سبا د مارچ اتمه د ښځو د نړیوال پیوستون ورځ مو مبارک شه

سبا د مارچ اتمه د ښځو د نړیوال پیوستون ورځ مو مبارک شه !
دا نیکمرغه ، ویاړلي او د ښځې لوړدرنه مقام ته د درنښت ورځ ده . چې په ګرده نړۍ کې له څه دپاسه له یوې پیړۍ ۱۹۱۰زکال را هیسي په ځانګړو شاندارو مراسمو نمانځل کیږي . ښځه مورده ،خورده ، ترورده، نږورده او هغه سپڅلي عاطفه او مینه ده چې پخپله غیږه کې یې ټول بشریت روزلی اود خپلې پاکې ویني او بدني انرژی په تغذیه یې ښځينه ،نا رینه اسانان دنیا ته راوړي دي.
هو! که حضرته بي بي آمنه نه وای د اسلام ستر پیغمبرحضرت محمد (ص) به دنیاته چا راوړه ؟ او د ښځې هیښوونکی مقام حضرتې بي بي مریم د حضرت عيسی عليه سلام په زوکړه څرګند کړچې پلار یې نه شته او لوی خدای ( ج) د هغه په مطهربطن کې پیدا کړ. چې نـن يې په نړۍ کې په میلیاردونومسیحیان پیروان دي .
د نړۍ ټول نوابغ، پوهان ، فلاسفه، پاچاهان او اتلان د رښتینواتلومیندو اولادونه دي . که ښځه نه وای زه او ته به هم نه وو.
خودریغه! دریغه! د غو افضل او اشرف مخلوق ښځوته زموږ په بدمرغه هیواد کې په سپکه ، کرکه اوبابيزه سترګه کتل کیږي. وژل کیږي، سوځول کیږي، خرڅیږي، په بدو کې ورکول کیږي او دادی داسلام ټیکه داران یې له پوهي اوزده کړو بې برخې کوي او بیا هغه میرمنې او پیغلې چې د علم او بشرپالنې له لوړاحساس څخه برخمنې دي په خورا ستر وحشت اونه بښونکي قساوت وژل کیږي . بشرپالې اود ښځود حقوقو اتلې مبارزې اغلي فاطمه ناتاشا خلیل افغان بې وزلومیرمنوته د مدني روا حقوقود غوښتنې په ګناه پخپلوسرو وینو کې ولمبیده او دهدفي وژنې ښکارشوه . د جومات په څنګ او د ګڼوکابل ښاریانو په مخ کې پیغله فرخنده د اور په لمبو کې وسوځول شوه . ناهید د پت ساتنې حماسه او تاریخي افسانه شوه چې د دین د پتنګانواووحشي لیوانو له خونړیو منګولویې د ژغور په موخه له لوړڅکي ودانۍ له پوړڅخه خپل ځان ګوزاراود شهادت په وینو یې د ښځې مقدس اوارجح مقام وساته .
اتلې شهیدانې انګیزه، ملاله میوند، روخسانه ،جنرال شرمیلا فروغ، مریم نورزاد، فاطمه رجبي، فرشته، ملالۍ میوند،فرشته کوهستاني، شهناز رووفي، سعديه سادات، مرسل وحيد ي شهيدي ډاکترانې او قاضيانې د هيواد په کلو اوبانډو کې نوم ورکي په سلګونوپیغلې اومیرمنې د وحشي تور زړي طالب اوداعش د هدفي وژنوښکارشوي اوڅو ورځې د مخه د کابل په ښار کې په طالباني بمي چاودنې کې په وینو کې لژند مورجانې سرته د هغه دوو تنکیو لورګانو زړه بوږنوونکي چيغي او کوکارې چې مادر بخیز، مادرجان بخیز د افغانستان د معاصرتاریخ یوه تراژیکه برخه چې ورته د کابل آسمایې غر د ژړا ساندې بوللې .
آه! اه! د الیاس داعي د ویرجني مور ټپي زره به بیا څوک ټکور او ورغوي. آه! اه! د وطن کړیدلو اوځوریدلو میندو، خویندو! کوم درد او ناورین ته دې وژاړم . هغوچې زما د وطن مور، ادې او انا ځوروي او ښځو ته د کرکې، ترهې اوهدفي وژنې په کمین کې ناست دي د ځنګلونوهغه وحشي ليوان او داړونکي دي چې د یوم الحشر په ورځ به یې په عوام فریبانه ږیرو سره اورونه بل او دلوی خدای ج په وړاندې به دا اوسني د انسان په جامه کې خدایان څه ځواب لري؟
د المان د بشرپالې اومبارزي اتلې کلارازیتکین سپیڅلی روح دې تل ښاد اوزنده یاد وي چې د ښځو دپیوستون د نړیوالې ورځې بنسټ یې په ۱۹۱۰زکال د ډنمارک د کوپنهاګن په ښارکې د اوولسو هیوادونود سلوتنوښځو په ګډون رامنځته کړچې هرکال د مارچ اتمه د نیویارک ښار د نساجۍ فابریکې د اتلوښځو په سرښندنه اوانقلابي لاریون په یاد چې په ۱۸۵۷زکال کې ترسره شو.د ښځې شامخ اولوړمقام ته د درنښت په پار نمانځل کیږي .
د افغانستان اتلو، میړنیو،خویندو، میندواوغیرتي میرمنو!
د مارچ اتمه ستاسو د نړیوال پیوستون ورځ مومبارک اوبختوره شه. اوستاسو د روزنې، پالنې اوکارنده شتون پرته وطن ورانه ویجاړه کنډواله دی . ستاسو دروند د میني ،عاطفي اوانساني سپیڅلي عشق اومحبت سیوره دې په افغانانو خور وي . هدفي وژونکي دوښمنان مو ورک اونابود شه . آمین یا رب العالمین.
۷/۳/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button