سوله یا د موقت حکومت په نوم دسیسه!

نوید احمد څرک

سوله هغه سپيڅلي نوم يا هغه کمله دي چې په اوريدلو يې د يو انسان زړه خوشحاله او با اميده او روښانه کيږي او د انسان زړه کې خوشحالې او آزادي هوس پيدا کوي، وروري او برابري را منځ ته کوي. خو د سولۍ لاس ته راوړلو په خاطر يوې سپيڅلې او پاکې مبارزي او کلک اعظم او ټينک هود ته ضرورت دي. چې د وطن هر بچې بايد ونډه پکې واخلې. تاريخ دا ثبوت کړي چې سوله په زاري، کوډو، تعويذيو او خيراتو باندي نه راځې او که په زاري، خيراتو او تعويذو سوله را هم شي نو هغه به دايمې سوله نه وي.

په افغانستان کې د سولې قسم خوړنکې دښمنان به هيڅ وخت مونږ دي ته پري نږدي چې زمونږ ګران هيواد افغانستان کې دايمې سوله راشې، ځکه چې په سوله کې زمونږ هيواد به ډير زر دې آبادي او پرمختګ په لور ګام واخلې او دي ګاونډيانو احتياج نه به خلاص شؤ. د افغان د خاوري دښمنان زمونږ په ورانې او بد بختې او جګړه کې دوي خپلې ګټې لټوي. نو کله چې په دي پوهيږو چې زمونږ قسم خوړي بهرنې دښمنان، نيت بدي ګاونډيان، کورنې لوټماران او زورواکان چې تل يې په جنګونو کې شخصی ګټې کړي او خپلې شخصي ګټې لټولې دي، دوي به د سولۍ راتلو ته په مختلفو دسيسو خنډونه جوړ کړي، څنګه چې جوړ کړي ول او جوړ کړې دي. ځکه چې دوي پوهيږي هغه څه چې جنګ کې لاس ته راوړي هغه به د لاسه ورکړي. سولې کې شخصی ګټې يې په تاوان کې دي، د بډا کيدو او خيټو غټولو وخت او فرصت به د لاسه ورکړي. که دي بيلګې په توګه نړيوال لومړي او دوهم جنګ يا جګړي تاريخ مطالعه کړو، نو په دي به پو شؤ چې دواړه ځله سوله د زور په طاقت راغله او يا سوله په زور خپره شوه.

زما په انډ ګران هيواد افغانستان کې د سولۍ ورزونه پرانيستل، يواځينې لاره يې د هيواد ملی ځواک او نظام نه کلک ملاتړ دي. ځکه چې سوله په خيرات کې څوک چاته نه ورکوي. يو څه به د لاسه ور کوو چې يؤ څه لاس ته راوړ، پخوانې يو متل دي چې وايې: ( گټه په تاوان کيږي ) هغه تاوان دادي چې د سولې دښمنانو په مقابل کې جنګيدل او د خپل نظام او دولت نه کلک ملاتړ وکړو. د نظام ملاتړ په دي معنا ندي چې مونږ د يو شخص، يا د يؤ سياسي ګونډ، يا کومې ډلي او يا د کوم تنظيم ملاتړ وي. د نظام ملاتړ د افغانستان د ملی شتمنې او د ملی ګټو او د افغانستان تماميت ارضې او جغرافيه ملاتړ او ساتل دي.

که د ۱۹۹۱ کال د شهيد ډاکټر نجيب د سولې وړانديز، جهادي تنظيمو ته، او د پاکستان نه موقت حکومت کابل ته انتقال کول، که هغه وخت په نظر کې ونيسو، چې د هغه وخت نظام او دولت د سولې او موقت حکومت په نوم راتلو سره پاکستان دسيسي ښکار شؤ. او د هيواد ټوله شتمنې مو کباړ په نوم په ګاونډيانو خرڅه شوه. او په زرهاو بيګناه هيوادوال د خپلو کورنيو سره شهيدان شول او په لکهاو کورنه وسوځل شول او په لکهاؤ هيوادوال د خپلو کورنيو سره مهاجرت ته مجبور شول. نو نن ورځ د تېري تيروتنې تجربې سره په کتلو نبايد بيا د دښمن د دسيسي يا لومې ښکار شؤ. د پنجاب ساخت موقت حکومت نه د منلو وړ دي او نه هم سوله راويستلې شې، او نه هم د سولۍ راتلو ته کار کوي. د پنجاب شعوري او غيرمستقم فوج چې نن د طالبانو په ليکو کې پټ دي دوي بيا هغه پخوانې د شطرنج چال په کارولو فکر کې دي چې دي شهيد ډاکتر نجيب په وخت کې يې پياده کړو.

خو د خوښې خبره دادي چې نن ورځ د هغه پخوا وخت نه دې. نن افغانان لږ څه راويښ شوي او د دښمن دي سولۍ موقت حکومت په نوم د دسيسې ښکار به نشې که د نظام يا دولت مخالفين سوله غواړي او سولې ته چمتو دي نو رادي شې د افغان ملی ځواک او د افغان دولت يا نظام سره دې سوله وکړي. او خپلې ستونزي د يو ګردي ميز دموکراتيکې فضا کې دي وړاندي کړي. او د دولت مسوليت دا دې چې هغه د طالبانو استازي چې د سولې خبرو اترو ته د دولت سره حاظر کيږي د هغوي ساتنه او حفاظت او د هغوي څيري او نومونه افشا نکړي. مونږ هغه وخت سوله کولې شؤ چې د بهرنيانو نه شتون سره يو افغان د بل افغان سره د سولې خبرو او اترو ته حاظر شې او خپلې منځينې شخړي سره حل کړي.

د دايمې سولۍ راتلو په هيله.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button