سوله د ستر ذات له لوري یو له هغه ورکړل شويو نعمتونو څخه عبارت ده

سوله د ستر ذات له لوري یو له هغه ورکړل شويو نعمتونو څخه عبارت ده، چې له برکته یې انسانان او ټول ژوندي موجودات په سوله ییزه، ازاده او د سوکالۍ په چاپیریال کې ژوند تیروي او په ټولنه کې د وګړو ترمنځ د خوښۍ او نیکمرغۍ فضأ رامنځته کوي. سوله هغه نیکمرغي ده، چې په ځنګلونو کې حیوانات، په هواکې مرغان او په سیندنو کې کبان ورته اړتیا لري. د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ ځینو مشهورو پاچاهانو د خپل هیواد دپرمختګ لپاره د سولې د خبرو څخه اغیزمنه استفاده کوله، او د سولې او ثبات پر بنسټ یې دخپل هیواد د اقتصادي پیاوړتیا او د ښه ژوند کولو زمینه برابروله.
بیا هم وایم چې موږ د ټولو نه زیات سولی ته ضرورت لرو
ځکه په سوله کې کولای شو چې بې له ډاره خپل ژوند، تحصیل او اقتصادې ودې ته ادامه ورکړو
لویانو ښه ویلی:سوله او د سولی استقرار د پیشرفت ضامن دی نه جنګ او جګړه
موږ دې ته لومړیتوب ورکوو،
په ټولنه کې د ځوانانو ترمنځ د تشدد او ناخوالو د له منځه وړلو وسیله یوازې او یوازې سوله ښودل شویده. او د نړۍ په اغیزمنو تاریخونو کې ځوانان د هیوادونو انقلابیان بلل شوي او ځوانان هغه قشر بلل شوي دي، چې نړۍ ته د ناخوالو څخه د سولې او نیکمرغۍ په لور بدلون ورکوي

د هرې ټولنې په جوړښت او پرمختګ کې د ځوان قشر رول اړین او د پام وړ دی چې د ملتونو د ښه راتلونکي لپاره دهوساینې لوری ټاکي. ځوان قشر د خپلې ځوانې انرژۍ او هر اړخیزې پیاوړتیا له کبله د ټولنې په ثبات، امنیت او د سولې په راوستو کې د پام وړ رول لوبولی شي. د یادونې وړ ده، چې ځوانان د خپلې لیوالتیا او جرئت له مخې هر دروند او له مسئولیته ډک کار اوږه ورکولاي شي. د هیواد په بیارغونې، د اقتصاد د پیاوړتیا، په ټولنه کې د اغیزمنو بدلونونو، په سیاسي او فرهنګي چارو کي د دقیقو بدلونونو په راوستلو کې ځوان قشر تر بل هر چا ښه ځلیدلی شي. د نن ټولنه د سبا لپاره هڅې کوي او سبا د ځوانانو په لاس کې ده، نو په همدې اساس د افغانستان راتلونکې ددې هیواد د ځوانانو لپاره دې او ځوانان ددې هیواد د حکومت لپار ه یو ډیر مهم قوت دي. د ځوانانو یو ځای کول او په سیاسي، فرهنګې، ټولنیزو او اقتصادي چارو کې همغږي کول د هر هیواد د پرمختګ او اقتصادي
پیاوړتیا لپاره ډیر اړین دي. اریستوتلو (Aristotle) د سولې په نامه په خپل کتاب کې ( the book of peace, page #113 ) وایي «ځوانانو!، تاسو د بشپړ قوي او لوې زړه څښتنان یاست، که د اصلیت لپاره کوم څه لرئ نو اجرأت وکړئ».
له بده مرغه زموږ په هیواد کې د څلورو لسیزو راهیسې یو شمیر سیاسې حزبونو او ګروپونو د افغانستان ځوانان په جګړو کې د یو بل پر وړاندې د وسیلې په توګه کارولي دي. د څلورو لسیزو راپه دې خوا د یو شمیر لوستو او په خبره پوهو ځوانانو هیلې ددوی د ځیرکتیا له مخې له منځه تللي دي، چې ددغه مړاو هیلو د بیا ژوندي کولو لپاره یې د هیواد په یو شمیر سیمو کې د خپلو تجربو له مخې هڅه پیل کړې ده چې د جنګ او افراطیت پر ضد د پراخو کمپاینونو له لارې خلک ویښ او د سولې د ټینګښت لپاره یې په ټولنه کې د ثبات او د وروګلوۍ تر شعار لاندې خپل غږ د نړۍ هر ګوډ ته رسولې دی. د هلمند څخه کابل ته د سولې د کاروان تر نامه لاندې یو شمیر ځوانانو پرپښو د خپل احساس له مخي تګ پیل کړ. په څه باندي ۴۰ ورځو کې د هلمند څخه کابل ته په بې له پښو د ګرم لمر لاندې ورسیدل، ددوی شعار د ورورګلوۍ، یووالي او د جنګ ختمول وو. او دوی د سیمې پر هیوادونو ږغ وکړ چې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي. د یو شمیر سفارتو مخې ته یې په ورځو ورځو خیمې ووهلې او د سولې لپاره یې ددوی ملاتړ وغوښت، د پاکستان سفارت ته یې په وینو لیکلې لیک وړاندې کړ، چې د افغانستان دسولې په ټینګولو کې یومخې سیاست وکړي. همداسې نور خوځښتونه هم په په یو شمیر نورو ولایتونو او سیمو کې د ځوانانو لخوا پیل شول. په پکتیا او خوست ولایتو کې په جوماتونو باندې د ګرځیدو په موخه د ځوانانو ټیمونه جوړ شول او په مساجدو کې یې لمونځ کوونکو ته د سولې په اړه پیغامونه ورسول.

