سقراط لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

پوهېږم چې تاسو به هم په ډېرو ځايونو کې د “سقراط” نوم اورېدلی وي. زموږ او ستاسو په ټولنه کې چې څوک ډېر هوښيار وي، وايو “فلانی خو ولا سم سقراط دی!”. خو آیا تر اوسه پوهېدئ چې سقراط څوک دی؟

موږ هڅه کړې ده، چې تاسو ته په دې لیکنه کې د سقراط په اړه کافي معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به د نوموړي په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.

سقراط څوک و!؟

سقراط د لرغوني یونان ستر فیلسوف و. نوموړی هغه څوک و، چې له ځانه یې وپوښتل، ددې نړۍ پر سر څه تېرېږي؟ موږ او نور موجودات د څه لپاره پيدا شوي یو؟ همدارنګه دې ورته نورې پوښتنې یې هم کولې او هڅه یې دا وه، چې ټولو سوالونو ته منطقي ځوابونه پيدا کړي.

سقراط له میلاده “۴۶۹” کاله وړاندې د اتن ښار په “ايلوپيک” کوڅه کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. ویل کېږي، چې سقراط د خپل ښار تر ټولو بدرنګه هلک و. دی به ډېر ضدي و، سترګې یې د چونګښې په څېر وتلې ښکارېدې او پوزه یې هم ډېره پيته وه؛ د ښوونځي هلکانو به نوموړي ته چونګښه ويلې.

د سقراط پلار یو مجسمه جوړونکی و او مور یې هم د ماشومانو د روزنې او پالنې مسؤلیت درلود.

سقراط به ویل: “پوهه یوازې له استادانو څخه نه ترلاسه کېږي بلکې له تجربه لرونکو اشخاصو هم ترلاسه کولای شو.” له همدې امله خو نوموړي په “۱۳” کلنۍ کې ښوونځی پرېښی و. سقراط به د علم په هلکه داسې دعا کوله: “ای ربه! ماته دومره پوهه راکړه، چې زه یې وزغملی شم.”

د ګډ ژوند په هکله یې معلومات دا دي، چې نوموړي دوه ودونه کړي و، البته تاسو باید پوه اوسئ، چې دویم واده یې د لومړۍ مېرمنې له مړينې وروسته وکړ. له دویمې مېرمنې هېڅ خوښ نه و. هغه ډېره تونده خويه مېرمنه وه. ددې مېرمنې نوم یې “زین تپي” و. د نوموړې په اړه سقراط ويلي: “که چېرې زه زین تپي رام کړای شم، نو په نړۍ کې داسې څوک نشته چې نېغې لارې ته را نه شي.”

کوم خلک چې له سقراط وړاندې تېر شوي وو، هغوی ټولو به د اسمانونو او ستورو په اړه فکرونه کول، خو سقراط به تل د انسان په اړه فکر کاوه، په دې توګه لومړنی فیلسوف و، چې فکري تمرکز یې پر انسان و. نوموړی په دې باور و، چې د ستورو په اړه پوهېدل او فکر کول، انسان ته کومه ګټه نه لري.

هغه به تل په دې هڅه کې و، چې له خبرو خبرې پيدا کړي. په دې توګه یې د حقیقت موندنه کوله. هغه خبرې یې رد کولې، کومې چې انسانانو پرته له فکره منلې وې. البته باید یادونه وکړم، چې سقراط خپلې خبرې عادي نه ګڼلې او هغه ته یې د الهام نوم ورکاوه. د نوموړي مخالفینو د هغه پر همدې خبرې ریشخند کاوه، ویل به یې: “سقراط د محسوسو خدایانو پر ځای، پر نالیدل شوي خدای باور لري.”

د سقراط ګڼو فلسفي افکارو ددې پر ځای چې هغه ته عزت وروبخښي، هغه یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړ. پر سقراط به نیوکې ورځ تر بلې زیاتېدې او ګڼ شمېر تورونه پرې ولګېدل، چې ځينې یې عبارت دي له:

ـ د منل شوو ملي خدایانو نه منل،

ـ د خپل نالیدل شوي خدای تصور وړاندې کول

ـ ځوانان بې لاري کوي.

دا هغه تورونه و، چې نوموړی یې د زهرو څښلو ته مجبور کړ. البته باید تاسو پوه اوسئ، چې د زهرو څښلو سزا ورته د محکمې له لورې ورکړل شوې وه. که څه هم د نوموړي دوستانو د هغه د تېښتې پلان جوړ کړ، خو د تطبیق په وخت کې یې نوموړي له دې کاره انکاره وکړ. هغه پر دې ټينګار درلود، چې زه له قانونه لوړ نه یم. نو ځکه یې په “۳۳۹ ق.م” کې پخپله خوښه د زهرو ګوټ وکړ او خپل روح یې خدای ته وسپاره.

د سقراط ویناوې

ـ د فکر آزادي یو لازمي څيز دی.

ـ سیاست یو هنر دی، چې د هغه لپاره د خدايي وړتيا ترڅنګ پراخې مطالعې او وړتيا ته ضرورت دی.

ـ ارواه په نېکۍ او ښه والي سره وده کوي او په بدیو سره بربادېږي.

ـ د نفس د تزکیې ټولې لارې چارې له پوهې او علم څخه تېرېږي.

ـ دا فکر مه کوئ، چې ژوند او اولاد له سمې خبرې وړاندې دي. بلکې سمه خبرې تر هرڅه وړاندې دي.

ـ خدايه داسې ساده او يو مخيز ژوند را کړې، چي پټ او ښکاره هر چاته په يو ډول ښکاره شم.

ـ نېکمرغه هغه دى، چې له خپلې هرې خطا نوې تجربه ترلاسه کړي.

ـ د غوسې غوره درملنه خاموشي ده.

ـ رښتینولي هغه لاره ده، چې نېغ دې تر خدايه رسوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button