سورګیدړ

دیوې غرني سیمي په ګڼ میشته کلي کې دبیلایلوکسبونولرونکي خلک اوسیدل چې دهغو په ډله کې دیورنګمال کورهم وچې له څلوروخواووپري دیوالونه چاپیره ووپه دغه کلي هره شپه دغره له ځنګله څخه ګیدړانواوسرلنډیوچپاوراووړدکلیوالوچرګواوچرګانوکورټ ارام نه درلود اودګیدړودښکارلوبه ښه ګرمه روانه وه یوه شپه یوه ګیدړدرنګمال دکوردننه ته له دیواله دښکارپه موخه ورټوپ کړچې ناببره دسره رنګ په یوه غټ دیګ کې ولویده په کې ډوپ شواودیوي شیبې له رغړیدووروسته ګیدړله دیګه دباندې ټوپ کړلکۍ،غوږونه ،ککری ،پښې اوټول بدن یې داسې سورپړیکیده چې آن سترګې یې هم لکه سورآنارښکاریدي کله چې ګیدړدغره ځنګله ته ورسید ګیدړان یې لیدوته هک پک پاتې شول خوټولوګیدړودهغه په سره رنګ ډیرخوشاله شول اوسپارښتنه یې وکړه چې ستا په سره رنګ چې ساری دې په ټول ځنګله کې نشته زموږدپاچایې پړاواوچانس په برخه شوی دی هسې ویل کیږي چې ګیدړپه چل ول اومکارۍ کې ځانګړي پوهه اومهارت لري نویې وپتییله چې په ځنګله کې دټولوژویوزمریو،ببر،پړانګانواونوروځنګل میشته ځناورویوه لویه غونډه راوبولي څوسورګیدړدځنګله پاچایې ته ونوموي ګیدړانودځنګله ګوټ،ګوټ ته خبرتیا اوډنډوره ورسوله بې له ډیله دځنګله زمریان اونورګڼ شمیرژوي ټاکلي ځای ته ځانونه ورورسول دسره ژوي په لیدوټول هک،پک اوحیران شول اودهغه په پاچا کیدو کې هیچا مخالفت څرګند نه کړاوهغه یې دځنګله پاچا وټاکه .

نوي پاچادمزوچړچودور پیل شوزمریواوپړانګانودخپل ښکار غوښې دهغه خوراک ته رسولې اوپاچاپه لږه موده کې پخپل ځان کې دسترې ځواکمنۍ اومستۍ احساس وکړدځنګله ټول ژوي په دې نه پوهیدل چې پاچایې له اره ګیدړدی ځکه ګیدړي عیبونه یې په سره رنګ کې پوښل شوي اوورک شوي ویوه ورځ پاچا خپلو ګیدړوته وویل چې غواړم لکه زمری وغړمیږم اودخپلې مستی بړاس په چیغه کې وباسم. ګدړوورته زاری وکړي چې داکارونه کړي ځکه دزمري په څیر نه شي غړمبیدلی په ګیدړی بوغاره به دې ټول وپیژني نوهله به درته پته ولګیږي.

دځنګله دنوروژويو اوپه تیره بیا دزمریانودغوسې اوغچ اخیستنې سره به مخامخ شي خونوي پاچا مستي نه شوه زغملای اوډیرژر یې له خپله پلازه ګیدړي بوغارې په ډیرزوراوشوق پیل کړي کله چې دځنګله زمریودهغه اواز واورید پوه شول چې دهغه په سروویښتانوتیرایستل شوي داخومکارګیدړدی له هرې خوادزمریواوپړانګانوغوټې اویرغلونه پیل شول سورګیدړیې داسې ټوټې،ټوټې کړچې سره ویښتان په هواکې بادبادشول اودګیدړدروغجنه اوله ټګی بره ګی ډکه پاچایې پای ته ورسیده.

هو!کوږبارترمنزله نه رسي.

بسم الله اکبري

۳۰/۹/۲۰۱۵ هالینډ

 

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button