ستاسو په اند کوم غوره دی؟

څوک لیوني سپي دمسلمانانواوبې ګناه انسانانود داړلو او وژلو په موخه روزي او د خدای (ج) د بنده ګانو او بې وزلي مخلوق او بشریت سپیڅلي ویني بهوي او د انسان په جامه کې تر ابلیس او شیطانه هم لا په ظلم او وحشت واړه زاړه، سپین سري او سپین ږیري وژني په لویه لاره کې چې عام ولسونه پرې تګ راتګ کوي غټ،غټ بمونه خښوي اود دوښمن په نغوته اولمسون زړه بوږنوونکي سترې غمیزې اوخونړی پیښې رامنځته کوي دوحشت اوبربریت نه پورته ناتارلاداچې تنکي ځوانان په شیطاني چل ول اووحشیانه روزنه په چاودیدونکو واسکټونواومخربوتوکوسمبالوي په متبارکه جوماتونو،دخوښیوپه وادونو،ولسي غونډواوجرګواودعام ولس دګڼې ګوڼي په ځایونوکې دځان وژنې اوځان چاودنې په دوزخي عمل سره دوینوویالې بهوي دویراوغمجنوکوکارومحشراوماتم جوړوي اودغه شنیع اورذیل عمل ته دپاکستان په لعنتي اودوزخي سازمان ای،اس،ای کې روزل شوي بې وجدانه مفتیان اوبې ایمانه تش په نوم ملایان دجهادفتواګانې ورکوي داسلام ترچترلاندې د دغه توروعملونواوشیطاني کړنوپه وسیله داسلام سپیڅلی دین بدناموي اوپه شعوري توګه غواړي اسلامې امت په ستروبدمرغیواوسپکاویو اخته کړي اولکه چې دسرپه سترګوګوروافغان مسلمان ملت یې په ناپایه ویراوغم اخته کړی دی.
له بلې خوادانسان اوبشریت په چوپړکې داسې سپي روزل کیږي چې په لویواوعامه لاروکې خښ کړل شویو ماینونودکشف په مهال سوي کوکارې باسي اوپه ماهرانه اشارتونودانسان وژونکوتوکواوبمونوځای ځایګی په نښه کوي اوخبرداری ورکوي چې دلته دبشریت دوښمنانوپه کرغیړنوتورولاسونوچاودیدونکي بمونه خښ کړي اوماین پلټونکواوخنثی کوونکوبشرپال پرسونل سره دانسان دوستی دنده ترسره کوي.
داسې سپي روزل کیږي چې دچاودیدونکوتوکوډک واسکټ اغوستونکی انتحاري چې د ډله ییزي مرګ ژوبلې په دوزخي موخه دواده،جومات اودولس دتجمع اوغونډي په لور روان وي پیژني اودهغه منحوسې ، خبیثي اوکرغیړنې څیرې ته غاپي اوداډول لعنتي انسانان دچاودنې له مخه رسوا اوافشا کوي څو دخدای بې ګناه بنده ګان یې له شره وژغورل شي.
دهیښتیاخبره داچې دجرمني په هیوادکې دطب ډاکټرانوداسې سپي روزلي دي چې هغه کسان چې دسږو سرطان لري اوتشخیص یې په تخنیکي مدرنو وسایلوناشونی اوستونزمن دی دهماغه روزل شوو سپو په وسیله دسرطان ناروغی تشخیصوي اودبشریت په خدمت کې دي.
د دغې لیکنې مې موخه داده چې پاکستان اوزموږدهیوادبیلابیل دوښمنان له انسانانوداړونکي سپي اوځناورجوړوي اودا شرغوبل اوناورین په ټول هیواد کې روان دی.
درنولوستونکواوقدرمنوهیوادوالو!
تاسودخدای لپاره قضاوت وکړی دبشریت اوافغانیت وژونکي تش په نوم انسانان غوره دي اوکه هغه سپي چې په خپله سالمه روزنه دخدای بې وزله مخلوق اومسلمان افغانان دماینونواوانتحاري واکټونوپه کشف سره له مرګ ژوبلي ساتي؟
تاسوپه دې اړه څه اند اونظرلری که په لنډه توګه د دې پوښتنې ځواب څرګندکړی ؟
هیرمونه شي چې داصحاب کهف سپی هم جنتي دی.
دافغانانوپه منځ کې دانساني عاطفې اورښتیني اسلامې اخوت دټینګښت په هیله.
اکبري
۵/۴/۲۰۱۶

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button