سکس او زنجبیل سره څه اړیکه لري؟

د زنجبیل بوټی قوي روغتیایي خواص لري او د تاریخ په اوږدو او مختلفو فرهنګونو کې د هغه څخه د جنسي قوت د غښتلتیا په ګډون د روغتیایي ستونزو او نارغیو په وړاندې کار اخیستل شوی دی.

علمي موندنو ښودلي چې زنجبیل د جنسي غریزې د تحریک او میل هڅونکی دی.

خو دغه بوټی څنګه د جنسي لیوالتیا د غښتلي کیدو سبب کیږي؟

د وینې د جریان زیاتیدل

څیړنو ښودلي چې زنجبیل په رګونو کې د وینې د فشار د کمښت او د هغې د جریان د زیاتیدو سبب کیږي. د وینې د جریان زیاتیدل د نارینو د تناسلي الې د نعوظ او د جنسي میل د تحریک اصلي اړتیا ده.

یوې بلې څیړنې ثابته کړې چې زنجبیل د جنسي میل د هڅولو لپاره د ګټورو محتویاتو لرونکی دی.

یوه بله څیړنه د زنجبیل د جنسي خواصو سربیره پدې هم پوهیدلې چې دغه بوټی په رګونو کې د وینې له لخته کیدو مخنیوی کوي او د رګونو د جریان د پراخیدو او د وینې د جریان د ښه کیدو سبب کیږي.

د اوکسیداتیف او پړسوب ضد فشار کمیدل

زنجبیل د التهاب یا پړسوب ضد قوي خواص لري او د اوکسیدانت موادو زیږنده فشار په بدن کې کموي، چې طبي څیړنو په سمه توګه د زنجبیل دغه خواص ثابت کړي دي.

د اوکسیداتیف فشار چې په بدن کې د ازادو کیمیاوي رادیکالونو او انتي اکسیدانتونو په نه انډول سره تشخیص کیږي د التهاب د رامنځته کیدو او د بدن د حجراتو د تخریب عمده عامل دی.

یو شمیر علمي څیړنو ښودلي چې د اوکسیداتیف فشار په امیندوارۍ او د انسانانو په جنسي فعالیت باندې ناوړه اغیز کوي.

یو لړ لابراتواري معایناتو او پر حیواناتو باندې ازموینو ښودلي چې زنجبیل د بدن په حجراتو کې د اوکسیداتیف فشار، التهاب او د عمر اړوند بدلونونو د کمیدو سبب کیږي او له دې لارې د جنسي تقویې لپاره ګټه رسوي.

د امیندواري تقویه کول

د زنجبیل په اړه یوه عملي موندنه داده چې زنجبیل په یو ډول سره په نارینو او ښځو کې د امیندوارۍ د قوي کیدو سبب کیږي.

پر حیواناتو باندې شویو څیړنو ثابته کړې چې زنجبیل د وینې د فشار په زیاتولو او د اکسیداتیف فشار په کمولو سره په بدن کې د تستوستیرون هورمونونو د زیاتیدو سبب کیږي.

د یوې بلې څیړنې د موندنو په اساس، زنجبیل د مني مایع غلظت ښه کوي او د سپرم د ژوند دوام او تحریک پدې مایع کې زیاتوي.

یوې بلې څیړنې موندلي چې لابراتواري موږکانو ته چې د تخمدان په سندروم باندې اخته وو د زنجبیل د شیرې په ورکولو سره پدې حیواناتو کې د جنسي هورمونونو د انډول د رامنځته کیدو سبب شوي دي. دغه سندروم په امیندوارۍ باندې ډیر منفي اغیز لري.

ددغو څیړنو پوهانو سپارښتنه کړې چې د هغو کسانو په غذایي رژیم کې د زنجبیل ورزیاتیدل ښایي ښه طبیعي درملنه وي چې د د جنسي کمزورتیا سره مخامخ دي.

خو باید دا هم وویل شي چې د زنجبیل د خواصو په هکله زیات شمیر ترسره شوې څیړنې تر ډیره پر لابراتواري حیواناتو او په ډیره کمه اندازه پر انسانانو تر سره شوي دي او د انسان پر بدن باندې ددې بوټي د خواصو او اغیزو د بشپړه درک لپاره پر انسانانو باندې زیاتو څیړنو ته اړتیا ده.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button