سويس وپېژنئ!

ریاض مقامزی

یو له هغو ذوقونو څخه چې د نړۍ اکثره انسانان یې لري له بېلابېلو سيمو څخه لیدنه ده. که تاسو هم غواړئ سفر وکړئ او ښکلي سیمې وګورئ نو سویس مو ښه انتخاب کېدای شي. له هېوادونو سره بلدتيا موږ سره مرسته کوي، چې د نړۍ د بېلابېلو خلکو، قومونو او کلتورونو په اړه لا ډېر وپوهېږو. په دې لیکنه کې به تاسو د سویس هېواد په اړه لنډ معلومات ترلاسه کړئ.

د سویس پېژندنه
آيا پوهېدئ چې ددې هېواد رسمي نوم د سویس کنفدراسیون (Swiss Confederation) دی، چې په 1292 کې تاسیس شوی؟
همدارنګه دې هېواد ته په آلمانی ژبه کې Schweiz، په ايټالوي کې Svizzera او په فرانسوي کې Suisse وايي.
پلازمینه یې “بُرن” نومېږي. رسمي پولي واحد یې فرانک دی. ددې ښکلي او ښېرازه هېواد نږدې ۷۰% برخه هسکو غرونو نيولې ده. ۶۰ سلنه غرنۍ سیمې یې د الپ په غرونو کې پراته دي. پراخوالی یې ۴۱۲۸۵ کیلو متر مربع دی. د پنځو هېوادونو (فرانسه، آلمان، ايټاليا، اتریش او لیختن اشتاین) په منځ کې احاطه شوی دی. همدارنګه مشهور او لوی ښارونه یې: بازل، ژنو، برن، لوازن او زوريخ نومېږي.

مذهب او ژبه
د سويس اکثره اوسېدونکي عیسویان دي، چې ۴۳% یې کاتولیکان، ۳۵ سلنه یې پروتستان او ۲ فیصده یې ارتودوکس عیسویان دي. همدارنګه د ټول نفوس ۴ سلنه یې مسلمانان هم دي. پاتې نور یې بیا د نورو دینونو پيروي کوي او یا هم بېخي دین نه مني.
د سویس په اساسي قانون کې رسمي ژبې درې او ملي یې ۴ ښودل شوي دي. تقریبا ۷۰ سلنه وګړي په الماني ژبه غږېږي. البته د جرمني هېواد له الماني ژبې څخه ډېر توپیر لري.

خلک
د سویس خلک قانون ته ډېر درناوی لري. دوی پخپلو میراثونو او کلتور ډېر ویاړ کوي. کله چې د تاریخ یادونه کېږي دوی خپل ویاړلي اشخاص یادوي او د غرور احساس کوي. وګړي يې خوشحاله ژوند لري نو پر همدې اساس دا یو له هغوی هېوادونو څخه دی، چې وګړي یې ډېر عمر کوي. په نارینه وو کې یې متوسط عمر ۸۰ کاله او ښځينه وو کې ۸۴ کاله دی. خلک یې د ډېر چکر او بې ځایه ګرځېدو لېوال نه دي. په کارونو او سوداګرۍ کې پخپلو کې ښه رقابت او سیالي لري.

اقلیم
د سويس آب و هوا په ډېرو سیمو کې مختلف وي، هوا یې معتدله، اوړی یې ګرم او ژمی یې بې واورو نه وي. د واورو لوړه ذخیره چې د آلپ د غرونو ۱۴ مایله کې پروت دی ددې هېواد برخه ده، چې د یونسکو په میراثونو کې هم شمېرل کېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button