او دا یو ستر حقیقت چه ځوانان زمونږ د ټولنی ډیری برخه تشکیلوی ، نو پدی خاطر یی په ټولنه کی ، رول ، نقش او ارزښت ټاکونکی رول لری ، دا ځکه چه ځوانان د ښو استعدادونو او د پیاوړی انرژی او پیاوړتیا لرونکی دی ، او ددوی هڅی باید په سوله او د سولی په پروسه کی مؤثر او ټاکونکی وی ،
او هم دافغانستان د تاریخ په اوږدو کی او همدارنګه اوسنی وضعیت ته په کتو سره په هیواد کی تر بل هر قشر ډیری زیاتی ناخوالی ځوانانو لیدلی او متضرر شویدی ، وګوری د هیواد د قهرمان وسله وال پوځ په لیکو کی قهرمان ځوانان قربانی ورکوی او له هیواده خپل سرونه قربانوی او سر ښندنو ته هره دم او هر ګړی حاضر دی ،
زما په اند ، چه ځوانان او ځوان نسل باید د سولی په پروسه کی ټاکونکی ،مرکزی رول او نقش ولری ، دوی کولای شی چه د خپلی ځوانی انرژی په واسطه د مخالفانو په لیکو کی ځوانان سولی ته دعوت او بلنه ورکړی ، دولت او حکومت باید ځوانان د سولی پروسی ته دعوت کړی او پدی کی پوره برخه ورکړی
د هیواد هر ځوان د ښه ژوند په هیله دی او د ښې راتلونکې لپاره کارکوي.

که چیري د ځوانانو د قوت او انرژۍ څخه اغیزمنه استفاده ونه شي، ځوان نسل به د مایوسۍ او بې کارۍ له وجې په ناوړه کارونو لاس پورې کړي، چې هم ځان او هم ټولنې ته سرخوږی جوړیږي. دا یو څرګند حقیقت دی، چې په افغانستان کې د ځوانانو د قوت، توانایي، فکر او مهارت څخه موثره استفاده نه شوې او حکومت ځوان نسل په هیڅ سیاسې فرهنګې ټولنیز او اقتصادي خوځښتو کې نه دي شامل کړي. او د افغانستان حکومت تر اوسه د ځوانانو د مصروف ساتلو او دوی ته د ونډې ورکولو لپاره هيڅ ستراتیژیک پلان نلري. ډیر ځوانان د بې کارۍ، غربت، مایوسۍ او د ناهیلۍ له وجې په مختلفو جرایمو بوخت دي، لکه انساني قاچاق، د مخالفو ډلو سره یوځاي کیدل اوپه مخدره توکو روږدیدل چې د ډیرو ځوانانو ژوند یې له ګواښو سره مخ کړی دی.

ځوانان د سولې او امنیت په ټینګولو کې ډیر اغیزمن رول لوبولاي شي، که چیری حکومت دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي، ددوی غوښتنو او توقوعاتو ته مثبت ځواب وویل شي، او ددوی قوت او انرژي په موثره توګه استعمال شي د هیواد په امنیت او سوله کې به رغنده تغیرات راشي او د هیواد ویراني ناوخوالې به له منځه ولاړې شي. ځوانان باید د سولې تمثیلګران او باید په ټولنیزو، فرهنګي، سیاسي او د افتصادي پیاوړتیا په برخو کې تشویق شي او یو لړ تشویقي پروګرامونه ورته جوړ تر څو هیوادوال د تل پاتې سولې څخه برخمن شي.

س. هیوادمل

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button