سقوط د پلان برخه وه که د انساني سهوو ډراماتيکه پايله؟

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د سیګار لخوا چمتو شوی رسمي راپور چې څو ورځې وړاندې خپور شو ډيرى واقعيتونه بربنډ کړي دي. لنډيز يې دادى چې؛ پخوانی ولسمشر اشرف غني او د نوموړي حکومت په سمه توګه له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو د ارادې په درک کولو کې پاتې راتلل، په دوحه کې د امریکا او طالبانو له مذاکراتي بهير څخه د افغان حکومت ایستل، د اشرف غني ترمشرئ لاندې اداره د یوې خورا وړې او محدودې ډلې لخوا مديريت کيدل، له افغان حکومت سره له خبرو کولو د طالبانو انکار، په لوړه کچه د حکومت متمرکزه بڼه، د فساد پراخوالی او د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره مبارزه، د موقتي دورې د رامنځته کولو پرځاى په خپل حکومت کې د طالبانو د ځاى په ځاى کولو په وړانديز باندي د اشرف غني اصرار او ټینګار د تېر جمهوري د نظام د نسکوريدو اساسي او بنسټیز لاملونه ښودل شوي دي.

د ترتیب شوي راپور ټول مندرجات په بشپړه توګه د تایید وړ دي ، خو په ورته ډول امریکا هم افغان حکومت ته د ځواکونو د ايستلو په هکله د واضح پیغام په رسولو او د خپلې ارادې په تړاو د د کابل د باور په ترلاسه کولو کې پاتې راغلى دى. له دې څخه ورهاخوا د ځواکونو د ايستلو په برخه کې د لوړ پوړ امریکايي چارواکو متضادو څرګندونو هم د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د ارادې د جديت کچه راښکته کړی ده.

امریکایي چارواکو د خپلو ځواکونو د ايستلو په تړاو حتی د کرزي د حکومت په مهال هم له ابهام څخه ډکې ضد او نقيض څرګندونې کولې. کرزى د ولسمشر په توګه هم له افغانستان څخه د امریکا د وتلو خبره نه منله، بلکې په يقين سره يې ويل چې امریکا نه غواړي لاړ شي. دلته شکونه راپورته کيږي چې امريکا ولې د خپلو وتلو پلان دومره مبهم او په دومره مرموز ډول ساته چې د کوربه هېواد ولسمشر هم ورباندې شکمن وو؟

په هر حال هغه څه چې په زغرده يې ويلى شو داده چې يا خو واشنګټن له افغان حکومت سره د دوی د پلان شوي وتلو په اړه په عمدي توګه د ابهاماتو او د غيريقيني فضا رامینځته کولو ترشا پټې موخې درلودې او يا هم دا چې امریکا د ځواکونو د پلان شوي وتلو په هکله د افغان حکومت د باور په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی وو او يا هم دواړو هېوادونو ونشو کولاى چې د دوه اړخیزو ستونځو په تړاو د یو بل د اندیښنو د درک کولو لپاره دوه اړخیز تفاهم ته وده ورکړي.

اکثریت افغانان په دې باور دي چې د امریکا لخوا موقتي ادارې ته د واک سپارلو د غوښتنې له منلو څخه د غني د احساساتي او نا سنجول شوي مټکور انکار له امله امریکا عمداً د کابل د حکومت له ملاتړ څخه لاس واخيست او نتيجتاً د خليلزاد ټيم لخوا د ترتیب شوي B پلان عملي کولو ته لاره پرانستل شوه.

د افغانستان حکومت د شخړې د يوه دومره مهم اړخ په توګه چې ډيرى ننګوونکې پريکړې باید عملي کړي واى د دوحې د تړون له ټول جريان څخه ايستل په هيڅ ډول د توجيه وړ نه ګڼل کیږي. د افغانستان له حکومت سره له خبرو څخه د طالبانو انکار کول، د تړون له لاسلیک کولو وروسته په جګړه باندې د طالبانو تمرکز، د نظامي بريا لټون او له دوه اړخیز تړون وروسته د افغانستان د امنيتې ځواکونو د مورال بايلل ټول هغه واقعيتونه دي چې باید امریکا يې د اخلاقي نورمونو پربنسټ پړه منلې واى.

