سردرد، ډولونه او درملنه یې

سر درد خپله ناروغي نده بلکې د نورو نارغیو له امله سر درد رامنځته کیږي.

تر اوسه د سر درد اصلي لامل ندی پیژندل شوی مګر ویلی شو چې موږ ټول د سر درد تجربه لرو او ډیر کسان شته چی مداوم سر درد لري.

عام سر درد کیدای شي چې د مسکن په اخیستو او استراحت ښه شي مګر داسې سر درد چې ډیر شدید وي او ژوند ته ګواښ پیښوي د سر درد د ډولونو او لاملونو په پیژندلو کولای شو چې د ګواښ مخه ونیسو او درملنه یې وکړو.

مګر له هر څه مخکې باید پو شو چې په مغر او د سر جمجمه کې درد نه رامنځته کیږي یعني دلته د درد د اخیستو عصب شتون نلري مګر د وینې رګونه او ځینې اصلي عصب چې له مغز نه منشعب کیږي د درد د انتقال سبب کیږي او په سر کې د مغز شاوخوا انساج دي چې درد لري نو په سر کې درد احساسیږي.

همدارنګه ویلی شو چې له ۲۵٪ نه تر ۷۵٪ پورې سر درد د تغذیي سره مستقیمه اړیکه لري.

داسې چې لومړني خوراکي توکې په معده او هضمي سیستم کې د Neurotransmitters د تحریک لامل کیږي او په پایله کې سر درد رامنځته کیږي.

• د سر درد ډولونه:

۱- کلستري سر درد
ډیر شدید سر درد دی په نارینه وو کې ډیر پیښیږي او په هغه کسانو کې چې مخدره توکې کاروي ډیر رامنځته کیږي.

چی دا درد د ورځې په خاصو وختونو کې رامنځته کیږي له څو ورځو تر څو اونیو او میاشت پورې دوام کوي.

چې له دې سر درد سره زکام، تبه، او له سترګو نه د اوښکو بهیدل هم ملګري وي.

چې د دې سر درد په لومړیو کې که خالص اکسیجن واخیستل شي ښه کیږي چې په ورځ کې څو ځلې د ۲۰ دقیقو لپاره د خالص اکسیجن اخیستل دي.

۲- میګرن سر درد (Migran headache):
دا د دماغ دننه د ځانګړو بدلونونو پایله ده.
او د اکثره کیمیاوي موادو د استعمال له امله رامنځته کیږي.

هغه کسان چې دا ډول سر درد ولري د غږ، نور او بوی سره حساسیت لري.

عمده نښې یې:

۱- د سترګو درد
۲- د نور او غږ په وړاندې حساسیت
۳-تهوع حالت
۴-استفراق
۵-شدید سر درد

چی دا درد له څو ساعتو تر څو ورځو دوام کوي.

د سر درد تشخیص:
تشخیص یی کیدای شي په دوه لارو وشي:
۱- MRI
۲-CT scan
درملنه یې:
د درد د ارامیدو دوا پواسطه د درد د مدت له مخې صورت نیسي.

۳-سینوس سر درد ( Sinus headache ):

سینوس یو خالې فضا ده چې له هوا ډکه ده د مخ د هډوکو، د پوزې د پل شاته او په تندي کې موقیعت لري.

کله چې دا ملتهب شي نو ډیر مخاط تولیدوي او هغه کانالونه چې مخاط پکې تخلیه کیږي بندیږي.
نو د فشار تجمع په Sinus کې د هغه درد لامل کیږي چې د سر درد په توګه احساسیږي.

علایم:

یو ډیر ژور درد د مخ په هډوکو یا د پوزې پل کې احساسیږي همدارنګه که دفعتا سر وخوځوي یا فشار پرې راوړي نو درد یې ډیریږي او له دې سره د پوزې بهیدل، په غوږونو کې اواز او تبه هم شتون لري.

درملنه:

دا چې د التهاب له امله رامنځته کیږي نو د درد مسکن او انتي بیوتیک نه استفاده کیږي.

.۴- د غاښونو درد له امله هم سر درد رامنځته کیږي چې له مخ نه پیل کیږي او ورو ورو ټول سر ته خپریږي.

۵- نرمه سر دردې ډیره عامه سر دردې ده چې د سر ، غاړو او اوږو د عضلاتو د دردنو له امله رامنځته کیږي چې دا درد په عصبي سیستم تاثیر لري.

۶-نیم سری یا د نیم سر درد
چې د سر یو برخه درد کوي چې تبه ،استفراق، ستړیا ورسره ملګري وي چې دا درد له څو دقیقو تر ۲۴ ساعتو دوام کوي.

۷-مغزي تومور له امله سر دردي

دا درد د نورو سر درد سره فرق لري دا درد ډیر شدید او د تحمل وړ نه یي چې دا درد اکثره د سهار وخت کې ډیر شدید وي او ورسره د خوب اختلالات هم ورسره وي.

