سپیني خبرې او رښتیني واقعیتونه

سپیني خبرې او رښتیني واقعیتونه

ستر جرمونه ،بې ساري جنایتونه او زړه بوږنوونکي قباحتونه د اسلام تر پوښښ لاندې د افغان مسلمان ولس پرضد ورځ تر ورځې لازیات زور اخلي او د افغانانو له لویانو ، ماشومانو، ښځینه او نارینه وو له سترګو یې خوب او ارام تښتولی دی . افغان ملت ناهیلی شوی او د طالب په جامه کې عام وژنه ، ورانوونه او لوټونه روانه او په ړندو هوایي بمباریو کې هم زیاترو کورنیو خپل ټول غړي اوشته له لاسه ورکړي او په زرګونو،زرګونو کورنۍ لالهانده او سرګردانه د خپلو کورونو،کلو او بانډو پریښودو ته اړشوي دي .
د واک اوځواک تر لاسه کولو په موخه د بې ګناه اوبې وزله افغان ولس عام وژنه رښتینی اسلامي عمل او جهاد دی ؟ په ټوله نړۍ کې د سلګونو مذهبونو په پرتله اسلام دین د خونړي بې رحمه خنجربڼه غوره کړي او داسلام تر چتر لاندې په سلګونو،سلګونو بیلا بیلې تر هګرې حرفوي ډلې ټپلې د انسان او انسانیت په وژنې بوختي دي او داسې ستر وحشتونه اومرګونه رامنځته کوي چې په تیر پېر او تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوي .
تف لعنت او نفرین په هغوشه چې د سولې ،اخوت سپیڅلی اسلامي دین یې پخپل سپیتانه او کرغیړنو کړنوپه نړیواله کچه بدنام کړچې ان په ځنګله کې ځناوریې د نوم په اوریدو لړزیږي .
وایې چې د اروزګان په ولایت کې یوافغان شاه ځلمی سرتیری په ناڅاپه غلچکي برید کې د یوه طالب له خوا ووژل شو. ځوان سرتیری په ځمکه راپریووت او ورسره جوخت یې په جیب کې د موبایل تیلیفون زنګ پورته شو . طالب تیلیفون پورته او د هغه خوایې د یوې تنکی ماشومي نجلۍ غږ واورید چې ویل یې:
پلارجانه سلام ! څنګه یې ښه یې داځلې دې ځنډ کړ په کور کې د خوراک توکي نه شته او پیسې هم نه شته . ادې مې هم ناروغه ده . یوځل راشه چې یادیږې مې . طالب د سرباز د لور په غمجن غږ دآه،اه ،وخ،وخ چيغي اونارې سورې له خولې پورته او په سوو کړیکو د سربازپه وینو لړلي سینه پریووت . په ژړا یې د وخ،وخ او اه، اه چيغوځمکه او آسمان لړزول او بې له ډیله یې خپله په اوږه ایښی ټوپک په دواړو لاسونو په خورا قهر او پښتني غوسه په ځمکه وواهه ټوټې، ټوټې اومات یې کړ او لوړه یې وکړه چې بیا به خپل افغان ورور نه وژنم . شهید سرتیری یې په مخ ښکل او د خپل کور په لور په داغلي او ټپي زړه لاړ.
داسې پیښه په دویمه نړیواله جګړه کې هم د جرمني په هیواد کې رامنځته شوه . د تودې جګړې په ډګر کې یوه سرتیري خپله وسله تر خاورو لاندې خښوله . یوچا ورته پام شو او وورته ويې و یل چې د جګړې په مهال ولې خپله وسله په ځمکه کې خښوې؟ سرتیري چې یې سترګې له اوښکوډکې وې ځواب ورکړد خپل بشري وجدان له مخې دا کارکوم اوداځکه چې کله مې دا سرتیری ووآژه د ده په جیب کې مې یو لیک پیدا کړ چې خپلې لور ورته لیکلي وو:
پلارجانه ! ستا د روغتیا په هیله زما سلامونه ومنه . هغه شیبه چې له کوره روانی دې زه دې کلکه په غیږ کې ونیوم په بارخوګانو دې په مینه، مینه ښکل کړم . زما مورجانه دې هم ونازوله . خومودې تیرې شوي چې احوال دې نه لرو. یوځل راشه . دا ځل به زه درنه یوه خوږه غیګه چاپیره کړم . خو پام کوه داځلې دې بیا د جګړې ډګرته بیرته نه پریږدم .
هو! دا لامل دی چې دا لعنتي وسله مې خښه کړه .
دافغان جګړي ښکیلوغاړوپه تیره بیا د پاکستان په پنجابي خرو سپاروطالبانو ته مې د یوه افغان په توګه وړاندیز دی چې د افغانستان په څوزره کلن تاریخ کې د ملا اوطالب پاچاهي نه ده تیره شوي . یوځل مو چې محمد ظاهرشاه پاچا د بیرته راستنیدو په شعار د اسلامي آمارت واکمني ترلاسه هغه موهم د بشریت په تاریخ کې تر ټولوبې شماره نړیوالوځواکونو په ټس اوخونړي ناتار کې وبایلله او دادی اوس هما غه بلوسګر دوښمن مو دوست چې په تیر یوه کال د یوه سرتیري وینه توی نه شوه خو په دې موده کې په هدفي ،چسپکي مرګونواوخونړیوناتارونو کې په زرګونو، زرګونو افغانان مسمانان شهیدان شو او لا د خونړیو جنګونو اود افغانانو د وینو د تویولو دریغه، دریغه بوی راځي . اسلامي الصلح خیرته غاړه کیږدی د پوتین ، بجوه اواخوندانو نغوتي مه نغوږی . او دسولي په ټینګښت آمین یا رب العالمین وویاست .
۱۳/۲/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button