د باوري سرچينو له مخې د سيګار په شمول په کابل کې د امریکا د سفارت ديپلوماتانو معلومات درلوده چې د نظام د نسکوريدو څخه لا څو مياشتې د مخه د کابل د هوايي ډګر د وي اي پي برخې له لارې له ډالرو څخه ډک بکسونه په کومو الوتکو کې څومره پيسې، د چا لخوا چيرته استول کيدل؟ سيګار هغه مهال ولې د دومره لوړې کچې د فساد په هکله چټک او جدي غبرګون ونښوده؟

موږ باور لرو چې امریکا د خپلو هژمونيکي موخو لپاره په اداري فساد باندې نه يوازې سترګې پټولې، بلکې په لوړو دولتي پوستونو باندي يې د هغو افرادو د ګمارلو سپارښتنه هم کوله چې په پراخ ډول په فساد کې لا دمخه ښکېل ګڼل کېدل. په ټاکنیز نظام کې درغليو د مخنیوي او د روڼتيا د رامنځته کولو په برخه کې پراخو امکاناتو شتون درلوده، د سمون مخه. يې نيول کيده. د متمرکز جمهوري نظام په رامنځته کولو او د افغانستان د اساسي قانون په ترتيب کې امریکايي ديپلومات خليلزاد مهم رول ولوباوه. لنډه دا چې امریکا کولاى شواى د تير نظام د نسکوريدو هغو لاملونو مخنیوى وکړي چې سيګار د نظام د له منځه وړلو لاملونه ګڼلي دي . هغوى کولاى شواى چې د فساد مسله حل کړي او په یوه داسې هیواد کې د ولس محوره دیموکراتیکو او حساب ورکوونکې حکومتولي بنسټونه رامنځته کړي چې په پراخه کچه د متحده ایالاتو ملاتړ ته اړتیا لري.

د دوحې د خبرو اترو له بهیر څخه د افغان حکومت له ایستلو او له غني څخه موقتي ادارې ته د واک د سپارلو له غوښتلو وروسته ولې امریکا د غني سخت غبرګون لکه د نظام نسکورول او د تېښتې لاره خپلول اټکل نشو کړاى او ولې يې د مخنیوي په تړاو ګامونه پورته نه کړل؟ په داسې حال کې چې روان جريان د غني له غوښتنو سره سم نه وو او د غبرګون اټکل هم کيده

د دوحې د تړون له لاسلیک کيدو وروسته د کابل د سقوط نښې نښانې ليدل کېدې، اوسنى وخيم وضعیت د وړاندوینې وړ او حتمي ښکاره کيده. په تړون کې د ټول ګډونه حکومت جوړولو ستونځمن اړخ د امریکایي ځواکونو له وتلو څخه وروسته کول، د بين الافغاني مذاکراتو په ټپه ولاړ حالت، په جګړو باندي د دواړو خواوو زور اچول، د افغان امنیتي ځواکونو چټکه پاشلتيا، د نظام نسکورېدل او د غني تېښته د امریکا په مشرۍ د افغاني ټولنې د بدلون د دوه لسیزو د هڅو ډراماتیک پایله او ستراتیژیکه ناکامي وګڼو که دا هرڅه له مخکې څخه مهندسي شوى ناورين او پلان شوې سناریو وه چې د مختلفو کريکترونو لخوا عملي شوه؟ ايا رامنځته حالت تراژيدي وګڼو او که يې د اړتیاو په کتګوري کې راوړو؟

په افغان مظلوم ولس او محکوم هيواد باندي نه خپلو د وژلو او ځپلو صرفه وکړه او نه يې هم پردي په وژلو او په ورانولو کې پاتې راغلل. نه د واک مجنونانو ور باندې په ملنډو په وهلو زړونه يخ شول او نه هم پرديو د افغان ولس د جونګړو ورانول بس کړل. امريکا خو هسې له نورو هېوادونو سره د ژمنو ماتولو دوکو کولو په نيمه لار کې د ملګرو پريښودو او د خپلو ګټو لپاره د خپلو ملګرو د وژلو تور تاريخ لري. راځو خپلو افغانانو ته وايو چې ایا زموږ په سياسي مرګ باندې مړو شويو مشرانو کې به اوس دومره جرئت، شهامت او همت شتون وي چې خپلې تیروتنې و ارزوي يو بل ومني او دغه هېواد د ټولو شريک کور وګڼي یا د معمول په څیر به د یو بل ملامتولو او يو بل وژلو ته دوام ورکړي؟ دا او نورې ډېرې پوښتنې بې ځوابه او ډېر معلومات پټ پاتې دي!

نور ښکاره کړئ
Back to top button