سزاریان یا د جراحۍ له لارې د ماشوم زېږېدا

سزاریان یا د جراحۍ له لارې د ماشوم زېږېدا
په وروستیو دوو لسیزو کې په پرمختللیو هیوادونو کې د جراحي عملیاتو له لارې، چې سزاریان ورته وايي، د ماشوم زېږېدا ډېره شوې ده خو ډاکتران وايي چې په دې ډول د ماشوم دنیا ته راوړل له ستونزو او خطرونو خالي هم نه دی.

د جرمني د بیمې یوه مشهور شرکت (بارمر) په څيړنه کې څرګنده شوې چې ځيني ښځې د عملیاتو له لارې د ماشوم زيږولو پريکړه کوي، ځکه چې دغه ډول زيږون ښه پلان کيدلی شي يعني سړی یې ورځ او ساعت تعينولی شي. ډیري ښځې د خپل ماشوم په اړه انديښنه لري. هغوی غواړي چې ماشوم د طبيعي زيږون پر وخت له هغه ټول فشاره وساتي چې ماشوم ورسره مخامخ کيږي.

خو په اصل کې د زيرون دردونه او دغه ټوله پروسه ماشوم ته ښه ده او گټه ورته رسوي. د مور په رحم کې د ماشوم سږي له اوبو ډکيږي. د زيږون پر وخت د فشار له کبله دغه اوبه له سږو خارجيږي او سږي ساه اخیستو ته چمتووالی نيسي. خو عمليات د دغه پروسې چې ډېره په کرار ترسره کيږي، مخه نيسي، ماشوم په اصطلاح په ناڅاپي توگه نړۍ ته راځي او يو څه یې ويروي.

له همدې کبله تر عملياتو وروسته ځيني ماشومان په ساه اخیستو کې ستونزه لري او څه موده د ماشينونو له لارې ساه اخيستو ته مجبوريږي. په اوږد مهال کې د عمليات ماشومان په ساه لنډۍ، ديابت يا شکر، حساسيتونو او نورو خود ايمني ناروغيو د اخته کيدو له خطر سره مخامخ کيږي.

د سزاریان خطرونه څه دي؟
په هغو هيوادونو کې چې ښه روغتيايي سیسټم لري، نن سبا دغه عمليات يوه عادي چاره ده، خو ستونزې په اصل کې تر عمليات وروسته پيدا کيږي. هر وارې دا ډول عملیات د ملانۍ يا Placenta د ښوېدو خطر زياتوي. پر دې سربيره تر عملیاتو وروسته ښځې زياته وینه ضايع کوي او همدا راز د په رگونو کې د وينې د غوټه کيدو له مشکل سره مخامخ کیدلی شي.

هر څومره چې يوه مور ډېر دغه ډول عمليات کوی، له ډېر خطر سره مخامخ کیږي. په ځانگړي توگه دا عمليات په هغو سيمو کې ډېر خطرناک دي چې ښځې پکې په دوديز ډول ډېر ماشومان زيږوي.

ډیري ښځې تر دې عملياتو وروسته د بل حمل په اخيستو کې مشکلات پيدا کوي. علت یې دادی چې په رحم کې د زخم له کبله اضافي غوښه او چربي پيدا کيږي.

له لومړي سزاریان وروسته مور د بل ماشوم لپاره هم باید سزاریان وکړي
تر عمليات وروسته سخت بدني کار او يا د طبيعي زيږون پر وخت دغه زخم بيرته شليدلی شي، خو البته په ډېرو کمو قضيو کې. کله چې د دوو زيږونونو ترمنځ تر دوو کالو ډېر تفاوت وي نو دغه خطر تر يو سلنې کمیږي. تر عملياتو وروسته يوه ښځه کولی شي بل ماشوم په طبيعي توگه وزيږوي خو شرط یې دادی چې د مور او ماشوم صحت ښه وي.

د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې د ماشوم د زيږون عمليات تر طبيعي زيږون ډېر مصرف لري. په آلمان کې هم يو ډاکتر د دغه ډول عملياتو له پاره د طبيعي زيږون په مقابل کې ۱۰۰۰ يورو زياتې اخلي. روغتون ته هم دا ډول عمليات گران تماميږي.

خو دغه ډول زيږون سړی ښه پلان کولی شي او له همدې کبله د يوه روغتون د چلونکي لپاره يو مهم فکتور دی او ښه ګټه ترې ترلاسه کولی شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button