سوله حکومت نه غواړي که مخالفه ډله!؟

لیکنه: حامد حقمل

له اوسني حالته زموږ د ټولنې هر غړی د سولې غوښتنه او د اوربند هیله لري، خو پر سر یې نړیواله ټولنه بیا څه تیروي!؟

په هېواد کې ټول سیاسي کړکېچ، نظامي، اقتصادي، او فرهنګي ضعف دا ټولې ننګونې هغو لوبوونکو هېوادونو رامنځ ته کړې چې نن یې دردونه یوازې افغان ملت تیروي، له هغه وخته چې امریکا د سولې خبرې له طالبانو سره پیل شوې د کوم تړون لیک په اساس دوی هغه شدید جنګ لړۍ چې کلونه کلونه یې د ملت وینه پکې وبهوله سره هوکړې ته پکې ورسېدل !؟ آیا امریکا ته په افغانستان کې د ۲۰ کلونو وینې بهېدنې لومړیتوب نه درلود !؟ آيا طالبانو ته دغه د اسلامیت او د جهاد په نوم د شعار روانه جګړه یوازې تر همدې تړونه وه چې له افغانانو سره د جګړې دوام او امریکې سره اوربند !؟؟ او که نه یوازې طالب په هېواد کې د سپر په توګه د نورو هېوادونو په ګټنې سره لوبېږي!؟

دا او دې ته ورته پوښتنې د سړي ذهن ته راشي او حیران دې ته شي چې اخر ولې او تر کومه دا جګړه روانه ده اصلي موخه د دې جنګ څه ده !؟

زما په اند په هېواد کې څلوېښت کلنه جګړه چې کومه روانه ده یوازې د بیرونیو لپاره د جنګ عام بازار ګرځېدلی دئ، دا ځکه چې که چېرته جګړه د افغانانو خپلمنځي وئ، نو اوس به حمتن یوې پایلې ته رسېدلي وو.

خو جګړه د بیرونیو زبرځواکونو تر منځ او همدارنګه د ګاونډيو هېوادونو د خپلو شخصي موخو په اساس روانه جګړه ده.

که چیرته جنګ د طالب او افغان حکومت وئ نن به د حکمتیار په شان له همدې حکومت سره د سولې تړون کړی وو، او یوې نه یوې پایلې ته به حتمن رسېدلي وو.

دلته دوه ډوله جنګ روان دی!

۱ـ لومړی هغه هېوادونه چې غواړي د نړۍ په سطحه خپل حکومت وکړي، د ځان تابع یې وګرځوي…

۲ـ دویم د هغه کاونډيو هېوادونو تر منځ چې نغواړي زموږ هېواد یې سیال وګرځي او همدارنګه د اقتصادي اړخه بساین شي…

نو په همدې اساس زموږ د خوار ملت غمخوار اوس ورک دی چې څه وکړي او چاته خپل غږ پورته کړي!؟

۱ ــ پاور هېوادونه هغه چې غواړي په نړۍ خپل حکومت وکړي او د ځان تابع یې کړي لکه : امریکا، روسیه، چین او فرانسه…

دا هغه هېوادونه دي چې نړیواله لوبه یې روانه کړې او غواړي د نړۍ په نورو هېوادونو کې خپل نفوس زیات کړي!

امریکا د روسیې، چین، فرانسې د پالیسۍ او همکار دولتونو د سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره مخ کوي تر څو خپلې ولکې لاندې یې کړي، او دا نور هېوادونه همدارنګه دې ته ورته کړنې ترسره کوي…

خو د دغو هېوادونو د لوبې ګرم ډګر زموږ خوار افغانستان دی، چې د هر یوه هېواد خپله نفوسي ډلې دلته جنګېږي او وینه یوازې د ملت تویوي… چې دوی یې مالي ملاتړي دي.

دغه ډلې هم د حکومت او هم د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې دي، چې یو بل تحقیر او مردارې کړنې سرته رسوي.

۲ ــ ګاوندي هېوادونو لاسوهنې او خپلې شخصي ګټې بیا هغه لوبه ده؛ چې نغواړي زموږ هېواد د دوی سره سیال پاتې شي…

پاکستان، هند، ایران او همدارنګه نور ګاونډي هېوادونه نغواړي چې خپل اقتصادي بازار زموږ هېواد کې پیکه وساتي او د توکو بازار یې ورک شي!

بل پلو د دوی د خپلمنځي ستونزو په اساس هم نغواړي دلته مو هېواد جوړ شي.

د دې هېوادونو سفارتونه قونسلګرۍ هغه څه دي چې د خپلو هېوادونو استازیتوب کوي، او دلته د ننه خپلې ډلې ټپلې سپانسروي او خپلو موخو پسې دي…

اوس د ملت ګیله له چا ده ؟

دا چې دومره راته معلومه شوه او پوهېږو چې زموږ رقیبان او دوښمن یوازې بهرنیان دي او جګړه مو پردۍ ده موږ یوازې د سپر په توګه ستفاده کېږي بیا ولې دغه د جګړې لمن نه ټولوو!؟

نو لنډه او ښه ګڼم چې خپلو کې سره کېنو او د یو بل له تحقیر تیر شو یو بل ته د ورورولۍ لاس ورکړو…

د خپلې مور زوی لور خاوند مېرمن د بورولو کونډولو او یتمیولو او بې سرپرستولو لاس واخلو او یو بل سره د ورورولۍ لاس ورکړو خپل دین مذهب فرهنګ او کلتور ته کار وکړو او نړۍ ته دا وښایو چې نور موږ د نورو هېوادونو او پردیپالو سپر نه بلکې خپل کور کلي او په ټول کې خپل ګران او ځورېدلي ملت او هېواد ته اوګه په اوګه دریږو او ورته کار کوو.

پای

حامد حقمل په هېوادنۍ منینه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button