ستاسووطن

ستاسووطن


بیایی ورانوی درنه ورانکاروته یی پری نه ژدئ
داستاسووطن دی څوشوکماروته یی پری نه ژدئ
ښکاری یی لانښې دکابل په وران اوخوارزړګي
بیلګودوحشت غلواوبیلاروته یی پری نه ژدئ
مینه ورورولی وکړئ قيصی دتعصب پریږدئ
دادقوم په نوم څوټيکه داروته یی پری نه ږدئ
مه ازمایئ بیا، ازمویل شوی موبیا بیا وژنی
خلاص کړئ تری اولس دغو خونخواروته یی پری نه ږدئ
لنډکړئ تورلاسونه ددښمن مخه یی ونیسئ
ویاړدپلارنیکه مودی اغیاروته یی پرې نه ږدئ
مه پریږدئ چه نورمودسره سپین په نوم جلاکاندی
ورټۍ رقيب خپلوتګلاروته یی پری نه ږدئ
عشق دګران وطن که دروهین دشعرروح نه وو
مات یی کړئ قلم لیک اواشعاروته یی پری نه ږدئ


م.روهين ـ جرمنی
۱۹.۰۵.۲۰۱۵

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button