لاسه ورکړه.
کۀ چېرې شاه امان الله خان د خپلواکۍ پۀ جګړه کې دا توان درلوی، چې د فرضي کرښې هاخوا سيمې بېرته ونيسي، نو پرته لۀ شکه چې دا کار به يې ترسره کړی و. دا کار د شاه امان الله خان، مشروطه غوښتونکو، او ټولو افغانانو هيلۀ وه، مګر کله چې جګړه پيل شوه، نو وليدل شو چې د ښمن ډېر ځواکمن او زموږ تر ځواکونو يې پوځ ډېر پۀ نظامي تجهیزاتو سمبال وو. پۀ دغۀ جګړه کې يوازې پۀ جنوبي سنګر يا جبهه کې د وزيرو او مسعودو پۀ مرستې او ملاتړ سره افغاني پوځ پرمختګ وکړ.پۀ داسې وضعيت کې افغانانو د انګلیسانو د متارکې وړاندېز د خپلواکۍ پۀ بڼه تعبير کړ او د اوربند شرایط يې و منل او د سولې لۀ پاره يې را ولپندۍ ته خپل پلاوي ور و استول.
سرچينې څرګندوي چې افغان پوځيانو د پکتيا لۀ جبهې پرته پۀ نورو ټولو جبهاتو کې ماتې خوړلې وه. د غبار پۀ روايت سره د خیبر پۀ جبهه کې د افغانانو تلفات ۴۰۰ کسه اود افسر اتريشي « ايميل ريبيچکا » پۀ روایت سره چې د خپلواکۍ پۀ جګړه کې يې پۀ جلال آباد کې شتون درلود او لۀ محمود سامي سره همرکابه و، وايي چې د خيبر پۀ جګړه کې د افغانانو تلفات ۶۰۰ کسانو ته رسيږي. (سایت آسمائی، مقالۀ رتبیل آهنګ: چشمديد های یک افسر اتریشی از جنګ استقلال، ۲۲ اګست ۲۰۱۴ )
د حسن آیبک ( د سپهسالار نادرخان یاور او ملګری) پۀ وينا کله چې د انګلیسانو طيارو د جلال آبا او کابل پۀ ښارونو او همدارنګه د تل پۀ سنګرونو بمونه را وغورځول، حتا د جنرال محمد نادر خان پوځيانو خپل سنګرونه پرېښودل او ګرديز ته وتښتېدل. ( خاطرات ظفر حسن آیبک، ترجمۀ فضل الرحمن فاضل، ص 223- 244)
پۀ کابل کې د انګليسانو بمبارد مانونو دا اندېښنه را منځته کړې وه، چې شاه، کورنۍ او کابينه يې د پنجشير درې پناه يوسي. دا کار د انګليسانو پر وړاندې د افغاني پوځ د کمزورتيا ښکارندويي کوي. هغه څه چې د افغانستان او افغانانو ملا يې ور وتړله او پت يې ورته پر ځای کړ، هغه زموږ د وزیرو او مسعود پښتنو ملاتړ و، چې انګليسان يې دې مجبور کړل چې د متارکې او د را ولپندۍ د سولې مذاکراتو ومني. همدارنګه دکابل نيول او د سقوي غلو لۀ منګولو څخه د خلکو خلاصون هم د وزيرستان او د پکتيا د ځاځيو پر سر ښندونو تر لاسه شو.
زما پۀ آند د شاه غازي امان الله خان او خپلواکۍ تخريب او سپکاوی، پۀ دې موخه چې شاه امان الله خان ولې د کرښې هاخوا سيمې و نۀ نيولې، د ملي ګټو ضد او خاينانه کړنه ده د يادو کسانو دا کار د پاکستان د ملي ګټو پر ملاتړ تعبیرېدای شي، نۀ د قبايلي پښتنو پۀ ملاتړ. د همدې خبرو پر بنسټ د ښاغلي ستانيزي او دې ته ورته نورو پردي پالو کسانو دا ادعا چې کواګې د راولپندۍ پۀ تړون کې زموږ ترقي غوښتونکي او هېواد پالۀ شاه هېواد سره خيانت کړی، دا کار د پاکستان او انګليسانو پر ګټو را څرخي.
زۀ پۀ ټولو هغو هېواد پاله، ملي ګټو ته ژمن او رښتينو افغانانو غږ کوم، ترڅو د داسې پردي پالو شمو موخو پر وړاندې را ودريږي او ددوی شوم پلانونو افشا او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
Translator Note:
Mr. Stanizai! What is the difference between you and Abbas Stanizai, who has shed the blood of thousands of innocent Afghans for the benefit of Pakistan in the last two decades?
Abbas Stanizai, like you, has been fed and trained with the bread and money of the ISI and the British, and has turned his back on Afghanistan for the sake of Pakistan, calling himself the sweet son of Bajwa.
You also proved once again that you are full of Britain and the ISI by opposing and destroying the independence and the friendly personality of Shah Ghazi Amanullah Khan.
Mr. Stanizai! Remember well! In our existence and in the millions of patriotic people whose love of Shah Amanullah Khan looks like the sun in their hearts, you can not succeed in your sinister plans and you can never diminish the love of Shah Ghazi Amanullah with these words far from your reality.
Tamhid saylany

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button