سر درد ډیر ډولونه او لاملونه لري چې دلته یې یوازې د څو نوعو یادونه وشوه

• د سر درد ستر لاملونه کوم دي؟

د سر درد لاملونه ډیر زیات دي چې تر ټولو عام لاملونه یې:

۱-ذهنی فشار
۲-خفګان
۳-د خوب کموالی
۴-د اوبو کموالی
۵-غیر صحي ژوند
۶- بعضې خلکو ته سر درد په ارث کې هم پاتې کیږي.

درملنه:

عام سر درد کیدای شي د مسکن په استعمال او لږ استراحت سره ښه شي مګر سر درد د عواملو په لیدو باید سر درد ته جدي پاملرنه وشي.
که سر درد لرئ له طبعي لارو يې چاره وکړئ…

که سر درد مو سخت وي خپلې پښې په تودو او سړو اوبو کې کېږدئ

د کار فشار او لږ خوب کول د سر خوږي لامل کیږي چې د لېرې کېدو لپاره یې زیاتره وخت درمل خوړل کیږي.

یو شمېر درد لېرې کوونکي درمل په خپل جوړښت کې آسپرین، اسیت امینو فین ‘پاراستامول’ او کافین لري او ښايي دغه درمل د هغو کسانو لپاره چې د وینې توییدنې، معدې زخم، د بډوډو او ورته نورې ناروغۍ لري له خطره تش نه وي.

د درد د لېرې کولو لپاره د درملو خوړل یوه لار ده، خو ځینې نورې لارې چارې هم شته چې کولای شو د سر له خوږو ځان خلاص کړو:

مساژ: څو دقیقې خپل سر په دوراني ډول ورو تاو راتاو کړئ او په ګوتو یې ورو ورو زور کړئ. دا کار که د بل په لاس وشي نو د آرامۍ لامل کیږي.

خپلې پښې په تودو او سړو اوبو کې کېږدئ:

ښايي باور ونه کړئ، خو که خپلې پښې لومړی په تودو او وروسته په سړو اوبو کې کېږدئ نو ستاسو د سر درد به کم شي.

په دې کار سره په سر کې د وینې د رګونو فشار کمیږي، که سر خوږ ډېر شدید او سخت وي نو په اوبو کې لږ د اوري دانې هم واچوئ.

مروړل: کله مو چې سر خوږ ډېر وي نو یوه نرمه او توده ټوټه پر خپله ټنده او یا هم څټ کېږدئ او ورو یې ومروړئ.

تر دې کار وروسته ټوټه لږ سړه کړئ او ورو یې ومښئ. سړه ټوټه د وینې رګونه سره ټولوي او پر اعصابو فشار کموي.

په سړو اوبو کې لاسونه مروړل:

خپل لاسونه څو شیبې په سړو اوبو کې کښېږدئ او خپل موټی په منظم ډول خلاص او وتړئ. ځکه د وینې حرکت به یو څه منظم شي.

قهوه وڅښئ:

په قهوې کې موجود کافین د وینې د رګونو پاړسوب کموي چې په پایله کې یې د سر درد کمیږي.

له همدې امله په ځينو درملو کې کافین کارول کیږي.

خپل سر وتړئ:

یو نرم دسمال له خپل سره تاو کړئ، او په هغه ځای یې غوټه کړئ چې د ډېر درد احساس ترې کوئ.

درمل خوړل هم سر درد اراموي خو د معدې په مرض اخته کسانو ته زيان هم رسوي.

په هغه ځای کې د وینې د فشار له کمېدو سره د سر خوږ هم لېرې کیږي.

د زنجبیل اوبه وڅښئ:

په پخوانیو زمانو کې زنجبیل د پاړسوب او درد د لېرې کېدو لپاره کارول کېده، په یو ګېلاس اوبو کې د چای څښلو نیمه کاشوغه ټوټه شوی زنجبیل واچوئ او ویې څښئ.

په چای کې لونګ ورګډ کړئ:

چای په خپل جوړښت کې کافین لري او لونګ هم د پاړسوب ضد خاصیت لري.

نو که په ګرم چای کې لونګ واچول شي او دم کړای شوی یې وڅښئ نو د سر درد به مو لېرې کړي.

اوبه وڅښئ:

د اوبو په څښلو سره د بدن د اوبو د کمښت ستونزه لېرې کیږي چې دا کار هم د سر خوږ لېرې کولای شي.

غاښونه مه چیچئ:په خوب او یا هم په ویښه د غاښونو چیچل او زامه کلکه نښلول د سر درد لامل کیږي

په خوب او یا هم په ویښه د غاښونو چیچل او زامه کلکه نښلول د سر درد لامل کیږي. نو له دغه کاره په کلکه ډډه وکړئ.

په منظم ډول خواړه وخورئ:

څېړنو ښوولې چې د اوږدې مودې لپاره په غیر منظم ډول خوراک د سر درد لامل کیږي، نو هڅه دې وشي چې خپل خواړه په منظم ډول وخورئ.

ورزش:

په اوونۍ کې لږترلږه درې ورځې نیم ساعت پلی تګ، بایسکل ځغلول او یا هم لامبو د سر خوږي د لېرې کېدو لپاره اغېزمن دي.

ځکه ورزش د فشار د کمولو
که سر درد لرئ له طبعي لارو يې چاره وکړئ.

لیکنه: ډاکتره لیمه جهیش

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button