ستر زیری ، ستر بری او ستر تاریخي ویاړ مو مبارک ،مبارک او مبارک شه

ستر زیری ، ستر بری او ستر تاریخي ویاړ مو مبارک ،مبارک او مبارک شه
د ۱۵ لمریزي پیړۍ او ۱۴۰۰ لمریز،لیږدیز کال او ښیرازه پسرلي د پیل د چارشنبې ورځ د وري څلورمه نیټه د نیمروز ولایت د چاربرجک په ولسوالی کې د کــــــــــــــــــــــمـــــــــــا ل خان بند د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د خوښیو په څپو او وطنپالنې په تودو احساساتو کې پرانیستل شو.
بې شکه نیمروز اوس خوشروز شو د پیړیو، پیړیو وچې ، شاړې او د هلمند رڼو اوبوته تږي دښتي او ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه به د کمال خان د بند په برکت خړوب شي . شنې کروندې، شنه بڼونه ، شنه ځنګلونه ، او د دښتي ښکلو مرغانو او آلوتونکو پروازونه ، په شنو څړځایونو کې د شپونکیو او پوونده د هی،هی چیغي او د شپیلیو مست او خوشالوونکي اوازونه په میله ځایونو د مستو پیغلو د دریا او چمبې سره سندرې د مستوشاه ځلمیانو مستانه اتڼونه د لرغوني نیمروز اونـنی خوشروز په برخه شول .
ویاړ، ویاړ اوبیا هم ویاړپه ولس مشر اشرف غني او د ده ترڅنګ ولاړو ملګرو او یارانو چې د لعنتي جګړې او ناپایه کورنیو او بهرنیو توطیو په ستونزمنو پړاوونو کې د خپل جګړه ځپلي او بې وزلی وهلي هیواد ګران اوسرلوړي افغانستان د ښیرازی، آبادی او پرمختګ په لاره کې کوټلي اوتاریخي ګامونه پورته کوي چې ژوندی بیلګه یې همدا نـن د کمال خان بند پرانیسته ده چې د نیمروز ولایت د سمسورتیا ، ښکلا او لاغوړیدا زیری راکوي . هغه بند چې پخپله ارته سینه کې د هلمند څپانده او مست سیند ځلالې او زمزمې اوبه د ۵۲ میلیون مترمکعب په ظرفیت زیرمه اوساتي او لکه د شنه منګي د یخو اوبو جام به د زرګونو،زرګونو جرییو ځمکو د سلګونو،سلګونو کلونو تنده ماته کړي . او ورسره جوخت به د ۹ میګا واټ د بریښنا په تولید لکه د لمر زریني وړانګې تیارو اوتورتم وهلو کورونو ته رڼا راولي.
زما داسیا زړه اود نړۍ لوړبامه هیواده ګران افغانستانه!
د نړۍ پرمخ د بې ساري ښکلي جغرافیې او دنګو،دنګو په سپینو واورو ډکوغرونو، هیبتناکو درو او سر درو دې قربان شم چې د میلیاردونو مترمکعبه اوبو سرشاره سیندونه دآمو، کوکچې، مرغاب ، هلمند ، هیرمند ، فراه رود ، کابل، پنجشیر، لوګر، الیشنګ، الینګارد کونړیاغې څپانده سیند او نورسیندونه دې راکړي پخپله سینه کې دې د زرګونو،زرګونو میلیاردو معدني پانګې راته ساتلي دي . خودریغه ! دریغه ! موږ افغانان دې په قدر او ارزښت نه پوهیږو د پردیو په نغوته اولمسون د خپل ځان په سوزولو او وژلو بوخت یو.
ګرانه مورنی وطنه ! ستا د بهانده سیندونو پرسرتږي ناست خوهرکال وړیا په میلیاردونو مترمکعبه اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي چې کلنی ارزښت یې ۵۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی . ایران ستا یومتر مکعب اوبه په دوه ډالره د کویټ په هیواد پلوري او میلیاردونه ډالره کلنی عاید لري . پاکستان د حیدرآباد او ملتان د ښتې د کونړ او کابل په سیندونوخړوب او غنم یې په خورا منت پر افغانانو پلوري .
د شلو کلونو په بهیر کې د افغانستان د واکمنی غوښتونکو طالبانو، ملایانو د خپلو واکلمنی په سیمو کې د اوبوبند خولا پریږده چې یوه ویاله ، یوکاریز، یوروغتون، یوکلینیک، یوښوونځۍ ، یوبڼ نه دی جوړکړی . او بیا هغه اشرف غني چې په لنډه موده کې د سلما، شورابک،پاشدان، بخش اباد، کمال خان ، شاه عروس ، شاه توت او نورو۱۳ بندونوپه جوړلو او تابیا بوخت دی د وطن چوپړته نه پریږدي . حب الوطن د ایمان برخه ده . که په ګډه د هیواد ابادی ته مټې رابډ وهو . د عربو په سوځنده دښتو او نورو هیوادونو کې افغانان د سختوکارونواو د کډوالۍ ستونزوته اړنه وي. او زموږ بډای اوسمسور هیواد به د بهرنیو هیوادونو کارګران اوکاري پوتانسیل رادرومي .
په پام کې ده چې په روان کال کې د کابود ۴۴ داوبوبندونو چې وړاندیز یې ولس مشر اشرف غني لاسلیک کړی د جوړولو سروې ګانې پیل شي چې په دي د کونړ د سیند دپاسه د پنځو بندونوجوړول هم شامل دي .
لیکنه د کمال خان د بند په خوشالی رانه اوږده شوه.
خو دافغانستان بې غمه او بې پروا خاموش اکثریت افغانانو! را پیدارشی پخپلومټو اونـنګ متکي اوسی . د وطن د بیرته پاتې ساتلواو ورانیودوښمنان اوپه کور دنـنه بې وجدانه اونامرده غله وپیژنې ، جر ړې یې وباسی او۱۵ لمریزه پیړۍ د سترو سوبو او سوکالیو،پرمخ تللي ،متمدنه پیړۍ کړی .
په درنښت او ادب اکبري
۴/۱/۱۴۰۰ لمریزــ ۲۴/۳۲۰۲۱زیږدیز کال

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button